لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي:افغان طالبان دټي ټي پي په قانع کولو کې پاتې راغلي دي


څېړونکي دغېر قانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان مخ په زياتېدونکي ترهګریز فعاليتونه د پاکستان دپاره د فکر وړ ګڼي اؤ وایي اؤ وایي دتي تي پي په قانع کولو او يا قابو کولو کې افغان طالبان ناکامه راغلي دي.

د پاکستان خارجه وزير بلاول بوټو زرداري هم تېره ورځ دټي ټي‌ پي دترهګریزو فعالیتونو په اړه ویلي وؤ چې پاکستان د ټي‌ ټي پي پرضد له پولې بهر هم د ګام پورته کولو حق لري او دا چې په افغانستان واکمنو طالبانو سره پاکستان ددغه معاملې په اړه پر خپله ستراتیژۍ له سره غور وکړي.


ايا د ټي ټي پي فعالیتونه د پاکستان او افغان طالبانو د اړيکو ختمېدوسوب جوړېدای شي؟ د دغه پوښتنې په ځواب کې ددفاعي چارو څېړنکار جنرل رېټايرډ طلعت مسعود ډیوه ته وایي ،پاکستان غواړي چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو سره ښې اړيکې وساتي ځکه پاکستان بيا بيا د افغان طالبانو نه غوښتنې کوي چې تحريک طالبان پاکستان دې قابو کړي او د افغانستان خاورې څخه دې د ټي ټي پي دفعالیتونو مخه ونیول شي.

"خو زه ګنم چې پاکستان د طالبانو له واکمنېدو وړاندې چې څه تمې او هيلې لرلې هغه عملي نه شوې او د ټي ټي پي په قانع کولو او يا قابو کولو کې افغان طالبان ناکامه پاتې دي"

نوموړی وایي افغان طالبانو دټي ټي پي له لوري دپاکستان پرضد په فعالیتونو سترګې پټې کړې دي چې دا عمل د دواړو هیوادونو خپل منځي اړېکو او باور ته زيان رسوي.

دښاغلي مسعود په خبره ،پکار دا وه چې کومه تګلاره د افغان طالبانو ده هم هغه تګلاره ددوي ملګرو ډلو هم خپله کړې وای، او دا به هله ممکن وه چې افغان طالبانو داسې غوښتل.

په افغانستان کي واکمن طالبان دا تورونه ردوي چې ګنې ټي ټي پي دپاکستان پرضد دافغانستان خاوره کاروي اؤ دریځ لري چې هیڅ يوې ډلې ته هم دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان څخه د کوم بل هېواد پرضد فعاليتونه وکړي.

دپاکستاني طالبانو مشر نور ولي محسود هم د سي این این سره پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې د دوئ دپاکستان پرضد بریدونو لپاره دافغانستان خاوره نه کاروي اؤ نه ورته دافغان طالبانو دمرستې ضرورت شته.

هغه ویلي دي ټي ټي پي پخپله دومره توان لري چې دپاکستان دپوځ پرضد خپله جګړه پرمخ یوسي.

د پاکستان خارجه وزیربلاول بوټو په یوه مخکنۍ وینا کې دا هم ویلي وو چې پاکستان کولی شي د افغانستان د طالبانو له واکمنانو سره د معاملې په اړه پر خپله ستراتیژۍ له سره غور وکړي،خو ددې توان نه لري چې له کابل سره اړیکې پرې کړي.

دڅېړنکار پروفېسر اعجاز خټک په وېنا پاکستان مدام د طالبانو دپاره يو شان تګلاره روانه ساتلې وه خو اوس د افغان طالبانو په افغانستان د واکمنۍ يو نيم کال وروسته ښکاري داسې چې لکه دغه اړيکې ډېرې د باور وړ نه وي پاتې .

ډیوه سره خبرو کې نوموړی وایي طالبانو کې دننه اوس لس قسمه فکر لرونکي خلک ښکاري اوهم دا لامل دی چې افغان طالبانو لږ تر لږه تحريک طالبان پاکستان هم د پاکستان دپاره قابو نه کړو ۔

"زه ګڼم چې پاکستان دپاره افغان طالبانو سره اړېکې ختمول امکان نه لري خو بيا دغه صورتحال به نور هم چېلنجونه سېوا کوي"

دیوې مودې راهسې دخپلې تګلارې له ترمخې پاکستان افغان طالبانو سره نزدې اړيکې ساتلې دي او د دوي په افغانستان کې واک ته له رسېدو وروسته يې د ټي ټي پې سره د سولې مذاکرات هم کړې دي خو څېړنکاران وايي ددې مذاکراتو په نتيجه کې هم د يادې ډلې فعاليتونو کې کمی ونه ليدل شو بلکې د افغانستان دننه د طالبانو واکمنۍ سره سم په پاکستان کې دټي‌‌ ټي پي په ترهګریزو بريدونو کې زياتوالی راغلی دی

  • 16x9 Image

    احسان محمد خان

    احسان محمد خان په صحافت کې  اوږده تجربه لري‌ اؤ دبیلابیلو نړیوالو رسنیو سره یې دخبریال په توګه دنده ترسره کړې ده۔
    هغه د وي او ای ډیوه دخپرونو دلړۍ پیل کیدو سره سم دخیبر پښتونخوا څخه ډیوه ته دټي وي، ریډیو ا ؤ ډیجیټيل میډيا په برخه کې  د اقتصاد ، سياست ،  کلتور  په اړه رپورټونه برابروي چې زیاتره  تجزیاتي اؤ معلوماتي بڼه لري۔

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG