لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په ریاستي ادارو د احمدیانو د عبادتخانو د سپکاوي تورونه لګول شوي دي


پاکستان دبشري حقونو سرکاري او غېر دولتي تنظيمونو د دسمبر په اتمه نېټه د پنجاب په ګوجرانواله ښار کې دپوليسو لخوا په مبينه توګه د احمدي ټولنې د عبادتخانې د مينارو د نړولو د پېښې غندنه کړې ده او په داسې پېښو کې یې د رياستي ادارو د لاس لرنې په سملاسي ډول د پلټنو غوښتنه کړې ده.

احمدي ټولنې دخپلې عبادتخانې د مينارونو د نړولو تور په ځايي پولیسو لګولی خو پولیس وايي د پېښې له جزياتو نه دي خبر او حقاېقو د مالومولو وروسته به مطبوعات خبر کړي.

د پاکستان د وزيراعظم د مذهبي هم غږې سلا کار ښاغلي طاهر اشرفي ویلي چې په قانون کې احمدي ټولنې ته د اسلامي شعارو د استمال اجازه نشته او باید چې یاده ټولنه د قانون احترام وکړي.

دپاکستان دبشري حقونو سرکاري تنظیم نېشنل کمیشن فار هيومن راېټس په جارى کړي بیان کې ویلي چې دوي په ګوجرانواله کې په مبينه توګه دپولیس لخوا د احمدي ټولنې د عبادتخانې د مينارونو د نړولو د پېښې نوټس اخستی او د کمېشن ترمخه ټولنې تور لګولی چې درې ورځې وړاندې په نيمه شپه د پولیس ګاډی ورغلو او د عبادتخانې مينارې یې ونړولې او ملبه یې هم له ځانه سره يوړه.

هم دا راز دپاکستان د بشري حقونو خپلواک غیر دولتي تنظيم اېچ ار سي پى هم په خپل يو بېان کې ویلي چې په ګوجرانواله کې د احمدي ټولنې د عبادتخانې سپکاوى نه يوازې ددغه ټولنې د بنيادي حقونو سرغړونه ده بلکې دا په کال 2014 کې د جسٹس تصدق جېلاني د پرېکړې د روح هم خلاف عمل دی.

په کال 2014م کې د پاکستان سترې محکمې په مقدمه کې جاري کړې خپله پرېکړه کې ویلي وو چې په پاکستان کې اوسېدونکو د ټولو مذهبونو دمنونکو د عبادتخانو د حفاظت لپاره دې جدا ځانکړی ټاسک فورس جوړ کړی شي.

د بشري حقونو خپلواک غېر دولتي تنظيم په خپل بيان کې ويلي چې د احمدي ټولنې د ظلم او جبر څخه په ژغورلو کولو کې د رياست ناکامي د اندېښنې وړ ده.

تنظیم غوښتنه کړې ده چې په دې جبر کې د رياستي ادارو د لاس لرنې باید چې په سملاسي ډول پلټنې وکړی شي داسې ددې پېښې ازاله وشي.

د احمدي ټولنې مرکزي مشر او ویاند عامر محمود ډيوه سره خبرو کې وېلي دا پېښه د دسمبر په 8مه نېټه رامنځ ته شوې ده او نوموړي ددې تور په مقامي پولیسو لګولی دی.

ښاغلی عامر محمود وايي په پاکستان کې د احمدي ټولنې د عبادت ځايونه نه يوازې د سخت دریځه مذهبي عناصرو لخوا په نخښه کېږي بلکې دغه عناصر د احمديانو د عبادتخانو د نړولو دپاره رياست او پوليس هم کاروي او تر دې چې په پاکستان کې د احمديانو د قبرونو کتبې هم نړول کېږي چې د اندېښنې وړ وضعیت دی.

د پاکستان د وزير اعظم د مذهبي همغږې لپاره سلا کار او د پاکستان علما کونسل چېرمېن مولانا طاهر اشرفي ډيوه سره خبرو کې وېلي چي د یادې پېښې له جزياتو نه دی خبر خو نوموړي وویل چې د پاکستان په قانون کې احمدي ټولنې ته د اسلامي شعاېرو د استمال اجازت نشته.

ښاغلى اشرفي وویل که مسلمان وي او یا غېر مسلمان وي باید چې په قانون عمل وکړي او د احمدي ټولنې هم ذمه واري جوړېږي چې که هغوى ته په قانون کې د اسلامي شعاېرو د استمال اجازه نه وي نو بايد چې داسې ونه کړي.

په پاکستان کې د احمدي ټولنې عبادتخانې ته د زيان رسېدو دا لومړۍ پېښه نه ده.

تېره میاشت هم دپنجاب صوبې په حافظ اباد ضلعه کې د پريم کوت سيمه کې د احمديانو د قبرونو کتبې ماتې کړی شوې وې او پرې ناوړه ټکي ليکل شوي وو.

له دې مخکې تېر کال داګست مياشت کې د پاکستان تر ټولو لويي ښار کراچۍ کې هم د احمدي ټولنې د عبادت ګاه د نړولو پولیسو ته خواست ورکړی شوی و.

تېره اوونۍ د لاهور په شخصي پوهنتون لمز کې ټاکل شوې يوې مباحثې ته يو احمدي مېلمه وربلل شوی و چې له ټاکل شوې دستورې د پېل کيدو څو ساعته مخکې ورته دنه ګډون معذرت وکړی شو، دې دستورې ته د بېلابېلو مذهبونو خلک وربلل شوي وو.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې په دې ورستو کې د امریکا حکومت هم په خپل يو رپورټ کې د پاکستان نوم د بشري او مذهبي حقونو څخه د سرغړونو لپاره د نړۍ په کچه د بدنامو لسو هېوادونو په نوملړ کې اچولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دسمبر په 2مه نېټه يو بېان کې ویلي وو چې په ګرده نړۍ کې حکومتونه او غېر رياستي عناصر د عقيدې په بنياد خلک ځوروي، ګواښونه ورته کوي، په جېلونو کې یې اچوي او تر دې چې وژني یې او ځينې د سياسي ګټو لپاره مذهبي ازادي محدودوي.

د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزير رياض پيرزاداه تېره میاشت قامي اسمبلۍ ته خپله وېنا کې تور لګولی وو چې رياستي ادارې دخلکو دحفاطت پځائ‌ د لږکیو په ځورولو کې ککړې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG