لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو په افغانستان کې جینکۍ د پوهنتونونو نه هم منعه کړلې


واشنګټن - په افغانستان کې واکمنو طالبانو ټولو سرکاري او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې تر (امر ثاني) پورې دې د جینکو تعلیم معطله کړي. تر دې وړاندې طالبانو ثانوي سکولونه د جینکو پر مخ تړلي و، مګر په پوهنتونونو/یونیورسېټیو کې یې د خاصو محدودیتونو لاندې جېنکو ته اجازه ورکړې وه چې تعلیم وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان (اېچ آر ډبلیو) د طالبانو دا فیصله "شرمناکه" بللې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیآ الله هاشمي پخپل ټوېټر پاڼه د وزیر یو هدایت خپور کړی او ورسره یې د (مهمه خبرتیا!!) ټکي لیکلي دي.

په دې هدایت کې چې د طالبانو د لوړو زده کړو (هائیر ایجوکېشن) وزیر مولوی ندا محمد ندیم جاري کړی دی، ویل شوي چې ګنې دا ګام د طالبانو د کابینې په فیصله باندې اخېستل شوی دی:

د بشري حقونو د څار سازمان (ډبلیو اېچ او) د طالبانو دې ګام ته سخت غبرګون ښودلی او پخپل ټويټر پاڼه یې لیکلي دي چې، "دا یوه شرمناکه فیصله ده چې په افغانستان کې د ښځو او جېنکو د تعلیم حق پاماله کوي. طالبان هره ورځ لګیا دي دا واضحه کوي چې هغوی د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو بنیادي حقونو ته درناوی نکوي."

د افغانستان دپاره د برطانیې مشر سفارتکار هیوګو شورټر هم غبرګون ښودلی او پخپل ټویټر پاڼه یې لیکلي دي: "برطانیه د طالبانو دا وروستی ګام په کلکه غندي. دا د افغانستان خلکو، د هغه ملک اقتصادي آیندې او استحکام ته یو سنجیده ګوزار دی."

ښاغلي شورټر دا هم ویلي چې ملک به یې د افغانو ښځو او جېنکو د ملاتړ دپاره، له ټولو شریکانو سره کار ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې په طالبانو باندې دا کلکې نیوکې روانې وې چې ولې د جینکو پر مخ ثانوي سکولونه بېرته نه پرانیزي. طالبانو تر اوسه واضحه ندي ویلي چې د جینکو تعلیم یې ولې بند کړی، او نه یې د خپل دې ګام دپاره کوم شرعي دلیل وړاندې کړی دی.

ښځو سره د سلوک او د انساني حقونو په لړ کې افغانستان په نړیواله کچه د تنقید سره مخامخ دی.

سږ کال د جنورۍ په میاشت کې په ناروی کې د افغانانو یوه غونډه وشوه او دا امید پېدا شو چې طالبان به د خپلو لوظونه سره سم د مېرمنو ازادي یقیني کړي، ښځو ته د تعلیم حق ورکړي او په بدل کې به مغربي ملکونه طالبانو سره همکاري شروع کړي. خو داسې و نه شول او طالبانو د مېرمنو د ازادیو په ضد اقدامات نور هم سخت کړل.

د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخوانزاده په جینکو او ښځو د قدغنونو لرې کولو دپاره د مغربي ملکونو غوښتنې رد کړي او ویلي یې دي چې هغه د خارجیانو خواهشات نه شي پوره کولی او نه ورته دا د قبلولو وړ دي. هغه ویلي چې په شریعت مفاهمت نشي کولی او نه هم په شریعت مفاهمت کې د مغربي ملکونو سره د همکارۍ څه ګام اخیستل غواړي.

یاده دې وي چې د پاکستان په شمول، تر اوسه د نړۍ هېڅ کوم ملک په افغانستان کې د طالبانو موجوده حکومت ندی تسلیم کړی.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG