لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرنايي: پوځ او ايف سي د خالقداد بابړ د وژنې او په احتجاج کوونکو د ډزو تورونه رد کړي، رپورټ


د روان کال 2022م په 14م اګست د بلوچستان د هرنايي ضلعې شاهرګه کې په ولسي احتجاج ډزې شوې وې چې پکې د عوامي نيشنل ګوند غړی خالقداد وژل شوی او ځينې نور ټپيان شوي وو. د دغه پېښې د پلټنو دپاره کمېشن جوړ کړی شوی وو. د خالقداد ورور ویلي د کمېشن په سپارښتنو دې عمل وشي.

د دې پېښې پر ضد د خالقداد بابړ او د ټپيانو کورنيو او ټولو ګوندونو په ګډه سره 52 ورځې احتجاجي پرلت کښېنولی وو، د بلوچستان اسمبلۍ کوټې و مخ ته يې هم احتجاج کړی وو.

د بابړ کورنۍ او احتجاج کونکو تور پورې کړی وو چې ځايي اېف سي او پوځي عسکرو روان کال د اګست په 14م پر احتجاج کونکو مخامخ ډزې کړې چې خالقداد بابړ پکي وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان شوي وو.له سختو احتجاجونو ورستو حکومت د پېښې د پلټنو لپاره يو تحقيقاتي کميشن جوړ کړ-

ياد کمېشن د پيښې تفصيلي رپورټ د دسمبر په 14م حکومت ته وړاندې کړی وو.

ياد کمېشن د سبي ډويژن د کمشنر بالاچ عزيز په مشرۍ کې تر سره شوی چې پکې د هرنايي ډپټي کمشنر سردار رفيق ترين، ډي ايي جې سبي مسرور عالم کلاچي ، او ايس پي هرنائي محمد هاشم يې غړي وو.

د هرنايي د خوست د پيښې په تړاو رپورټ کې ويلي شوي، د کميټۍ غړو له پرلت کوونکو، د سيمې له مشرانو، پوځي کارمندانو، د کولې له مالکانو او ولسي خلکو سره ليدلي، او د اېف سي او پوځي عملتياتو په اړه يې د احتجاج کوونکوانديښنې اورېدلي دي.

د کېيشن رپورټ وايي احتجاج کوونکو او د سيمې خلکو ورته ويلي، د پوځ او اېف سې لخوا په سېمه کې عمليات په اصل کې د ترهګرو نه بلکې د سيمې د خلکو پر ضد ترسره کيږي-

کميشن په خپل رپورټ کې د احتجاج کونکو له قوله ليکلي ،

"په 13 اګست چې کومه پيښه رامنځ ته شوې وه په هغې کې د ځايې خلکو کورونه هم اغېزمن شوي اوخلګ پکې ژوبل شوي وو، د ايف سي/پوځ او شرخوښو ترمينځ نښته وه چي په پای کې یې عام ولس ته تاوان رسولی، او ځايي خلکو ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې خپل ټپيان ځايي روغتون يا کوټې ته ورسوي".

په رپورټ کي ليکل شوي، د دې تورونو په ځواب کې د پوځ ځايي چارواکو دا تورونه رد کړي او ويلي دي، د 13م اګست په شپه د د ترهګرو په وسله وال بريد کې د پوځ دوه عسکر وژل شوي او شپږ نور په کې ژوبل شوي هم وو.

خو د کمېشن د رپورټ مطابق د هرنايي د خوست سېمي اوسيدونکو د پوځ دا دعوه رد کړې او ويلي يې چې دوی د 13م اګست د پېښې پر ضد د پوځ له ودانۍ سره نزدې احتجاج کړی وو چي ناببره د عسکرو له لوري ورباندې مخامخ ډزي وشوې.

خو په پېښه کې د وژل شوي خالق داد بابړ ورور انجينېرنور احمد ډيوه ته وويل، " موږ دا غوښتنه کوو چې د رپورټ سفارشات دې يواځې د کاغذ تر پاڼو پورې محدود پاته نشي، داسې کميشنونه او کمېټيانې مخکې هم جوړي شوي دي خو عملي شوي نه دي، حکومت بايد عملي کار وکړي".

هغه زياته کړې " که حکومت غواړي چې عملي کار وکړي نو پکار ده چې د پېښې په مقدمه کې چې د کومو کسانو نمونه درج دي هغوی ته دې سزا ورکړل شي که نه وي موږ به يو وار بيا خپل احتجاج د دوام ورکوو".

رپورټ زياتوي، په شاهرګه کې د کولې د کانونو مالکانو دا ورته څرګنده کړې چې، "امنيتي ادارو وخت نا وخته له کوېلې مالکانو څخه په زوره د پيسو غوښتنې کوي، ژر تر ژره دې مخنيوی وشي، د کوله ماينونو مالکانو ﺯيات کړي, د ناسم امنيتي حالاتو له کبله په سيمه کې 60 د کولې کانونه بند ولاړ دي، د اېف سي ځواک په موجودګۍ کې په څو ځله د کوله مالکانو مشينري سوځول شوې دي".

رپورټ کي لېکل شوي، پوځ پر ځان لګول شوي ټول تورونه رد کړي او ويلي, "په سيمه کې د دوی شتون د وسله والو پر ضد دی، و عام اولس ته چې کوم تاوانونه اووښتي پوځ د هغه ذمه واري پر وسلوالو ډلو اچولې"-

کميشن په خپل رپورټ کې دا وړانديزونه کړي چې " د پوځ او ايف سي عسکرو پوستي له ابادۍ څخه ليري جوړل، په ابادۍ کې د امنيتي ډرون کېمرو نه الوزول، په سيمه کې پوځي عمليات تر شروع کولو له مخه ځايي يا لوکل انتظاميه په اعتماد کې اخيستل، د کولې د کانونو له مالکانو څخه بهته يا کلنګ اخيستولو مخه د استخباراتي ادارو په مرسته نيول، په سيمه کې ليويز او ځايې پوليسو ته له اختيار ورکولو سره سره، پوځي پوسته او د ليويز تهاڼه له يو بله جلا جوړول، او بل دا چې د کولې و ګاډيو/ لاريو ته د تحفظ لپاره په ضلع کې د ليويز ځواک ګشت زياتول پکار دي".

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG