لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چینایي وګړو او ادارو ته ویل شوي چې "زر تر زره" دې د افغانستان نه راووځي


(اېسوشیټډ پرس) - په کابل کې د چینایيانو په یو هوټل باندې د داعش ډلې وسله وال برید وروسته، چین د نهې/سې شنبې په ورځ د خپلو شهریانو نه وغوښتل چې که د افغانستان نه دې زر تر زره ووځي.

د چین د خارجه وزارت ترجمان وانګ وېن بین د نهې/سې شنبې په ورځ د دې حملې په باب خبرې وکړې، هغه یې لویه حمله وګڼله او زیاته یې کړه چې چین یې سخت حیرانه کړی دی.

هغه وویل: "په افغانستان کې د جاري صورتحال په نظر کې نیولو سره، [د چین] خارجه وزارت یو ځل بیا په افغانستان کې چینایي وګړو او ادارو ته مشوره ورکوي چې زر تر زره دې د افغانستان نه ووځي."

افغانستان کې موجودو چیناییانو ته د چین دا هدایت، د واکمنو طالبانو دپاره یو ډول ناکامي ګڼل کیږي، ځکه طالبان کوشش کوي چې خارجي سرمایه کاران په افغانستان کې سرمایه کارۍ ته راوبولي. د کله نه چې طالبان په افغانستان کې بیا واکمن شوي، د هېواد اقتصادي حالت په ځوړ روان دی.

داعش چې اوس د طالبانو رقیبه ډله ګڼل کیږي، په کابل لونګان هوټل باندې د ګل/دوشنبې ورځې وسله والې حملې ذمه واري منلې ده. طالبانو ویلي چې په دې حمله کې درې واړه بریدکوونکي وژل شوي دي. طالبانو دا هم ویلي چې په حمله کې هېڅ کوم بهرنی شهري ندی وژل شوی او صرف دوه کسان، د کړکیو نه د رالوېدو له وجې زخمیان شوي دي.

په دې حمله کې هم د چاودنې او هم د ډزو غږونه واورېدل شول او وروسته بیا د هوټل د لس پوړیزې ودانې نه لوګي اوچت شول. د کابل د پولیسو طالب ویاند، خالد ځدراڼ وویل چې وسله واله نښته څو ګنټې روانه وه او بیا طالبانو حمله کوونکي ووژل او صفاکاري وشوه.

داعش ډلې پخپل بیان کې، د حملې ذمه واري منلې او ویلي یې دي چې د دوی دوه کسانو په دې وجه په هوټل حمله وکړه چې هلته کې ډېر سفارتکاران تلل راتلل او دا هوټل ګني د "کمونېسټ چین" مال و.

د چین د خارجه وزارت ویاند ویلي چې په کابل کې د چین سفارت د واقعې ځای ته خپله ډله لېږلې چې د زخمیانو د ژغورنې، علاج، او ضروریاتو دپوره کولو په برخه کې مرسته وکړي.

بجینګ د برید په اړه د پوره تحقیقاتو غوښتنه وکړه او د طالبانو د حکومت نه یې وغوښتل چې "په افغانستان کې د چینایي شهریانو، ادارو، او منصوبو د تحفظ یقیني کولو دپاره دې پرېکنده او قوي ګامونه واخلي".

چین په افغانستان کې خپلې امنیتي او اقتصادي ګټې لري. د چین چارواکو په افغانستان کې د معدنیاتو په برخه کې د سرمایه کارۍ په اړه د طالبانو سره پخوا خبرې کړي او بجینګ د طالبانو نه دا تمه هم لري چې یغور مسلمانانو ته دې په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو اجازت نه ورکوي.

په اکټوبر میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې چین یو اهم کردار لوبولی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG