لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپوږمۍ ته لېږل شوی آزمایشي کېپسول په تېزۍ سره ځمکې ته راستون شو


واشنګټن - د امریکا د خلائي تحقیقاتي ادارې (ناسا) یو کېپسول چې په امتحاني ډول یې سپوږمۍ ته لېږلی و، د اتوار/یکشنبې په ورځ په ډېرې تېزۍ سره د سپوږمۍ نه راستون شو او د مېکسیکو سره نږدې په پاراشوټ سره د اوقیانوس په اوبو کې راولوېد.

دا کېپسول چې اوریان نومیږي، یو آزمایشي یا امتحاني مېشن و چې سپوږمۍ ته د خلابازانو د بیا ورتګ لاره هواروي.

اوریان کېپسول د آواز د رفتار دوه دېرش (۳۲) چنده تېزۍ سره د ځمکې اټموسفیر ته داخل شو او د واپسې په مهال یې د ۲۷۶۰ سنټي ګرېډ تودوخه وزغمله او د ګواډالیوپ آیلنډ سره نږدې په اوبو کې ولوېد.

یو نېوي یا د سمندري قواوو جهاز په تېزۍ سره د کېپسول د لوېدو ځای ته ورنږدې شو چې هغه او په کې درې امتحاني ګوډاګيDummies د اوبو نه راوباسي. په هغو ګوډاګیانو کې د لړزېدو او د تابکارۍ یا رېډیشن سېنسرونه لګول شوي دي.

د اوقیانوس په اوبو کې د کېپسول د لوېدو تصویر
د اوقیانوس په اوبو کې د کېپسول د لوېدو تصویر

ناسا د دې دپاره چې د اوریان کېپسول آینده مېشن کې د سپوږمۍ شاوخوا راوګرځي، داسې امتحاني مېشن ته یې ضرورت و. ناسا په پام کې لري چې ۲۰۲۴ کال کې د سپوږمۍ شاوخوا د راګرځېدو مېشن ترسره کړي او په هغه کې به څلور خلابازان هم ناست وي. د هغه نه پس به تر ۲۰۲۵ کاله پورې سپوږمۍ ته یو بل مېشن ولېږل شي چې هغه کې به دوه خلابازان وي او په سپوږمۍ باندې به ښکته شي.

آخري ځل چې په سپوږمۍ خلابازان ښکته شوي و، پنځوس کاله مخکې و.

د ۱۹۷۲ کال د ډسمبر په ۱۱مه، د اپولو-۱۷ مېشن دوه خلابازن ایوجین سېرنان او هرېسن شمېټ درې ورځې د سپوږمې په سر پاته شول او بیا ځمکې ته ستانه شول چې هغه د سپوږمۍ په سر د بشر آخري قدم وهل و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG