لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په سرحدي ښار کې بېړنی حالت اعلان کړی شو


واشنګټن - د امریکا د تکساس ریاست د اېل پاسو ښار مېئر/ښاروال په هغه سرحدي ښار کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. اېل پاسو د مکېسکو سرحد ته نږدې د امریکا یو ښار دی چې هره ورځ زرګونه مهاجر د لاتینې امریکې د هېوادونو نه، دې ښار ته په سرحد رااوړي.

د اېل پاسو مېئر/ښاروال اوسکار لیزر چې د ډېموکرېټ ګوند سره یې تعلق دی، د خالي/شنبې په ورځ وویل چې د بېړني حالت په اعلانېدو به هغه ښار ته د کډوالو د بحران سره مقابلې دپاره پیسې او نور ضروري وسایل ورکړل شي.

لیزر زیاته کړه: "مونږ دا یقیني کول وغوښتل چې خلکو سره په عزت رویه وشي. غواړو یقیني کړو چې هرڅوک محفوظ دی."

امریکايي چارواکي وایي هره ورځ څه دپاسه دوه زره و څلور سوه (۲۴۰۰) کډوال اېل پاسو ښار ته ننوځي، چې دا شمېره په اېل پاسو کې د موجودو شېلټرو یا سرپناهګانو نه ډېره زیاته ده. زرګونه کډوال د اېل پاسو ښار په لارو کوڅو کې ویده کیږي، او هغه هم داسې حال کې چې د ژمي یخ موسم رارسېدلی دی.

اېل پاسو ښار کې بېړنی حالت په داسې وخت کې اعلان شو چې په دوه درې ورځو کې به د کډوالو د صحت په تعلق سره د یو فډرال حکم موده ختمه شي. دا حکم، چې د ټایټل ۴۲ په نوم پېژندل کیږي، د کرونا عالمي وبا پر مهال جاري شوی او د سرحد نه یې د کډوالو د فوري واپس کولو اجازت ورکولو. دا حکم به د شورو/چهارشنبې په ورځ ختمیږي، او امریکایي چارواکو ویلي که موده یې ونه غځول شي، نو ممکن اېل پاسو ښار ته د راتلونکو کډوالو شمېر د ورځې ۲۴۰۰ نه، شپږ زرو (۶۰۰۰) ته لوړ شي.

د تکساس یو ایالتي سنېټر سیزر بلانکو چې ډیموکرېټ دی او د اېل پاسو ښار استازیتوب کوي، په یو بیان کې ویلي چې هغه سرحدي سیمه "غیرمعمولي انساني بحران سره مقابله کوي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG