لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جينکو په پوهنتونونو د بندیز په سر طالبان په نړیواله کچه د نيوکو لاندې دي


په افغانستان کې واکمنو طالبانو چې د جينکو دپاره پوهنتونونه تړلي، د دغه پرېکړې وروسته طالبان په نړيواله کچه د سختو نيوکو لاندې دي، اسلامي هيوادونو ترې د دغه پرېکړې بیرته اخستو غوښتنه کړې ده.

امریکې، پاکستان، سعودي عرب، قطر، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړیوالو تنظمیونو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په دغه پرېکړه سختې نيوکې کړي او اندېښنه يې څرګنده کړې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د دغه پرېکړې په غبرګون کې ويلي، امریکا د طالبانو د پرېکړې په کلکه غندنه کوي چې ښځې يې په پوهنتونونو بندې کړي.

برتانيې هم د طالبانو دغه پرېکړه غندلې ده.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د لوړو زده کړو وزارت پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ [20دسمبر] ټولو سرکاري او خصوصي پوهنتونونو ته امر کړی چې تر (امر ثاني) پورې دې د جینکو تعلیم معطله کړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو په دغه پرېکړه ناهيلي څرګنده کړې چې طالبانو د جينکو پوهنتونونه او لوړې زده کړې يې معطلې کړي دي.

پاکستان ويلي د طالب چارواکو نه په کلکه غوښتنه کوي چې په دغه پرېکړه بيا د سره غور وکړي.

د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو دغه پرېکړې ته افسوسناکه او حېرانوونکې ویلي چې جينکۍ يې د پوهنتون د زده کړو د حق څخه منع کړي دي.

سعودي عرب په طالبانو غږ کړی چې دغه پرېکړه بيرته واخلي.

دغه ډول قطر هم د طالبانو په دغه پرېکړه ژوره اندېښنه او ناهيلي څرګنده کړې ده.

د قطر د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د داسې ډول منفي عملونو به د افغانستان په بشري حقونو، پرمختيااو اقتصاد مهمې اغېزې وي، قطر هم د طالبانو نه غوښتي چې خپلې دغې پرېکړې ته بيا کتنه وکړي.

ملګرو ملتونو د طالبانو په پرېکړه اندېښنه ښکاره کړې او د بشري حقونو د څار سازمان (اېچ آر ډبلیو) د طالبانو دغه فیصله "شرمناکه" بللې ده چې د جينکو په پوهتونونو يې بنديز لګولی دی.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو له دې وړاندې ثانوي سکولونه د جینکو پر مخ تړلي وو، خو په پوهنتونونو/یونیورسټیو کې یې د خاصو محدودیتونو لاندې جېنکو ته اجازه ورکړې وه چې تعلیم وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG