لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوال بېنک د سېلاب ځپلي پاکستان د پاره 1.9 ارب ډالر قرضه منظوره کړې


واشنګټن - خبري ادارې رويټرز د ورلډ بېنک د يو بيان په حواله ليکلي نړيوال بنک د پاکستان د سيلابونو وروستو د بيا ابادکارۍ د منصوبو د سر ته رسولو د پاره پاکستان ته 1.9 بيلين ډالر منظور کړي دي.

پاکستان چې په اقتصادي توګه د وړاندې نه د خراب صورتحال سره مخ دی اوسنيو سيلابونو نور هم ځپلی او د ملک ډېره برخه د اوبو لاندې راغلې وه.

د رپوټونو تر مخه د سږ کال په سېلابونو کې نیزدې 1700 تنه مړه او په زرګونو کورنۍ په خصوصي توګه په سیند صوبه کې بې کوره شوې وې.

د سېلابونو د لاسه په پنجاب، سیند او پښتونخوا کې زرعي ځمکې او ولاړ فصلونه تباه شوي وو او د وزير اعظم شهباز شريف حکومت په نړيوالو د امداد غږ کړی وو چې د ملګرو ملتونو په شمول ورته يو شمېر هېوادونو د سملاسي مرستو کار پيل کړی دی.

د ورلډ بېنک ترمخه دغه پيسې پاکستان ته د اغېزمنو خلکو د بيا ابادکارۍ د منصوبو دپاره ورکول کېږي چې په سیند صوبه کې به لګول کيږي چرته چې سېلابونو د ټولو زيات زيان اړولی دی.

سږ کال ګڼو سېلابونو د پښتونخوا د سوات، چارسدې او نوښار سيمې هم ډېرې ځپلې وې چې ماهرين وايي د موسم بدلون پاکستان ډېر خراب کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG