لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب وزيراعلا پروېز الهي وايي، باجوه زمونږ او پاکستان تحريک انصاف ګوند محسن دی


د پاکستان په پنجاب صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف د حکومت وزيراعلا پروېز الهي ویلي، "جنرل [ر] باجوه زمونږ او د پاکستان تحریک انصاف محسن دی، په مونږ يې احسان کړی دی".

پروېز الهي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې د خالي/ شنبې په شپه د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان اعلان کړی په 23 دسمبر به د خېبرپښتونخوا او پنجاب اسمبليانې ماتوي.

عمران خان چې د اسمبليانو د ماتولو د نېټې اعلان کولو د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان او د پنجاب پروېز الهي ورسره ناست وو.

پروېز الهي د پاکستان د يو شخصي ټيلي ویژن چېنل اې ار وايي سره په مرکه کې ويلي، درې مياشتې وړاندې يې خپل زوي مونس الهي ته ویلي وو، جنرل باجوه زمونږ او پاکستان تحريک انصاف محسن دی.

هغه ويلي، "عمران خان دا زياتی کړی چې زما په وړاندې يې د جنرل باجوه پرضد بدې ردې ويلي دي، پاکستان تحريک انصاف دې احسان فراموش نه جوړیږي د کوم ځای نه کوم ځای ته رسولي".

پروېز الهي ويلي، "اوس که د چا جنرل باجوه پرضد خبره وکړه تر ټولو اول به يې زه پرضد ودرېږم".

نوموړي تور لګولی چې د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] پخواني مشر جنرل فېض هم د هغه [پروېز الهي] سره ډېر زياتي کړي او ويلي يې وو چې دغسې يې د عمران خان په خوله کول.

هغه ویلي اسمبليانې ماتول لرې خبره ده.

د پنجاب د وزیراعلا د بيان په غبرګون کې په سمدستي ډول د پاکستان تحریک انصاف ګوند غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

خو پروېز الهي ویلي عمران خان ته يې څو وارې ویلي چې حکومت د هغه امانت دی.

د عمران خان د اسمبليانو ماتولو د بیان سمدست وروسته د پي ډې اېم د اتحادي ګوندونو د حکومت د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ويلي وو عمران خان دې د 23 دسمبر په ځای اوس اسمبلیانې ماتې کړي.

اتحادي حکومت د وړاندې نه ويلي د تحریک انصاف ګوند د اسمبلۍ د غړو په وتلو يا استعفا به په دغو څوکو ضمني انتخابات کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG