لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اوس هم د ديواليه کېدو د خطر سره مخ دی؟


د پاکستان وزیراعظم ويلي، ملک به نه دیواليه کيږي، خو د خزانې مخکني وزیر ويلي د ديواليه کېدو خطره سېوا شوې، او اقتصاد پوهان وايي د پاکستان د ديواليه کېدو خطره د نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره تړلې ده.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ګل/دوشنبې په ورځ [12 دسمبر] ويلي وو، "د پاکستان اقتصادي حالت ښه نه دی خو ملک به نه ديواليه کيږي".

خو تيره شپه د پاکستان د خزانې مخکني وزير مفتاح اسماعيل د جيو ټي وي په يو پروګرام کې ویلي، "پاکستان چې دا وخت په کوم ځای دی د ديواليه کېدو په لار دی او د ديواليه کېدو خطره سېوا شوې ده داسې ګام اخستل پکار دي چې دا خطره ختمه شي".

اقتصاد پوهه مهتاب حېدر وايي، پاکستان په بنیادي توګه د اقتصادي بد حالۍ سره مخ دی، دا موجوده د پي ډي اېم حکومت چې د اپرېل په میاشت کې راغلو هغه وخت د مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] سره کومه ذخيره وه هغه 10.8 اربه ډالره وو بيا د ايي اېم اېف نه او بهر نه ځینې نورې پېسې راغلې ځينې ملکونو د قرضونو د واپسۍ موده وغځوله خو تېره اوونۍ د پاکستانۍ بهرنۍ زرمبادله ذخیره 6.7 اربه ډالره وه.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د دې مطلب دا شو چې په تيرو شپږو اووه مياشتو کې د پاکستان د زرمبادله ذخیره خواوشاه د څلور اربه ډالره پورې نوره غورځېدلې یا کمه شوې ده.

هغه وویل، دا وخت د پاکستان د ديواليه کېدو خطره د نړيوالې مالياتې ادارې سره تړلې ده د ايي اېم اېف د پروګرام بحالي د دې دپاره اړينه ده چې د پاکستان دوست هيوادونه هم هغې ته ګوري که د ايي اېم اېف پروګرام بحاليږي د هغې وروسته نور هيوادونه د پاکستان سره لاس کولی شي.

د مهتاب حېدر په خبره، د درېم نومبر نه د پاکستان د ايي اېم اېف سره خبرې روانې دي خو د ايي اېم اېف نهم پروګرام تراوسه پورې نه دی بشپړ شوی او هغه ځکه نه دی پوره شوی چې د پاکستان او ايي اېم اېف ترمنځ تراوسه په پاليسيانو اتفاق نه دی راغلی.

نوموړی وايي، چې د ايي اېم اېف پروګرام بحال شي، پاکستان ته ډالرې راتلل پېل شي، پاکستان بهر ته تجارت يا څيزونه لېږل او د بهر نه خلک په قانوني لاره ډالرې رالېږل سېوا کيږي، د ديواله کېدو خطره به د هغې سره کميږي.

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار د ګل/دوشنبې په ورځ په خبري غونډه کې ويلي وو، چې د سعودي عرب نه د اضافي رقم ترلاسه کېدو دپاره خبرې روانې دي او هيله يې څرګنده کړې وه چې د نورو دوست هيوادونو څخه هم اضافي رقم زر د پاکستان مرکزي بېنک ته راشي.

اسحاق ډار ویليوو ، په راتلونکي کال کې د 21 اربه ډالرو قرضې ورکول دي او تجارتي خساره لس اربه ډالرو ته نزدې ده.

هغه دا هم ويلي وو چې د پاکستان ديواليه کېدو څخه بچ کېدو دپاره اضافي 31 اربه ډالره پکار دي او د هغې بندوبست به وشي. اسحاق ډار د پاکستان د دوست هيوادونو څخه د قرضونو په واپسۍ کې د اسانتياو هيله هم څرګنده کړې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG