لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برتانيه وایي، افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کړنو په اړه پلټنې پیلوي


د برتانیې ددفاع وزارت ویلي چې دغه پلټنې به د کال 2010م د منځ نه تر کال 2013م منځ پورې افغانستان کې د برتانوي ځواکونو د کړنو په اړه ترسره شي۔

په افغانستان کې د سياسي چارو شنونکي په دې نظر دي چې په يوه محدوده زمانه کې دداسې ډول جرمونو څېړل به ډېر اغېزمن نه وي اؤ دوی وايي بايد دا څېړنې د کال 2021 نه تر کال 2021 پورې ترسره شي۔

د برتانيي ددفاع وزارت مرستيال انډريو موريسن د هېواد پارلېمان ته ويلي چې د کال 2005م د پلټنو د قانون ترمخه يو ځانګړی کمېشن جوړ کړل شوی چې په افغانستان کې برتانيي ځواکونو باندې د قصدن نيولو او غير قانوني کړنو د تورنو په اړه پلټنې وکړي او رپورټ ورکړي۔

د دفاع وزارت ترمخه دغه څېړنې به د کال 2010م د منځومانې نه تر کال 2013م له منځه پورې د برتانيي د ځواکونو د کړنو په اړه ترسره شي۔

په دې هکله د سياسي چارو شنونکی قريب الرحمان شهاب وي او ای ډيوه ته وايي چې يوه محدوده موده کې ترسره شوې پلټنې به سم اغېز ونه لري، هغه وايي بايد دغه څېړنې د کال 2001 نه ترکال 2021 پورې ترسره شي۔

ډيوه سره خبرو کې هغه وويل " يوازې په يوه محدوده زمانه کې چې د 2010 نه تر 2013 پورې ده د دغې څېړل به زه فکر نه کوم چې اغېزناکې به وي"

هغه زياته کړه چې "د برتانيې ځواکونه په دغه موده کې په هلمند کې مېشت وو او په هلمند کې ډېرې داسې پېښې شوې وې چې په قصدي توګه ملکي افراد په نښه شوي دي نو دا ټول بايد وڅېړل شي ولي دغه موده ډيره کمه ده او فکر نه کوم چې دې کې دې ټول موارد تعقيب شي"

په افغانستان کې د هلمند ولايت محمد باران نومې تن وي او ای ډيوه ته وويل چې خواوشا څلور کاله وړاندې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې د دده کور څلورو تنانو ژوند د لاسه ورکړی چې وروسته يې د کورنۍ وضعيت ډېر خراب شوی دی۔

هغه زياته کړه: " بهرني ځواکونو بمبار وکړو او دوه ماشومان او دوه روريان يې راله شهيدان کړل، دا اوس زه يوازې د کورنۍ ساتنه کوم او ماسره نه بهرني ځواکونو کومک وکړو نه بل چا"

د افغانستان ځايي ولس وايي د محمد باران په څېر په مختلفو ولايتونو کې ډېری خلک د بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې بې ګناه وژل شوي دي۔

په کابل کې مېشت د سياسي چارو کارپوهه او د پوهنتون استاد پروفېسر عبدالناصر شفيق وي او ای ډيوه ته وايي چې يوازې برتانيه نه بلکې ټولو هغه هېوادونو ته په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه پلټنې کول پکار دي د کومو ځواکونو چې په دغه شل کلنه جګړه کې برخه اخيستې ده۔

نوموړي ډيوه سره خبرو کې وویل " تر څو پورې چې په افغانستان کې يو داسې حاکميت نه وي رامنځته شوی چې هغه د پلټڼې په معنا باندې بشپړ شواهد وړاندې کړل شي او د هغې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا همکاري ونه شي نو يوازې د برتانيې په خپلو پلټنو سره د هغو جرمونو څخه ښايي د ځان د ويستلو هڅه وي او يو سرسري پلټنه وشي او په حقيقت کې جرمونو ته سمه رسېدګي نه وي شوې"

هغه دا هم وويل چې په ټوله کې دا يو نېک اقدام دی او هر يو هيواد ته پکار دي چې د خپلو جنګي جرمونو چې د دوی د نظامي افرادو لخوا په افغانستان کې د جګړې پرمهال شوي دي ،د هغې پلټنې وکړي ځکه چې دا د هغوی راتلونکي تاريخ په رابطه يو تور داغ پاتې کېږي۔

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه له دې وړاندې اسټريليا هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د دا ډول قضيو د څېړلو ويلي وو۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG