لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دجینکو په تعلیم دبندیز پرضد پېښور کې مدني فعالانو احتجاج کړی


پېښور کې مدنې فعالانو په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لاندي د جېنکو په تعلېم د بنديز په ضد احتجاجې مظاهره کړي ده او د پاکستان په ګډون يې د نور ګاونډې هېوادونو نه غوښتنه کړې ده چې افغانستان کې دې د جېنکو په تعليم بنديزونو پورته کولو کې خپل کردار و لوبوي.

مظاهرینو دپاکستان اؤ نورو ګاونډیو هیوادونو غږ کړی دی چې طالب چارواکې باید د جېنکو مکتبونو پرانستو ته اماده کړي۔

دخالي یا شنبې په ورځ دپېښور پریس کلب مخې ته دبشري حقونو دنړیوالې ورځې په تړاؤ راجوړ شوي احتجاج مدنې فعالانو په افغانستان کې د جېنکو د تعليم دمخې نیولو په ضد شعارونه ورکول او په لاسونو کې یې کتبې او بېنرې نېولې وې چې پرې د افغان نجونو سره د یووالي نعرې ليکل شوې وې۔

په احتجاج کې برخه لرونکې پښتنې پېغلې وږمه فيرو وي او ای ډېوه ته وويل بايد پاکستان د ګاونډې په توګه افغانستان کې د نجونو دتعليم بيرته بحالولو کې خپل کردار ولوبوي۔

دهغې په وینا "پاکستان په دې لړ کې کردار لوبولی شي او تعليم بندول خو داسې دي چې ته انسانان د خپل هر حق نه محرومه کړې ،د ټولو نه اول تعليم دی بیا په دې نورو شیانو خبره کېدای شي، نو مونږ غواړو چې د تعليم حق دې ورکړل شي او نوره نړۍ چې څوک په دي کې کردار لوبولی شي هغه دې راپاڅي او غږ دې پورته کړي"

طالبان چې د تيرو 16 میاشتو راهسې په افغانستان کې واکمن دي، د شپږم ټولګي نه بره د جینکو په زده کړو يې بنديز لګولی دی اؤ د طالبانو لخوا لګول شوی دا بندیز په نړيواله کچه غندل شوی دی.

د احتجاج يو بل ګډون وال او د مفکورې په نامه د څېړنيز مرکز مشر حيات روغاني ډیوه ته وويل د افغانستان نيمايي ابادي چې په ښځو اډانه ده دا وخت د تعليم نه بې برخي ده ، مادي زيان که څومره هم شوي په ځائ به شي خو د جېنکو دتعليم نه دمنعې کولو تاوان راګرځول به ناممکن وي۔

"د طالبانو غېر مقبول حکومت که په افغانستان کې هر څومره نقصان وکړي مادي هغه به راو ګرځیدلی شي کال به واخلي، دوه به واخلي، پنځه یا لس کاله به واخلي خو د افغانستان چې کومې د سبا مېندې دي که هغه نالوستې پاتې شي نو دا به لویې نقصان وي‘‘

طالبانو تېر کال د ستمبر د میاشتې پر 17مه د هلکانو ښوونځي خلاص کړي وؤ ، خو تر شپږم ټولګي پورته د جينکو سکولونه يې چې د مارچ په 23 پرانستل هم په هغه ورځ يې بيا دهغې د تړلو امر وکړو۔

په احتجاج کې شريکي منيبه خان نومې ماشومي اويل تعليم د هر وګړي بنيادي بشري حق دي بايد د افغانستان د روښانه سبا دپاره دي واکمن طالب چارواکې دي د جونو په تعليم بنديزونه پورته کړي۔

په افغانستان کې د طالبانو دحکومت ترجمان ذبیح الله مجاهد په ترکيه کې د دیني علماو د اتحاد یوې غونډې ته په دې وروستيو کې ویلي وؤ چې د دوی حکومت د جينکو زده کړو ته ژمن دی، خو دا یې نه وه ښکاره کړې چې دغه ښوونځي به کله پرانستل شي۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG