لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

علي وزیر په زندان کې خو منظور پښتین ازاد ګرځي، پښتین پرې څه وایي؟


دپښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي دا چې په هم یوه مقدمه کې علي وزیر زندان ته اچول شوی اؤ دی ازاد ګرځي ترشا یې د ریاست لاس دی اؤ غواړي په داسې طریقو په پښتون ژغورنې غورځنګ ولس بې اعتباره کړي.

دپېښور د یوې ځایي پښتو رسنۍ وحدت نیوز سره په مرکه کې ښاغلي منظور پښتین ویلي دهغوئ دتحریک په نتیجه کې قام بېدار شوی اؤ دخپلو مشرانو ترڅنګ ولاړ دی خو کاشکې مشران هم دقام ترڅنګ ودریږي.

په دغه مرکه کې چې کله له منظور پښتین وپوښتل شول ولې علي وزیر یوازې په یو بیان زندان کې پروت دی اؤ دی نه نیول کیږي ،ایا معنا خو یې دا نه ده چې منظور پښتین دایجنسیو سړی دی ؟ښاغلي پښتین وویل دا د ریاست چال دی اؤ ریاست غواړي په دې طریقه په پښتون ژغورنې غورځنګ خلک بې اعتباره کړي.

هغه وویل تر دې وړاندې هم داسې شوي دي چې په هم یوه مقدمه کې دی(پښتین) پخپله نیول شوی خو هم په هغه مقدمه کې بیا علي وزیر نه نیول کیدو اؤ دا چې اوس علي وزیر په یوه مقدمه کې نیول شوی دی نو دی ازاد ګرځي.

دمنظورپښتین وینا وه چې دعلي وزیر اؤ دتحریک د ټولو غړو قربانۍ د درناوي وړ دي خو دقربانۍ معیار باید یوازې زندان نه وي .

دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر چې دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی هم دی د 2020م کال د دسمبر پر 16مه په پېښور کې نیول شوی وو او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږدول شوی و چې تر اوسه دکراچۍ په زندان کې پروت دی.

پر هغه تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي، خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي.

د نوموړي وکيل قادر خان اېډوکېټ وايي، په علي وزیر باندې تراوسه پورې شپږ مقدمې شوي، په يوه مقدمه کې په کراچۍ کې بري شوی، په درېو مقدمو کې ورته د کراچۍ عدالتونو ضمانتونه ورکړي، اوس پرې درې مقدمې په خېبرپښتونخوا کې روانې دي، يو د ميرانشا، يو د ډېره اسماعيل خان او یوه په چارسده کې ده.

هغه وويل په خېبرپښتونخوا کې ورته هم په يوه مقدمه کې ضمانت ورکړی شوی خو په دوه نورو کې ورته لا ضمانت نه دی ترلاسه شوی چې په هغو کې يې ضمانت وشي نو هغه به خوشی شي.

د علي وزير د خوشي کولو دپاره پښتون ژغورنې غورځنګ د روان کال د فرورۍ د 13 نه تر اتم مارچ پورې د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت کړی و.

پښتین وویل په دې وروستیو کې چې کله په ده(منطور پښتین) برید وشو اؤ موټر یې په مرمیو ولګیدو نو هم ځېنو خلکو وویل چې دا مرمۍ اصل نه وې خو منظور پښتین پوښتنه وکړه "چې کله مونږ ووژني نو بیا به یې تاسو منئ چې مونږ ریښتونې یو ؟"

هغه وویل دپښتون ژغورنې غورځنګ پښتون قام ته ذهني بېداري ورکړې ده پښتون ضد قوتونه دا تحریک دخپلو اهدافو په مخکې دیوال ګڼي ځکه یې پرضد رقم، رقم سازشونه کوي.

دهغه وینا وه چې چې په دې وروستیو کې دترهګرۍ دنوې څپې پرضد ولسي پاڅون کې ټول پښتانه سیاسي مشران په یو سټیج ولیدل شول نو دا هم دپښتون ژغورنې غورځنګ دڅلور کلنې مبارزې پایله ده.

دهغه په خبره پښتون ژغورنې غورځنګ تر اوسه په دوؤ اړخونو کار کړی دی یو دا چې په ریاست فشار راولي اؤ بل دا چې خواره واره پښتانه راټول کړي هغه وایي پښتانه یې تر ډیره حده منظم کړي دي خو ریاست اوس هم لا دخپلو کړنو نه لاس نه دی اخستی اؤ دپښتنو په خاوره یې یې دجګړو پلمې دوامداره ساتلې دي.

کله چې په دې مرکه کې له منظور پښتین نه وپوښتل شول ولې تر دې وخته افغانستان ته نه دی تللی؟ هغه وویل دپښتنو ترمنځ کرښې راښکل شوي دي ،افغانستان ته تګ په پاسورټ دی اؤ دی دپاکستان پاسپورټ یا شناختي کارډ نه لري ځکه یې تر اوسه دافغانستان سفر نه دی کړی.

نوموړي وویل پاسورټ اؤ شناختي کارډ یې دپاکستان حکومت بلاک کړي دي اؤ ده هڅه کړې ده چې ځانته پاسورټ جوړ کړي خو وایي" نه یې راله جوړوي"

پاکستان په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا کې دبدامنۍ د وروستي بهیر په اړوند دېوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي پښتین وویل دوي په بیا بیا ویلي چې پخپله خاوره دجنګونو په منځ کې دمه یا وقفه نه بلکې مستقل امن غواړي خو وایي دلته دپښتنو په وینو تویولو کاروبار کولی شي اؤ دا چې یو وارې بیا په دې سیمه ترهګري وتپل شوه دا هم د ډالرو لپاره یو جګړه ده.

دپښتون ژغورنې غورځنګ مدام دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي شبکو دپښتنو په خاوره بدامنۍ کې دلاس لرنې تورونه لګوي خو پوځ اؤ حکومت بیا په کراتو د منظور پښتین اؤ‌ دهغه د ملګرو دا تورونه رد کړي اؤ برعکس یې دمنظور پښتین تحریک تورن کړی د "دښمن" په لمسه داسې تورونه لګوي اؤ په بدل کې یې دبهر نه پنګې ترلاسه کوي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG