لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لورالايي: وسله وال بريد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ځايي مشر وژل شوی


د بلوچستان په لورالايي ضلع کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو ځايي مشر په وسله وال بريد کې وژل شوی دی، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پوليس دغه پېښه تاييد کړې ده.

پولیس وايي دغه پېښه پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ شوې او سردار محمد اشرف کاکړ چې په ګاډي کې وو يو تن پرې ډزې کړي هغه ژوبل شوی او بيا يې په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پولیسو په وينا دغه په ډزو کې د سردار کاکړ ساتونکی هم ژوبل شوی دی.

د لورالايي د صدر تاڼې اېس اېچ او محمد عارف وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، د هغه د معلوماتو ترمخه د وژل شوي تن د چا سره شخصي دښمني نه وه او د هغه د زوي په مدعيت کې مقدمه درج شوې خو تورن تن نيول شوی نه دی.

هغه زیاته کړه دغه پېښې ته سياسي يا شخصي وژنه نه شي ویلی د پلټنو وروسته به معلومه شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې مشر قهار ودان وايي، دا هدفي او د بدامنۍ پېښه ده.

د اکتوبر په مياشت کې د لورالايي په بوري سيمه کې يو ځوان اسرار خان وژل شوی وو.

هم د اکتوبرپه میاشت کې د بلوچستان پوليسو د ګواښ يو خبر/يا تهرېټ الرټ اعلاميه جاري کړې وه چې د شمالي بلوچستان په ژوب، قلعه سيف الله، لورالايي او زيارت سيمو کې د ناامنۍ د پېښو کېدو ويره ده.

د پوليسو له لوري يادو ضلعو ته په لېږل شوي نوټيفکېشن کې ویل شوي وو "د تحريک طالبان پاکستان/بلوچستان د ژوب ولايت د نايب امير فتح خان عرف صلاح الدين په مشرۍ کې ډله تشکېل شوې او غواړي چې په يادو ضلو کې ترهګريز بريدونه وکړي، د برید هدف نامعلوم ياد کړی شوی وو".

په 30 نومبر د کوټې په بليلي علاقه کې د پوليس اهلکارو په ټرک ځانمرګی بريد شوی چې پکې د چارواکو په وينا يو پوليس اهلکار او دوه لاروي [ښځه او ماشوم] وژل شوي دي. تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] د بريد زمه واري منلې وه.

په 28 نومبر تحریک طالبان پاکستان د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG