لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: د یوې کورنۍ درې غړي له تښتول کېدو وروسته وژل شوي دي


دافغانستان سره په پوله پرتې دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان تحصیل برمل نه د یوې کورنۍ دتښتول شوؤ دریوؤ کسانو مړي موندل شوي دي.

دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا درې کسان اوړمه ورځ دنامعلومو کسانو له لوري تښتول شوي وؤ چې مړي یې اوس دبرمال دماڼه سیمې نه ترلاسه شوي دي.

وژل شوؤ کسانو کې مولوي نور زمان ، د هغه یو زوئ اؤ وراره شامل دي دي.

دپولیس سرچینو ویلي دپېښې پلټنې پیل شوي خو په سمدستي توګه دا نه ده معلومه شوې چې دا کسان دچا له لوري تښتول شوي اؤ ولې وژل شوي دي.

په دې وروستیو کې په شمالي اؤ جنوبي وزیرستان کې دهدفي وژنو لړۍ چټک شوې ده اؤ په سیمه کې په دې حواله ولسي خلک په احتجاجونو هم بوخت دي، دوئ دحکومت اؤ امنیتي ځواکونو نه پرله پسې غوښتنې کوي چې باید سیمه کې امن پرځائ کړل شي .

دنومبر په 28مه هم دشمالي وزیرستان میر علي بازار کې د سرو زرو درې کاروباریان نامعلومو کسانو تښتولي وؤ چې ورووسته دهغوئ مړي دمیر علي بازار سره په څیرمه موساقي سیمې نه په داسې حال کې تر لاسه شوي وؤ چې په ګولیو ویشتل شوي وؤ.

عموماً دداسې مرموزو وژنو ذمه واري څوک په غاړه نه اخلي خو زیاتره مهال په سوشل میډيا دداسې رقم پېښو تر شا دهیواد استخباراتي شبکو ته دملامتې ګوته نیول کیږي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG