لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان قامي اسمبلۍ د ریکوډیک پروژې په اړه د بهرنۍ پانګونې د ودې او ساتنې قانون منظور کړو


د بلوچستان څخه د حکومت د ایتلافې ګوندونو د اختلاف سربیره د سینیټ وروسته قامي اسمبلۍ کې هم د ریکوډیک پروژې په اړه د بهرنۍ پانګونې د ودې او ساتنې قانون منظور کړی شو.

د بلوچستان نیشنل ګوند مشر سردار اختر مینګل وایي ددغسې قانون سازۍ د لارې بهرني سرمایه داران خوشحاله ساتل کیږي خو بلوچستان کې کرکه ورځ تربلې زیاتیږي او دصوبې هغه حال ته د رسولو هځې کیږې چې د واپسۍ لاره به نه وي.

د دوشنبې په ورځ دقامي اسمبلۍ د سپيكر راجه پروېز اشرف په مشرۍ كښې ترسره شوې د قامې اسمبلۍ په غونډه کې دبلوچستان د سیاسې ګوندونو د اختلاف سربیره د ریکوډیک پروژې د ساتنې قانون منظور کړی شو.

د بي اين پي مينګل مشر سردار اختر مينګل، د جی يو ایي مرکزي وزير مولانا عبدالواسع او د بلوچستان عوامي پارټۍ مشر خالد مګسي د قانون مخالفت وکړو.

دبلوچستان اختلافي غږونه:

سردار اختر مینګل قامۍ اسمبلۍ ته وینا کې پر ایتلافي حکومت سختې نیوکې وکړې او وئ ویل چې د قانون سازۍ په اړه د قامې اسمبلۍ غړي په اعتماد کې نه دي اخیستل شوي.

هغه وویل د بلوچستان وسایل د مال غنیمت برخه ګڼل شوې ده اؤ د بلوچستان د وسایلو له وجې زمونږ ځوانان بې درکه کیږي.

د دې څخه وړاندې د قانون مرکزي وزير ښاغلي اعظم نذير تارړ ددغه قانون په پارلیمان کې د وړاندې کولو په مهال وویل،ددغه لوظنامې تر ۳۰ کالو پورې د ګټو اندازه یوسل شل (۱۲۰) اربه ډالره لګول شوې چې پکې به د بلوچستان برخه هرکال ۲ اربه ډالره وي.

ددې قانون ترمخه به بهرنیو سرمايه کارانو ته په ټيکسونو، منتقلۍ او سرمايه کارۍ کې په بانکي راکړو ورکړو کې امنيت حاصل وي.

قانون کې ویل شوي چې د سټیټ بانک په ګډون هیڅ مالي اداره به له بانک څخه د پیسو په ویستلو او جمع کولو بندیز نه لګوي او د شریک والو اکاؤنټ به د هر قسمه ټېکس ادارې لخوا د پلټنو دعمل څخه خوندي ساتلی شي.

په قانون کې راغلي چې اکاؤنټس به د مالي ټیکس، انکم ټیکس او زکات څخه مستثنا وي. او د ریکوډیک پروژې د تولید له پیل څخه تر 15 کلونو پورې به مالیه نه لګول کیږي.

له ۱۵ کلونو وروسته به مالیه یو فیصد وي او د مالیې په اړه تړون به د ۳۰ کلونو لپاره وي.

د حکومت دیو بل اتحادي جمعیت اسلام ډلې د قامي اسمبلۍ غړي مولانا عبدالواسع وویل"د افسوس خبره ده، زموږ خپل ایتلافې حکومت چې ورسره د بلوچستان ټولې ډلې ناستې دي خو پریکړې یې سند، پنجاب یا خیبر پښتونحوا سره تعلق لرونکي مشران کوي او مونږ یو خپل واکه هیواد کې د اوسیدو قابل نه ګڼل کیږو"

ریکوډیک پروژه څه ده؟

د بلوچستان ریکوډک کانونه د سرو زرو او مسو د زیرمو له امله مشهور دي او ویل کیږي چې په دغه سیمه کې د سرو زرو د نړۍ پنځمه لویه ذخیره شتون لري-

د ریکوډیک کان کیندنې پروژې اصلي تړون په کال ۱۹۹۳ کې د بي ایچ پي نومې کمپنۍ سره لاسلیک شوی و چې ورسته کال ۲۰۰۶م کې دا د کاناډا باریک ګولډ او د چیلي انټوفاګاسټا ته وسپارل شو. او د ټهیتیان کوپر کمپنۍ په مرسته په لویه کچه د سرو زرو او میسو زیرمې وموندل شوې.

خو په ۲۰۱۱ کال کې دبلوچستان حکومت دغه لوظنامه رد کړه او په ۲۰۱۳ کال کې سترې محکمې هم باطل اعلان کړه.

په 2019 کې، د نړیوال بانک د منځګړیتوب عدالت په پاکستان باندې د کانونو د غیرقانوني انکار له امله جرمانه ولګوله.

سږ کال د مارچ په میاشت کې،وفاقي او د بلوچستان حکومتونو د دوو نړیوالو شرکتونو - انټوفاګاستا PLC او بیریک ګولډ کارپوریشن سره د ریکوډیک پروژې د بیارغونې لپاره موافقه وکړه چې انټوفاګاسټا ته یې د وتلو اجازه ورکړه. او دغه رنګه پاکستان د ریکوډیک په قضیه کې د 11 اربو ډالرو جرمانې څخه بچ شو.

د نوي تړون ترمخه، باریک کمپني 50 فیصد برخه لري، د بلوچستان حکومت په دې پروژه کې 25 فیصده ونډې لري او پاتې 25 فیصده برخه د دریو دولتي شرکتونو لخوا په مساوي ډول (8.33 فیصده) کنټرول کیږي.

د اکتوبر په 18، صدر ډاکټر عارف علوي په بلوچستان کې د ریکوډک پروژې د وړاندیز شوي بیارغونې په اړه د سپریم کورټ نظر غوښتلو او د لوظنامې د تشریح لپاره یو ریفرنس ستر عدالت ته ولیږوـ

د روانې میاشتې په ۹مه نیټه د پاکستان سپریم کورټ د ریکوډک نوې لوظنامه قانونې ګرځولې وه خو حکومت ته یې امر کړی و چې په هیواد کې دې د بهرنۍ سرمایه کارۍ په اړه قانون سازي وکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG