لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د امروزه خوراکی توکيو بيعې 28فيصده زياتې شوي


د پاکستان د شمارياتو اداره [بېورو اف سټېټسټک] وايي په پاکستان کې د امروزه خوراکي توکيو بيعې يا قيمتونو رفتار 28.76 فيصده ته زیات شوی او اوونيزه ګرانې 0.11 فيصده کمی راغلی دی.

مرکزي حکومت په وروستيو کې د پټرول او ډیزلو په بيعو کې د لسو نه 12 روپو پورې يو ليټر کې کمی اعلان کړی يا ارزان کړي وو خو عام خلک او نوکر پېشه خلک وايي، د سرکاري قيمتونو او په پرانستي مارکيټ کې د خوراکي توکيو په بيعو کې دوه چنده فرق زيات دی.

حکومت د توکيو د ارزانۍ دعوې کوي خو خلک وايي په بازارونو کې سوداګانې يو په دوه ګرانه بيعه خرڅیږي.

په مردان ښار کې يو تنخادار سرکاري نوکر نور باچا وي او اې ډیوه ته وايي، د سرکاري نرخ ترمخه د 20 کلو ګرامه وړو بيعه 1250 روپۍ ده او په مارکيټ کې هغه په 2450 روپۍ ده او د چرګ سرکاري بيعه 450 روپۍ کلو خو په مارکيټ کې په 650 روپۍ خرڅيږي.

هغه وويل په دې حساب ډېر زیات تنګ دی، دغه رنګ د يو ځای نه د ګاډي کرايي 50 روپۍ وه هغه اوس 120 روپۍ ده. دغه شان د ماشومانو د سکولونو پيسونه 15 فيصده زیات شوي دي.

د نوموړي په وينا د نوکر پېشه يا تنخادار تن د وس نه بهر ده چې په تنخا کې کور وساتي.

د پاکستان د شمارياتو اداره وايي په کليزو بنيادونو د پيازو بيعې 482 فيصده زیاتې شوي، د چرګ بيعه 67 فيصده، چای 65 فيصده، ډيزل 65 فيصده، پټرول 52 فيصده او دالونه 47 فيصده ګران شوي دي.

په وروستيو کې د حکومت لخوا د پټرولو بيعې څلور نيم فيصده او د ډیزلو په بيعو کې درې فيصده کمی راوستی شوی او د شمېرنې اداره وايي، د هغې له وجې د امروزه خوراکي توکيو او په ځانګړي ډول د سبزيانو په بيعو کې کمی راغلی دی.

اقتصاد پوهه محمد فهيم وايي، په پاکستان کې د ګرانۍ غټه وجه د توانايۍ زيات قيمتونه دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، که حکومت غواړي هم چې قيمتونه راکم کړي خو نه شي کولی ځکه چې پاکستان د ايي اېم اېف سره وعده کړې ده او پاکستان د بجلۍ او ګېس قيمتونه نه شي کمولی.

نوموړي زیاته کړه بله طريقه بيا دا ده چې په مارکيټ کې د خلکو د پېسو ګټلو يا د خلکو د اخستو توان سېوا کړو، د هغې دپاره په مارکيټ پېسه سېوا راشي نو د پاکستان سره د سرمايې کمی دی، پېسې به هغه وخت راځي چې په پاکستان کې د بهر نه څوک سرمايه کاري وکړي.

د شمېرنې اداره وايي په پاکستان کې د تيرو پينځه و مياشتو راهسې میاشتنۍ ګراني د 26 فيصده نه زياته ده چې له امله يې د ملک دننه په تجارت او صنعت بدې اغېزې پرېووځي او هغې سره د پاکستان پرمختيا متاثره کيږي.

پاکستان دا وخت د سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی او د نړیوالې ادارې څخه د پور ترلاسه کولو دپاره هڅې کوي.

خو اقتصاد پوهان وايي چې پاکستان له به د پور ترلاسه کولو دپاره په ملکي کچه د ټېکسونو شرح سېوا کول وي او د توانايۍ بيعې به زياتوي.

د اقتصاد پوهانو په وينا امکان لري چې په راتلونکي وخت کې ګراني نوره هم سېوا شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG