لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ ته د ټرانسپېرنسي انټرنېشنل په ضد د عدالت د سپکاوي د کاروایۍ خواست شوی دی


peshawar high
peshawar high

پیښور هايي کورټ کې د ټرانسپرنسي انټرنیشنل پاکستان پرضد د هغې سروی په اساس د توهين عدالت درخواست جمع کړل شوی په کومه کې چې يادې ادارې د خیبر پښتونخوا عدليه په مبينه توګه تر ټولو زياته کرپټ يا بده اداره اعلان کړې ده.

په خواست کې ويل شوي چې د ادارې دغه سروی یا نظر پوښتنه بې بنياده ده او دې سره د خلکو په عدليه اعتماد متاثره شوی دی.

په خواست کې غوښتنه شوې چې عدالت دې د ادارې څخه هغه ټوله ډېټا راوغوړي چې په اساس یې د نظرپوښتنې پايلې مخې ته راغلې دي.

په دې هکله په پیښورهايي کورټ کې خواست کوونکی وکيل شبير حسين ګګياڼي وي او ای ډيوه ته ویلي چې د ټرانسپرنسي انټرنیشنل پاکستان سروی د خلکو عدليي نه دباور پورته کیدو سوب جوړیږي.

هغه وايي د ادارې خلاف يې د توهين عدالت قانون ترمخه درخواست محکمه کې جمع کړی دی۔

ډيوه سره دخبرو پرمهال د نوموړي وېنا وه " د دې رپورټ له وجې د عوامو اعتماد او يقين د عدالتونو نه پورته کیدل شروع شول او عدالت د يو مذاق باعث جوړ شو، دوېمه خبره دا ده چې د انټرنیشنل ټرانسپرانسي چې کوم رپورټ دی په مفروضو يې جوړ کړی او هیڅ قسمه شهادت ورسره نشته"

هغه زياته کړه چې په خواست کې د عدالت نه غوښتنه شوې چې د انټرنیشنل ټرانپرنسي څخه دې ټوله ډېټا راوغواړي او دوېم دا چې د دوی خلاف دې د توهين عدالت مقدمه وچولي او چې کومه سزا ده هغه دې ورکړل شي۔

ټرانسپرنسي انټرنیشنل په خپله وروستۍ نظر پوښتنه کې ويلي چې په پاکستان کې تر ټولو زيات رشوت د پوليس په محکمه کې اخستل کيږي، په دويم نمبر د ټيکدارۍ په نظام، په دريم نمبر په عدليه او په څلورم نمبر د تعليم په محکمه کې بډې رشوتونه اخستل کيږي۔

په نظر پوښتنه کې دا هم ويل شوي چې په خیبر پښتونخوا کې عدالتي نظام کې تر ټولو زيات رشوت اخستل کيږي، په دوېم نمبر ټيکداري نظام او په دريم نمبر پوليس محکمه ده۔

په سروی کې د کرپشن د مخنيوي ادارې نیب باندې هم د بې باورۍ څرګندونه شوې ده۔

د سروی له مخې په پاکستان کې 45 فیصدي خلک ګڼي چې د کرپشن د مخنيوي لپاره د جوړو ادارو کردار غیر موثره دی۔

د سي پي ایي نومې ادارې د کال 2022 جارې کړل شوي نوملړ کې پاکستان په نړۍ کې د زياتو بډو رشوتونو اخستونکو يو سل اتياؤ هیوادونو کې په يوسل څلويښتم نمبر دی۔

د پیښور پوهنتون د عمرانياتو د څانګې استاد ډاکټر ظفر خان وي او ای ډيوه ته وايي چې په هیواد کې د کمزوري حکومتي نظام او د احتساب ادارو د کرپشن يا رشوتونو دمخنيوي پرځای دسياسي مقصدونو لپاره دکارول کیدو امله په کرپشن کې زياتوالی راځي.

نوموړي زياته کړه په ټولنه کې رشوت سیوا کیدو سره عدم مساوات، عدم استحکام او د جرمونو شرحه سیوا کیږي۔

د ډاکټر ظفر خان په وینا " دلته چې کوم مس منیجمنټ دی او د ګوډ ګورننس يا ښه حکومتدارۍ لپاره چې کوم اقدامات کول پکار دي دغه په هغه توګه نه کیږي او کله هم چې د احتساب ادارې راغلې دي نو هغوی اکثره د سياسي مخالفينو پرضد کارول شوي دي او دې لپاره نه دي استعمال شوي چې کرپشن په صحيح معنو کې کم کړي يا هلته ادارې خپل سم کردار ادا کړي"

ددې سروی په اړه لا هم د پاکستان حکومت څه نه دي ويلي ، خو سږکال د مارچ په مياشت کې د پاکستان د نیب ادارې دهغه وخت مشر جاويد اقبال ويلي ووپه پاکستان کې د ټولو خرابيو جرړه کرپشن دی،او دمعاشي پرمختيا دپاره به کرپشن په هر صورت ختمول وي۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG