لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:په امنیتي ځواکونو د وسله والو برید کې څلور عسکر وژل شوي دي


دبلوچستان په کيچ په سيمه کې وسله والو پر امنیتي عسکرو بريد کړی چې پکې څلور عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوی دی.

وي او اې ډیوه ته د ضلع کېچ یو لوړ رتبه نظامی چارواکي چې نه یې غوښتل نوم څرګند شي، وویل چې د ضلعې هیډ کوارټر تربت سره نزدې د ډنوک او ګوګدان په منځني سیمه کې نامعلومو وسله والو د امنيتي ځواکونو په کاروان بريد کړی دی .

دغه چارواکی وایي ترهګرو سره د ډزو په تبادله کښې د صوبیدار په شمول څلور عسکر ووژل شول او يو عسکر ژوبل شوی دی.

له پېښې وروسته پوليس اؤ دملیشې ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ پېښه کې د وژل شوؤ عسکرو جسدونه اؤ یو ټپي یې د تربت سي ایم اېچ روغتون وړلی دی.

دچارواکو په وینا امنېتي ادارو دپېښې پلټنې پیل کړې دي خو تر دم ګړۍ پورې په دې ترڅ کې څوک نه دي نیول شوي او نه تر اوسه ددې پېښې ذمه واري چا په سر اخستې ده.

چارواکي دعوه کوي چې په دغه سیمه کې تندروه وسله واله ډله بلوچستان لېبرېشن فرنټ زیاته فعاله ده چې مشري یې بلوڅ وسلوال ګورېلا کمانډر ډاکټر الله نذر پغاړه لري.

دا وسله واله ډله د سېپک په شمول د ریکوډک او سېندک د پرمختیا دپروژو مخالفت کوي اؤ وايي چې دصوبې معدنی وسایل مرکزي حکومت او نړیوال شرکتونه په ګډه باندې لوټي خو حکومت بیا وايي چې په بلوچستان کې دپخوا په پرتله اوس امنیتي وضعه ښه شوې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG