لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انتوني بلينکن: امریکا به د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان ملاتړ کوي


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن ويلي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري سره يې خبرې کړي، په پاکستان کې په وروستيو کې په ترهګرو بريدونو کې په وژنو يې د خفګان څرګندونه کړې او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې يې د پاکستان سره د امريکا د ملاتړ ويلي دي.

انتوني بلينکن په ټويټر ویلي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري سره په خبرو کې يې د سېلاب ځپلو د مرستو دوامداره ساتلو ویلي او په راتلونکې مياشت کې يې د چاپيريال په اړوند د رغنده غونډې هيله څرګنده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري ویلي، پاکستان د تحريک طالبان پاکستان لخو د ترهګرۍ د مقابلې دپاره کلک ګامونه پورته کوي.

نوموړي د نهې/ سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې د اېټلانټک کونسل ته په وينا کې ويلي، پاکستان به د خپلې خاورې د ساتنې دپاره نور ګامونه اخلي او زياته کړې يې ده هيله لري چې افغانستان به په دغه لړ کې خپل کردار ولوبوي.

یوه ورځ وړاندې ملګرو ملتونو او امریکا د پاکستان دننه په امنیتي حالاتو او د ترهګرۍ مخ په سېوا شوو حملو باندې اندېښنه څرګنده کړې وه او امریکا د لاقانونه تحریک طالبان پاکستان پرضد جنګ کې پاکستان ته د مرستې وړانديز کړی او ویلي یې وو چې ترهګرو ته ماتې ورکول د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د ګل- دوشنبې په ورځ اوونيزې خبري غونډې ته ویلي وو چي امریکا د خېبرپښتونخوا په بنو کې د رامنځته شوي صورتحال نه خبره ده او دا له نزدې څاري.

په 18 دسمبر د خېبرپښتونخوا په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ پوځ په دغه مرکز عمليات کړي دي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې ګرفتار شوي دي.

پوځي وياند ویلي، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر وژل شوي دي.

مېجر جنرل احمد شریف د پاکستان شخصي ټیلي ويژن جیو نیوز سره په خبرو کې په بنو کې د ترهګرو په ضد د عملیاتو په اړه ویلي چې د دسمبر په 18مه په بنو کې 35 ترهګر د سي تي ډي کمپلیکس کې تر پلټنو لاندې وو په دغه مهال يې د يو اهلکار نه وسله تښتولې ډزې يې کړي، يو اهلکار پکې وژل شوی او بل ژوبل شوی چې وروسته يې بيا ژوند د لاسه ورکړی دی.

چارواکو ويلي وو د وسله والو سره يې خبرې روانې وې او هغوی افغانستان ته د وتلو دپاره محفوظه لاره غوښته خو پرون بيا پوځ عمليات کړي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ویلي روان کال کې په خېبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ 300 حملې شوې دي.

د پاکستان حکومت د هېواد دننه د ترهګرۍ د حملو تور په لا قانونه تحریک طالبان پاکستان پورې کوي او تور لګوي چې دوى په افغانستان کې پټې ځالې لري خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او وايي د خپله خاوره به د بل کؤم هېواد خلاف کارولو ته نه پرېږدي.

تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او له دغې وروسته یې بريدونه سېوا کړي دي.

په شپږم دسمبر د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې تيراه سفر کړی او ويلي يې وو،

"په سيمه کې رياستي عملداري د قبايلي سيمې د خلکو او امنيتي اهلکارو په نه هېرېدونکو قربانۍ په ځای کړی شوې ده او د تل پاتې امن پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري".

د پوځ مشر ويلي وو، "چاته به اجازه ور نه کړي چې امن خراب کړي او لاس ته راوړنۍ ګډې وډې کړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG