لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپښتونخوا اسمبلۍ اپوزیشن غړي دعمران خان لخوا داسمبلیو ماتولو اعلان سیاسي چال بولي


د خېبر پښتونخوا د مخالفه سياسي ګوندونو غړي او څيړونکي وايي د عمران خان د اسمبليو ماتولو اعلان يو سياسي چال دی خو د پاکستان تحريک انصاف د صوبایي اسمبلۍ غړي وايي دوي د اسمبليو ماتولو په خبره کلک ولاړ دي۔

د مخالفه سياسي ګوندونو غړي وايي که چرته اسمبلۍ ماتې کړی شي نو صوبه کې به ضمني انتخابات کیږي يا به ګورنر راج لګولی شي.

د اليکشن کمېشن چارواکو هم ویلي که د ضمني ټاکنو اعلان وشي د ایين سره سم دوي خپلو ذمه واریو پوره کولو ته تيار دي۔

د پاکستان مسلم ليګ (ن)د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړي اختيار ولي وي او ای ډيوه ته وويل عمران خان به هيڅ کله هم د اسمبلیو ماتولو ګام پورته نه کړي ځکه چې هغه د خېبر پښتونخوا د حکومت وسایل د خپلو سياسي ګټو د پاره کاروي۔

نوموړي وويل که بيا هم د اسمبلیو ماتولو اعلان وشي دوي به ضمني انتخابات کوي او يا به صوبو کې ګورنر راج لګول کيږي۔

"په قانوني توګه مونږ سره دوه لارې دي، يو دا چې ضمني انتخابات وکړو، دويمه دا چې ګورنر راج ولګول شي، هغې سره به مونږ خپل وخت پوره کړو،د عدم اعتماد تحريک که مونږ راوړو ګټه به یې دوي ته رسيږي چې حکومت يي بچ شي، نو ايا دوي دپاره حکومت بچ کړو؟"


څيړونکي او خبريال لحاظ علي ډيوه ته وويل عمران خان په وفاقي حکومت فشار زياتول غواړي چې خبرو اترې ورسره وکړي۔

نوموړي وويل عمران خان خبرې د عامو ټاکنو د زر کولو او د ده خلاف د کېسونو د ختمولو د پاره کوي.

نوموړي وويل که د پنجاب اسمبلي نه ماتيږي، يا پکې کومه مسله راپېدا کيږي نو بيا د خېبر پښتونخوا حکومت هم اسمبلۍ ماتولو ته تيار نه دی.

"زما د دوه دریوؤ مهمو وزيرانو سره خبرې شوې دي، هغوي وايي چي تر څو د پنجاب اسمبلۍ د ماتولو خبره نه وي په ډاګه شوې نو د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ ماتولو سمري به نه ليږل کيږي، ځکه چې يوازې د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ په ماتولو باندې په وفاق کوم دباو نه جوړيږي"

خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د پاکستان تحريک انصاف غړي خالد خان ډيوه ته وويل که عمران خان د دوي نه استعفاګانې غواړي او که د اسمبلۍ ماتولو ورته وايي په هر صورت دوي د عمران خان بيانيي سره کلک ولاړ دي.

"د اسمبلۍ دټولو غړو رایې د عمران رایې سره يو شان ده او د اسمبلۍ د ماتولو دوي ټول طرفدار دي"

د اسمبليو د ماتيدو او په ممکنه توګه د ضمني انتخاباتو کيدو په اړه د خېبر پښتونخوا د الېکشن کمېشن وياند سهېل احمد ډيوه ته وويل که انتخابات کيږي نو د اليکشن کمېشن اف پاکستان د وېنا سره سم دوي خپلې ایيني ذمه واریو تر سره کولو ته تيار دي.

"څنګه چې اليکشن کمېشن د انتخاباتو پريکړه وکړي هغسې به دوي خپله تګ لاره تياروي"

دپاکستان دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله دیو شخصي ټيلي ویژن سره خبرو کې دعمران خان په اعلان خپل غبرګون کې ویلي "تاسو به وګورئ چې په یوه اوونۍ کې به څنګه یوټرن واخستل شي"

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG