لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فټبال نړیوال کپ به میسي تر لاسه کوي که ایمباپي، فیصله یې نن کیږي


دفټبال دنړیوال کپ 2022م دسیالیو وروستۍ معرکه یا فاینل نن داتوار په ورځ په قطر کې د فرانس اؤ ارجنټینا ترمنځ ترسره کیږي.

په ننۍ فاینل سیالۍ کې میسي وروستی فرصت لري چې په ارجنټینا نړیوال کپ وګټي خو دفرانس ایمباپی هم ددې نړیوال کپ ګټلو ته بېتابه دی.

فاینل ته رسیدو لوبډلو کې تکړه لوبغاړي لوبیږي اؤ کیلیان ایمبا پی اؤ لیونل میسي دواړو په دې نړیوال کپ کې تر اوسه پینځه،پینځه ګولونه کړي دي.

په داسې حال کې چې ليونل ميسي د خپل دویم او ممکنه وروستي دفټبال نړيوال کپ فاينل لوبولو ته رسیدلی، ورسره دې تجسس هم زور نيولی چې نړيوال کپ به دميسي تر لاسونو ورسيږي که نه ددغه ارمان پوره کولو څخه پرته به میسي دفټ بال له لوبې رخصت شي؟

داتوار په ورځ دلوسيل په لوبغالي کې دفرانس په ضد ګټه، دميسي لپاره هاغه فرصت دى چې هغه ټرافي ترلاسه کړي چې پخپل افسانوي کيرير کې یې تر اوسه نه ده ترلاسه کړې.

په دغسې کولو سره به میسي دکرسټيانو رونالډو څخه پرمخ ولاړ شي، چې هغه هم کله يو نړيوال جام نه دى ګټلى، هغوي دواړه دخپل نسل دوه عظيم مخالف لوبغاړي ګڼل کيږي.

37 کلن رونالډو ددې نړيوال جام دکوارټر فاينل په پړاو کې له ټورنامنټ څخه وتلى، په دغه مهال هغه ژړلي هم وو.

ميسي به دارجنټاين په دريشۍ یا جامو کې دخپل هيواد په وروستۍ لوبه کې له خپلو غورو شېبو څخه خوند واخلي.

دارجنټينا کوچ لاينل سکيلوني دميسي په اړه ويلي " هر وخت چې مونږ هغه وينو، هغه مونږ ته دځان او لوبغاړو د ځانګړتیا احساس رابښي"

" دهغه په اړه داسې څه دي چې يوازې دارجنټينا ولس نه بلکې خلک يې هم خوښوي "

" مونږ دوياړ او امتياز احساس کوؤ چې هغه زمونږ قميص اغوستى "

د میسی ځايې،دډيګو ميراډونا ترڅنګ، چې دارجنټينا يو له دوو ځليدونکو ستورو څخه دى، اوس دڅه وخت لپاره خوندي کړل شوی دى ، خو هغه ته لا تر دې دميراډونا دلويې کاميابۍ په څير خپل ټيم دنړيوال کپ اعزاز ته رسول لا پاتې دي.

ميراډونا دغسې په ميکسيکو کې په کال 1986 کې کړي وو، او ميسي خواوشا شل کاله په بارسيلونا کې ديوباصلاحيته لوبغاړي په توګه مخې ته دراتللو وروسته ددغسې کاميابۍ دتکرارولو په هيله پاتې شوی دى.

په 2010م کې په جنوبي افريقه کې دميراډونا دکوچ او ميسي دځليدونکي لوبغاړي په حېث يو مثالي ټيم و، خو ارجنټينا ته دجرمني له لوري په 4-0 سره ماتې ورکړى شوې وه او دکوارټر فاينل په پړاو کې له لوبې بهر شوي و.

په کال 2014م کې چې ميسي دخپلې لوبې دعروج کلونو ته ورسيدو نو ارجنټينا په برازيل کې فاينل ته ورسيده.

يوځل بيا دوي دجرمني سره مخ شول او دميسي اړخ بايلونکى ثابت شو چې په اضافي وخت کې يې په 1-0 سره ماتې وخوړه.

اوس چې دمیسي عمر 35 کاله دى، ورته معلومه ده چې شايد دا يې په نړيوال کپ کې وروستۍ لوبه وي.

په عين حال کې دميډيا راپورونه په ډاګه کوي چې دارجنټاين ځليدونکي لوبغاړي ليونل ميسي دزيارت په ورځ دژوبل کيدو له امله دټيم په تربيتي پړاؤ کې برخه نه وه اخستې اؤ هيله کيدله چې ميسي به داتوار تر ورځې روغ شي اؤ دفرانس په ضد به فاينل ولوبوي او دټرافۍ په ګټلو سره به خپل وروستى نړيوال کپ يادګار جوړ کړي.

ليونل ميسي پخپل کيرير کې ريکارډ اووه ځله بيلن ډي اور ايوارډ او يوځل دفيفا دترټولو غوره لوبغاړي ايوارډ ګټلى دى.

هغه څلور ځله داتلولۍ ليګ ټرافۍ په ګډون 11 بيلا بيل اعزازونه او يو ځل کوپا امريکا ټرافي هم ګټلې ده خو دايوارډونو په خانه کې ميسي دنړيوال کپ ټرافۍ ګټلو ته هیله من دی.

ميسي په کال 2005م کې دخپل بين المللي کيرير پيل کړى او له دې وروسته هغه دارجنټاين لپاره په 164 مقابلو کې برخه اخستې او د90 ګولونو سره ددغه هيواد ترټولو ريکارډ سکور کوونکى لوبغاړى دى.

په کال 2005م کې دهنګري په ضد په ميچ کې دمتبادل لوبغاړي په توګه دميسي دبين المللي کيرير دپيل دورانيه يوازې تر دوو دقيقو وه خو هغه په سملاسي توګه په ملي ټيم کې دځان لپاره ځايې جوړ کړو او په 2006م کې يې دخپل لمړي نړيوال کپ لپاره دجرمني سفر کړى و

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG