لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور د ارمي پبلک سکول د خونړۍ پېښې اتم کال، خو د اغېزمنو کورنیو زخمونه همغسې تازه دي


دپېښور په ارمي پبلک سکول کې د رامنځته شوې خونړۍ ترهګریزې پېښې اته کاله وروسته هم په دغه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنۍ وایي دهغوئ سره انصاف نه دی شوی اؤ نن هم په دغه پېښه کې ککړ خلک ازاد ګرځي.

کال ۲۰۱۴م کې په ۱۶م دسمبر دپېښور په ارمي پبلک اسکول ترهګرو برید کړی ؤ چې دشلګونو ماشومانو په ګډون پکې تر ۱۴۸پورې کسان وژل شوي وؤ اؤ ددغه برید پړه بیا دپاکستاني طالبانو تحریک پغاړه اخستې وه.

نن چې ددې پېښې دقربانیانو اتم تلین نمانځل کیږي ،دپاکستان په پوځ اؤ حکومت دې نیوکو زور نیولی چې دارمي پبلک سکول اؤ نورو ګڼ شمیر ترهګریزو پېښو پړه قبلوونکو طالبانو سره یې دتیر یو کال راهسې مذاکرات پیل کړی اؤ ددې مذاکراتو په نتیجه کې یو ځل بیا طالبان په خیبر پښتونخوا کې پیاوړي شوي دي.

په ننۍ ورځ په ټولنیزو رسنیو دغه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو کورنیو دخپلو ګلالیو ماشومانو یادونه تازه کړي خو دوي نیوکه کړې ده چې دماشومانو د وینو سره یې انصاف نه دی شوی.

ځرک خان چې په دې خونړۍ پېښه کې یې ورور وژل شوی ؤ یو عکس په ټویټر خپور کړی چې دخپل وژل شوي ورور اؤ نورو وژل شوؤ ماشومانو دانځورونو مخې ته شمعې بلوي اؤ دغه عکس ته یې دپاسه لیکلي" نن زما د ورور وروستۍ شپه وه ،په ۱۶م دسمبر شهید کړل شوی ؤ خو تر اوسه راته هیڅ انصاف رانه کړی شو"

هغه لیکلي" دشهیدانو پسر حکومت اؤ پوځ په کروړونو روپۍ وخوړې اؤ احسان الله احسان د دوي له بنده وتښتېدو"

محمد نواز خان بیا دننۍ ورځې نه دوه ورځې وړاندې دارمي پبلک اسکول پېښه کې دخپل وژل شوي دیارلس کلن زوئ حارث نواز یادونو په مخه کړی اؤ په ټویټر یې دخپل زوي عکس د ژړا اؤ مات زړه دنخښو سره شریک کړی دی.

هغه دخپل زوئ انځور ته لیکلي "دا زما زوئ حارث نواز شهید دی ،دهشت ګردو په ۱۶م دسمبرکال۲۰۱۴م کې دده پسر دکلاشنکوف جارجر تش کړی ؤ اؤ په بې دردۍ یې شهید کړی ؤ ،هغه داتم ټولګي زده کوونکی ؤ اؤ ۱۳کاله عمر یې لرلو"

هغه پخپل یو بل ټویټ کې لیکلي چې دارمي پبلک سکول له پېښې وروسته سول،پوځي اؤ سیاسي مشرتابه دوئ ته باور ورکړی ؤ چې دبچو قربانۍ به یې بې ځایه نه ځي اؤ دا قربانۍ به پاکستان کې بدلون راولي .

خو هغه وایي "ایا چا چې مونږ سره دا وعده کړې وه ایا نن ترې پوښتنه کولی شم چې چرته دی هغه نوی پاکستان؟"

خبریالې فوزیه علي په دې پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو دمیندو د ژړا ډک تاثرات په یوه ویډیو کې په تویټر شریک کړي اؤ ددغه ویډیو دپاسه یې د ای پي ایس خونړۍ پېښه کې د یو وژل شوي ماشوم دمور دا جمله لیکلې ده:

"دتګ په وخت ما هغه ځانته نه را ترغاړه ویستلی،بس هم دا ارمان دی چې چرته نه بیا راشي اؤ ماته فقط یو وارې وایي مورې زه راغلم"

په دغو تاثراتو کې یوه بله مور ګویانه ده :

"تاسو پوهیږئ چې زوئ وزیږوي نو مور فخر وکړي ، خو زما دغه فخر لخ ما لاړو"

په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۴م کې شپږ ترهګر دپېښور ارمي پبلک سکول ته ور اوړیدلي وؤ اؤ دغلته یې دسکول په ماشومانو ،استاذانو اؤ مامورینو ناتاره ډزې کړې وې چې دې ډزو کې د۱۲۲ ماشومانو په ګډون ۱۴۸ کسان وژل شوي وؤ.

وروسته بیا امنیتي ادارو دعوه وکړه چې ددې پېښې په تړاؤ یې شپږ ترهګر وژلي اؤ دغو ترهګرو ته پوځي عدالتونو دتېزندۍ سزاګانې اورولې وې.

په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو میاندې اؤ پلرونه وایي په عدالتونو کې ددغې پېښې داړوند قضېو پرېکړو ته د ډير وخت نه په انتظار دي۔

په پېښه داتوؤ کالو تېریدو باوجود چې د عدالت لخوا له خپله انده کوم نوټس اخستل شوي د هغې پرېکړه هم لا تر دې مهاله نه ده شوې.

دای پي ایس پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو والدین ددې پېښې ذمه واري دترهګرو ترڅنګ په پوځي مشرانو هم ور اچوي اؤ دهغوئ پرضد دقانوني ګامونو اخستو پرله پسې غوښتنې کوي.

قانون پوهه شهاب خټک وي او ای ډيوه سره خبرو کې وایي دغه پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو والدین چې څوک ذمه وار ګڼي هغوئ ته لا تر اوسه څه سزا نه ده ورکړل شوې چې له امله يې د هغوئ ګېلې زياتيږي او ګڼي چې لا هم ورته انصاف نه دی ترلاسه شوی.

تېرکال دنومبر په میاشت کې د ای پی ایس اړوند د قضیې اوریدنې په مهال دسترې محکمې دهغه وخت مشر قاضي ګلزار احمد پوښتنه کړې وه چې ایا دې قضیه کې دپوځ دپخواني سرلښکر اؤ نورو مسولینو په ضد مقدمه درج شوې ده؟

مشر قاضي ویلي وؤ چې ماشومان په اسکولونو کې وژنو ته نه شي پرېښودل کیدای ،دڅوکیدارانو اؤ سپاهیانو په ضد کاروایي شوې ده خو پکار ده چې دا کارروایي دبره نه پیل کړل شوې وای.

دپاکستان حکومت د تېرکال راهسې دپېښور ارمي پبلک سکول دپېښې ذمه واري قبلوونکي تحریک طالبان سره دسولې مذاکرات پیل کړي دي چې اوس دا مذاکرات دځنډ ښکار دي .

دارمي پبلک اسکول پېښه کې د وژل شوؤ ماشومانو والدینو ددې مذاکراتو پرضد دې وروستیو کې پېښور هایکورټ ته عریضه کړې وه چې مذاکراتو کې دوي په اعتماد کې نه دي اخستل شوي اؤ باید حکومت طالبانو سره له مذاکراتو منعې کړل شي خو عدالت دهغوئ عریضه رد کړې وه

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG