لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب وزيراعلا پروېز الهي بيرته په ځای کړی شوی


د پاکستان د پنجاب صوبې لاهور هايکورټ د ګورنر پنجاب بلیغ الرحمان امر معطله کړی او وزیراعلا پروېز الهي يې بیرته په ځای کړی او کابينه هم بحال شوې ده.

د عدالت د پينځه ججانو بنچ متفقه فېصله اورولې، او د پروېز الهي لخوا د اعتماد يا باور د ووټ اخستو پورې يې د اسمبلۍ نه ماتولو د بيان حلفي جمع کولو وروسته يې د ګورنر امر معطل کړی دی.

د پنجاب صوبې ګورنر بليغ الرحمان د زيارت/پنجشنبې په ماښام ناوخته امر کړی او د پنجاب صوبې وزیراعلا پروېز الهي يې د څوکۍ څخه لرې کړی او کابينه يې ماته کړې وه.

ګورنر ويلي وو، وزیراعلا ته يې د اعتماد يا باور د ووټ اخستو ويلي خو هغه د خپل ټاکلي وخت پورې ووټ نه دی اخستی ځکه يې د هغه د څوکۍ څخه لرې کولو حکم کړی دی.

د جمعې په ورځ پروېز الهي عدالت ته خواست کړی وو چې د ګورنر حکم دې معطل کړي هغه ویلي چې ګورنر د اعتماد د ووټ اخستو په ځای خط اسپيکر ته لېږلی وو.

د لاهور هايکورټ د فېصلې وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند فواد چودري ويلي، چې په راتلونکو څو ورځو کې دې د اعتماد ووټ شوق هم پوره کړو.

هغه ويلي عدالت ته يې حلفيه بيان ورکړی چې د راتلونکې اورېدنې پورې به اسمبلي نه ماتوي خو اسمبلي به بيا هم ماتول کيږي.

په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبه کې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومتونه دي، د ياد ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان ویلي وو په 23 دسمبر د اسمبليانو ماتولو نېټه اعلانوي خو پرون يې دغه اعلان نه دی کړی.

راپورونه وايي په پنجاب اسمبلۍ کې مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ د ګورنر لخوا د وزیراعلا لرې کولو د حکم وروسته دواړو ګوندونو د پروېز الهي په ضد د عدم اعتماد تحریک بیرته اخستی وو.

د مسلم ليګ ن يو غړی خليل طاهر سندهو ویلي، د وزيراعلا خلاف د عدم اعتماد تحریک يې بيرته واخستو خو د اسپيکر او مرستيال سپيکر پرضد يې بيرته نه دی اخستی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG