لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 د پنجاب ګورنر د صوبې وزيراعلا پروېز الهي د څوکۍ څخه لرې کړی


د پاکستان د پنجاب صوبې ګورنر بليغ الرحمان د زيارت/پنجشنبې په ماښام ناوخته امر کړی او د پنجاب صوبې وزیراعلا پروېز الهي يې د څوکۍ څخه لرې کړی او کابينه يې ماته کړې ده.

ګورنر ويلي، وزیراعلا ته يې د اعتماد يا باور د ووټ اخستو ويلي خو هغه د خپل ټاکلي وخت پورې ووټ نه دی اخستی ځکه يې د هغه د څوکۍ څخه لرې کولو حکم کړی دی.

د پنجاب ګورنر د مسلم ليګ ن ګوند او صوبه کې حکومت د پاکستان تحریک انصاف سره د اتحاديانو دی.

د پنجاب د ګورنر لاسليک شوی امر چې په پاکستانۍ ميډيا او ټولنيزو رسنيو خپور شوی، پکې ويل شوی چې وزيراعلا ځکه د اعتماد ووټ نه اخلي چې هغه په اسمبلۍ کې اکثريت نه لري.

په امر کې ویل شوي د بل وزيراعلا د څوکۍ سمبالولو پورې به پروېز الهي په دغه څوکۍ څوکۍ وي.

خو پروېز الهي د دغه امر وروسته ویلي، "زه وزیراعلا يم او زما کابينه به کار کوي".

هغه ويلي، "د ګورنر بليغ الرحمان حکم نه منم دا غېر قانوني دی او په ضد به يې عدالت ځم".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند فواد چودري ويلي د ګورنر د امر په غبرګون کې ويلي،

"د ګورنر پنجاب د وزيراعلا لرې کولو اعلاميه هیڅ قانوني حيثيت نه لري، پروېز الهي او کابينه به يې په خپل ځای کار کوي، د ګورنر پرضد رېفرنس صدر ته لېږل شوی دی او د هغه د څوکۍ څخه لرې کولو عمل پېل شوی دی".

فواد چودري په بل ټويټ کې ویلي، "که دا اصول ومنل شي چې ګورنر په خپله خوښه وزیراعلا کور ته لېږلی شي نو بيا صدر هم وزيراعظم کور ته لېږلی شي د شپې په تياره کې دB 85(2) ژوند کولو ناکامه هڅه شوې ده".

وروسته د ګورنر د امر وروسته چيف سيکرټري د ګورنر په امر د پنجاب اسمبلۍ کابينه ماته کړې ده.

له دې وړاندې د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی وو چې په 23م دسمبر به د خېبر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ ماتوي او هم به د قامي اسمبلۍ د سپیکر په وړاندې مرکزي پارلیمان نه د خپل ګوند د غړو د استعفاګانو تصدیق کوي.

عمران خان پرون د زیارت په ورځ د پنجاب د ګورنر د کور مخې ته د خپل ګوند پلويانو ته د ويډیو لنک لارې په وینا کې په فوري توګه د رڼو ټاکنو غوښتنه تکرار کړې او ويلي يې دي اسمبليانې ماتول د هغه اييني حق دی.

په مرکز کې د پي ډي اېم اتحادي حکومت د عمران خان د اسمبليانو ماتولو په غبرګوند کې د وړاندې نه ویلي چې عمران خان دې د اسمبليانو ماتولو د نېټو ورکولو په ځای په فوري توګه اسمبليانې ماتې کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG