لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قلنګ غوښتنې نه تنګ د پېښور تاجرانو د پېښور کمانډر اؤ عمران خان ته دخپلو اندېښنو لیکونه استولي


دقلنګ یا بهتې دغوښتنې نه تنګ دپېښور تاجرانو صوبه کې د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان اؤ دپېښور کور کمانډر ته لیکونه استولي اؤ هغوئ نه یې دلیدنې وخت غوښتی دی.

دغه تاجرانو پخپلو استول شوؤ لیکونو کې ویلي دي چې صوبه کې دقلنګ غوښتنې رجحان ورځ تر بلې سیوا کیږي اؤ تاجران دسختې پریشانۍ سره مخ دي خو صوبایي حکومت دقلنګ غوښتنې دمخنیوي لپاره هیڅ ګامونه نه اخلي.

پېښور کې دجنګ ورځپاڼې سیمه ییز مشر اؤ وتلی خبریال ارشد عزیز ملک وایي په دې وروستیو کې دترهګرۍ دمخینوي محکمې سره د قلنګ غوښتنې 69 اؤ پولیسو سره 342 شکایتونه درج شوي خو وایي په اصل کې دقلنګ غوښتنې شمیره تر دې څو چنده لوړه ده.

دپېښور دپولیسو وینا ده چې سږکال یې په قلنګونو غوښتو کې ککړ 60 کسان نیولي دي.

په 12م دسمبر دانصاف ټریډرز په نوم دپېښور دتاجرانو داتحادیې لخوا دتحریک انصاف ګوند چیرمین عمران خان اؤ کور کمانډر ته په استول شوؤ لیکونو کې ویل شوي چې خیبر پښتونخو اؤ په ځانګړي ډول پېښور کې دقلنګ غوښتنې پېښې زیاتې شوي دي.

دغو لیکونو کې چې دپاکستان ډان اؤ جنګ ورځپاڼو یې په حواله رپورټونه خپاره کړي دي،ویل شوي دپخواني صوبایي وزیر اؤ کاروباري شخصیت حاجي جاوید،دسنیټر حاجي هدایت الله اؤ دتحریک انصاف ګوند دسیمه ییز مشر انجنير ندیم په کورونو هم دقلنګونو نه ورکول له امله په دې وروستیو کې دلاسي بمونو بریدونه شوي دي.

دپېښور تاجرانو پخواني وزیراعظم اؤ خیبر پښتونخوا کې د واکمن ګوند مشر عمران خان ته لیکلي چې دوئ دصوبې حکومت دقلنګ غوښتنې د سیوا شوي رحجان په اړه له خپلو اندېښنو خبر کړی خو وایي صوبایي حکومت تر دې وخته په دې اړوند څه ګامونه نه دي اخستي.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې هم دپارلیمان غړو دقلنګ غوښتنې په سیوا شوي رجحان ژورې اندېښنې ښودلې وې اؤ دجماعت اسلامي سره تړاؤ لرونکي داسمبلۍ ممبر عنایت الله خان ویلي وؤ چې دقلنګ غوښتنې له امله داسمبلۍ زیاتره غړو نورو ښارونو ته کډې کړې دي.

ډاڼ ورځپاڼې پخپل رپورټ کې دپېښور دتاجرانو دسازمان انصاف ټریډرز ونګ دیو غړي له قوله لیکلي چې کاروباري خلک له خیبر پښتونخوا صوبې اوځي اؤ خپلې کارخانې دصوبې نه بهر وړي.

دغه تجار ویلي چې تاجرانو ته د قلنګ نه ورکولو په صورت کې دسختو نتیجو ګواښونه کیږي اؤ دې ټول تاجران په ویره کې اچولي دي.

دپېښور دپولیسو مشر یا ایس ایس پي ښاغلي کاشف عباسي هم منلې ده چې تاجرانو ته دبهتې ټیلیفونونه کیږي خو وایي دغسې ټول شکایتونه وړومبی سیمه ییزو پولیسو تاڼو اؤ بیا دترهګرۍ دمخینوي محکمې سي ټي ډي ته استول شوي دي.

رسنیو ته ښاغلي عباسي ویلي چې پولیس دبهته خورۍ دشکایتونو پلټنې کوي اؤ سي ټي ډي سږکال دقلنګ غوښتنې په تورونو 60 کسان نیولي دي.

پېښور کې میشت دجنګ ورځپاڼې سیمه ییز مشر اؤ وتلي خبریال ارشد عزیز ملک دیو شخصي پاکستاني ټي وي چینل سره خبرو کې ویلي چې هغه ته دترلاسه شوؤ شمیرو له مخې په دې وروستیو کې پولیسو سره دقلنګ غوښتنې 342اؤ سي ټي ډي سره 69 شکایتونه درج شوي دي.

خو ارشد عزیز ملک بیا وایي چې په اصل کې دقلنګ غوښتنې دشکایتونو کچه تر دې ډیره لوړه خو زیاتره خلکو نه چې قلنګ وغوښتل شي نو هغوئ خپل شکایتونه دپولیسو سره نه درج کوي اؤ هڅه کوي چې دقلنګ ورکولو یا دنورو لارو دقلنګ غوښتونکو نه ځان خلاص کړي.

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې دعوامي نیشنل ګوند پارلیماني مشر سردار حسین بابک دستمبر په میاشت کې دصوبایي اسمبلۍ غونډې ته ویلي وو چې دهغه په شمول داسمبلۍ یو شمیر غړو ته د قلنګ یا بهتې لپاره زنګونه وهل شوي دي.

هغه ویلي وؤ دکومو نمبرو نه چې د قلنګ لپاره زنګونه وهل کیږي هغه یې دقانون پځائ کوونکو ادارو سره شریکې کړي خو دقلنګ غوښتونکو په ضد هیڅ ګامونه نه اخستل کیږي.

خو خبریال دارشد عزیز ملک وایي دقلنګ غوښتنه زیاتره د واټسف دلارې دخلکو نه دافغانستان په نمبرو کیږي.

هغه وایي پاکستان کې د واټسف نمبر ته رسیدل یو ګران اؤ مشکل عمل دی ځکه چې واټسف دامریکې نه کنټرول کیږي اؤ که دپاکستان ادارې غواړي چې د واټسف یو نمبر ته ځان ورسوي نو دې لپاره به وړومبی دعدالت امر ترلاسه کوي،بیا به دغه امر د اړونده ادارې (پي‌ ټي ای) له لارې امریکې ته لیږل کیږي اؤ هلته به دنمبر معلومات کیږي.

سردار حسین بابک دقلنګ اخستنې اؤ ناامنۍ په پېښو کې دخیبر پښتونخوا حکومت ته دملامتې ګوته نیولې اؤ وایي د صوبایي حکومت چارواکي د وسله والو پرضد دجګړې پځائ پخپله هغوئ ته قلنګونه ورکوي ځکه نن دصوبې حالات دې ډګر ته رارسیدلي چې هیڅوک خپل سر و مال خوندي نه ګڼي.

خو دصوبایي حکومت ویاند بیرسټر سیف بیا دا تورونه ردوي چې ګنې دصوبایي حکومت غړو چاته قلنګونه ورکړي دي.

تېره اوونۍ پخپله یوه مرکه کې بیرسټر سیف ویلي وؤ چانه چې دبهتې غوښتنه شوې وي هغوي دې اړونده ادارو ته خپل شکایت کوي ، ادارې به یې په شکایت کاروایي کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG