لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندو کې په امنیتي پوسته برید کې یو پولیس عسکر ژوبل شوی دی


د خېبر پښتونخوا دقبايلي ضلعې مومند پوليس وايي د دويزو په سيمه کې په چیک پوسټ بريد کې يو پوليس عسکر ژوبل شوی دی.

تحريک طالبان پاکستان د بريد ذمه واري منلې ده ،څيړونکي وايي د طالبانو سره له ډز بندۍ ختمېدو وروسته په قبايلي ضلعو کې بريدونه سېوا شوي دي۔

د مومندو ضلعې د پوليسو مشر سجاد احمد صاحبزاده ډيوه ته ويل بريد د زيارت په ورځ ماښام ناوخته د تحصيل پنډيالۍ د دويزو په سيمه کې شوی دی.

نوموړي وويل ژوبل شوی پوليس عسکر د خطرې نه بهر دی۔

دپولیس مشر وایي"په چک پوسټ د وسله والو ډزې د پينځوؤ نه تر اتوؤ منټو روانې وې، پوليسو يې په مړانې سره مقابله کړې او ترهګر په تېښته مجبوره شوي دي"

دې نه وړاندې په څوارلسم دسمبر په قبايلي ضلعه شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو په ګاډي ځانمرګي بريد شوی وو چې پکې دڅلورو پوځي افسرانو ترڅنګ اته عام کسان ژوبل شوي او اؤ یو تن وژل شوی ؤ.

دغسې د دسمبر په څلورمه نېټه په نوښار ضلعه کې د پوليسو ګاډی په نښه کړی شوی و چې پکې درې پوليس عسکر وژل شوي وو،

ددې بريدونو ذمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې وې۔

ټي ټې پي خبريالانو سره شريک کړي يو تازه بيان کې ويلي د دسمبر په وړومبیو لسو ورځو کې يې په خېبر پښتونخوا کې يوويشت بريدونه ترسره کړې چې زياتره يې پکې پوليس او د فوځ اهکار په نښه کړي دي۔

د خېبر پښتونخوا پوليسو په دې وروستيو کې ويلي روان کال نزدې 115 پوليس اهلکار په هدفي بريدونو او بمي چاودونو کې وژل شوي دي۔

څيړونکي او خبريال فخر کاکا خېل ډيوه ته وويل په28م نومبر د ټي ټي پي لخوا د ډز بندۍ ختمولو اعلان شوی و او د هغې راپدیخوا په عسکري ځواکونو بريدونو کې زياتوالی راغلی دی۔

"د افغانستان د بدامنۍ اثرات په پاکستان کې هم دي، ټي ټي پي په افغانستان کې ځالې جوړې کړې دي، او د پاکستان حکومت دعوه کوي چې د هغه ځاې نه هغوي بريدونه پلان کوي، د ټي ټي پي سره خبرې پېل شوې خو هغه ناکامه ښکاري او په خېبر پښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ پېښې زياتې شوي دي"

په شپږم دسمبر د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې تيراه سیمې ته سفر کړی ؤ او ويلي يې وو،"په سيمه کې رياستي عملداري د قبايلي سيمې د خلکو او امنيتي اهلکارو په نه هېرېدونکو قربانيو په ځای کړی شوې ده او د تل پاتې امن پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري"

د پوځ مشر ويلي وو "چاته به اجازه ور نه کړي چې امن خراب کړي او لاس ته راوړنې ګډې وډې کړي"

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG