لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کېرن ډېکر: "امریکا به د افغان ښځو او نجونو له ملاتړه لاس وانخلي"


د افغانستان دپاره د امريکې ناظم الامور [شارډي افېیرز] کېرن ډېکر ويلي، "امریکا به د افغان ښځو او نجونو له ملاتړه لاس وانخلي او د افغان نجونو (او هلکانو) د راتلونکي ملاتړ لپاره به لارې چارې لټوي".

اغلې ډېکر په ټويټر ویلي، "د نه پوهیدو وړ، د نه منلو وړ، غیر اسلامي، دا هغه ټکي دي چې د لوړو زده کړو د وزیر د فرمان د تشریح لپاره کارول کیږي چې د افغان نجونو لپاره د زده کړې ځنډول دي.. هغه کسان چې دا پریکړه یې کړې ده افغانستان لا نوره بې وزلۍ ته اړوي".

ډېکر دغه غبرګون په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت لخوا د جينکو د پوهنتونونو تړلو په اړه ورکړی دی.

هغې ويلي، "دوی خپل ماشومان او لمسيان ناکاموي خو زه تاسو ته وعده درکوم: امریکا به د افغان ښځو او نجونو له ملاتړه لاس وانخلي او د افغان نجونو (او هلکانو) د راتلونکي ملاتړ لپاره به لارې چارې لټوي".

د طالبانو لخوا د جينکو دپاره د پوهنتونونو تړل په نړيواله کچه غندل شوي اسلامي او غېراسلامي هيوادونو د طالبانو نه غوښتي چې دغه پرېکړه بيرته واخلي.

او د دغه پرېکړې پرضد د افغانستان سر ښار کابل او په ځینو نورو ښارونو کې ښځو مظاهرې هم کړي دي. په ټولنيزو رسنيو د پوهنتونونو ځینو استازانو د دغه پرېکړې په غبرګون کې د استعفاګانو ورکولو هم ويلي دي.

ډېکر ويلي، "زه د افغانانو له یووالي څخه خوښ وم، استعفاګانې، لاریونونه، غوسه، نا امیدي او عزم، دا د پیوستون، همغږي او باور یوه قوي څرګندونه وه. موږ تاسو ګورو موږ تاسو ته غوږ نیسو. موږ ستاسو ملاتړ کوو".

د کابل دپاره د امریکا سفارتخانې په خپله وېب پاڼه ويلي، "د آسترالیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناروې، اسپانیا، سویس، بریټانیا او متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارتو او د اروپایي ټولنې لوړپوړي استازي په یوې مشترکه اعلامیه کې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ او د مخنیوي په اړه د طالبانو پریکړې په کلکه غندلي دي. په ورته وخت کی د ثانوي ښوونځیو څخه د نجونو د منع کولو ته دوام ورکول، او په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړتیا باندې د نورو سختو محدودیتونو لګولو، چې له خپلو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه برخمن شي دا اقدام موږ هم غندو".

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد نديم په ټویټر ويلي، د نجونو د زدکړو د ممنوعیت په اړه يې خپل دلايل وړاندې کړي دي.

هغه د افغانستان د ملي ټيلي ويژن سره مرکه کړې او په ټویټر يې ويلي، "د حجاب نه مراعاتول، د یوه ولایت څخه بل ولایت ته د زدکړو لپاره تګ چې لیلیو کې به مېشتې وې، غیر شرعي نصاب" یادګېرنې کړي دي.

هغه ويلي، "همدارنګه په ډېرو پوهنتونونو کې اوس هم اختلاط موجود و، چې دا خپله فحاشۍ ته لار پرانیزي ځکه د طالبانو مشرانو دا پرېکړه وکړه چې د ښځو تعلیم بند کړي".

خو هغه د احتلاط او فحاشۍ وضاحت نه دی کړی، او ورپسې يې زياته کړې ده د هغه د "دلایلو د وړاندې کولو څخه وروسته هم که څوک د یادې فیصلې مخالفت کوي نو یقینا چې باغي دی، او د باغي جزا په اسلام کې واضحه ده".

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG