لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې سږ کال 157 او بلوچستان کې 89 کان کيدونکي مړه شوي


د سکرو يا کولې د مزدورانو د حقوقو لپاره د کار کوونکي تنظيم "پاکستان سينټرل ماينز لېبر فېډرېشن" ترمخه په ملک کې سږ کال ټول 157 او يواځې بلوچستان صوبه کې 89 کان کيدونکي مړه شوي دي

تازه پېښه د بلوچستان په هرنايي کې شوې ده، د کولې د مزدورانو د تنظيم کول ماينز لېبر فېډريشن مشر بخت نواب په خبره د ګل/دو شنبې په ورځ په شاهرګه سيمه کې د کولې په کان کې د پېښې له امله د عمر سردار په نوم کار کونکی مړ شوی چې تعلق يې د خېبرپښتونخوا د شانګلې سيمې سره وو

" هلته غر مات شوی دی چې د کولې په اصطلاح کې ډاټ ورته وايي، له غره څخه ډبره پر رالويدلې وه چې له کبله يې هغه ژوند دلاسه ورکړی دی".

د شانګلې اوسېدونکی مدني فعال عابد يار ډيوه ته د ټيليفون له لارې ویلي، په پيښه کې مړ شوی ځوان د نهې/ سه شنبې په ورځ د شانګلې په پيراباد کلي کې خاورو ته سپارل شوی دی.

هغه وويل، د عمر سردار په مرګ ټوله سيمه ځکه زياته غمجنه ده چې يو خو هغه ځوانيمرګ شو او بل دا چې تر دې وړاندې د هغه پلار او د کورنۍ ځينې نور غړي هم د کولې په کانونو کې په بېلا بېلو پېښو کې مړه شوي دي.

"له بده مرغه د ده تعلق له هغه کورنۍ سره دی چې د کولې له کار څخه زياته اغېزمنه شوې ده، د عمر سردار پلار، تره او د تره زامنو هم د کولې په کانونو کې ژوند دلاسه ورکړی دی، دی په وروڼو کې تر ټولو مشر وو او يو ماشوم يې هم پاتې شو".

د کولې د مزدورانو د حقوقو لپاره دکار کوونکي تنظيم "پاکستان سينټرل ماينز لېبر فېډرېشن" سکېرټري جنرل لالا سلطان خان په خبرہ د بلوچستان په خضدار سيمه کې د ماربلو په غره کې د کاڼي د را لويدلو له امله يو بل کار کونکی مړه شوی چې تعلق يې له خضدار ضلعې سره دی.

د هغه په خبره داسې پېښې د حکومت او د کانونو د ټهېکدارانو د بې غورۍ له امله کيږي.

"روان کال په پاکستان کې157 کان کيندوکي مړه شوي دي او په بلوچستان کې 89 کانکيندونکي مړه شوي، موږ هره ورځ دا خبره کوو چې دا شمېر چې حکومت يې يادوي دا کم دی، په بلوچستان سیند او خېبر پښتونخوا صوبو کې د مړو شمېر د کانونو په پيښو کې تر حکومتي رپورټ زيات وي".

وي او اې ډيوه د تازه پېښو په اړه د کانونو او د معدنياتو د محکمې له کمشنر انور خان سره د ټيليفون له لارې د تماس نيولو هڅه وکړه خو ځواب ورته ترلاسه نه شو.

تر دې وړاندې د کانونو او معدنياتو د محکمې چيف انسپیکټر عبدالغني له ډيوه سره په خبرو کې ويلي وو، حکومت د کان کيندونکو د ژوند د خوندي ساتلو لارې چارې خپلې کړې چې له امله يې سږکال د مرګ ژوبلې شمېره هم کمه شوې ده، د هغه په خبره روان کال يواځې 50 ته نزدې کان کېندونکي مړه شوي دي او دا شمېر د هغو کان کېدونکو دی چې له حکومت سره رجسټرډ وو.

عبدالغني ويلي په صوبه کې يې د کولې د کانونو معاينه کوونکي انسپکټران له 23 څخه و 28 ته رسولې او نوره اضافه به هم پکې کوي.

هغه زياته کړې وه بلوچستان کې د کولې کان کيندونکو شمېر تر 40000 زيات دی چې حکومت سږکال تر 1600 زياتو کان کيندونکو ته د دوی د ځان خوندي ساتلو تربيت هم ورکړی دی.

خو هغه د داسې پېښو زياته زمه واري له ځانه اړوي او وايي چې زياتره وخت مزدواران او ټهېکداران پخپله بې غوري کوي چې د مرګونې پېښو سبب ګرځي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG