لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت:په پولیسو تاڼه برید کې درې عسکر وژل شوي څلور ژوبل، ذمه واري یې لا چا نه ده منلې


پېښور ــــ د خېبر پښتونخو په لکي مروت ضلعه کې ترهګرو په پولیس تاڼه د راکټ لانچرو اؤ نورو درنو وسلو برید کړی چې پکې درې پولیس عسکر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې دا برید دخالي اؤ اتوار په منځ شپه کې دلکي مروت د سرائ نورنګ تحصیل په برګي تاڼه شوی دی.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.

په 16م نومبر هم په لکي مروت کې شپږ پوليس عسکر په يو بريد کې وژل شوي وو چې ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان قبلوله کړې وه.

دسرچینو په وینا دبرید په مهال ترهګرو په تاڼه د راکټ لانچرو،کلاشنکوفو اؤ نورو وسلو ډزې کړي چې پکې درې پولیس عسکر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

د وژل شوؤ عسکرو پېژندګلو د ابراهیم،عمران اؤ خیرالامین په نومونو شوې ده اؤ د ژوبل عسکرو نومونه بلقیاز،امیر نواز،فرمان اؤ سبزعلي ښودل شوي دي.

په دې وروستیو کې چې پاکستاني طالبانو دحکومت سره د اوربند ماتولو اعلان کړی دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول په پولیسو بریدونو کې اضافه شوې ده اؤ دسرکاري شمیرو ترمخه سږکال په خیبر پښتونخوا کې تر اوسه نزدې 120 پولیس عسکر دترهګرو په بریدونو کې وژل شوي دي.

سرکاري شمیرې ښایي چې په کال 2020م کې په خیبر پښتونخوا کې 24 اؤ په ورپسې کال 2021م کې 54 پولیس عسکر په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي وؤ

لکي مروت دخېبر پښتونخوا هغه سيمه ده چې په دې وروستیو کې پکې د ناامنۍ پېښې سیوا شوي او دغلته په امنیتي ځواکونو د بریدونو ترڅنګ د پاکستان پوځ د عملیاتو په پایله کې د وسله والو د وژلو دعوې مخې ته راغلې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG