لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ژوب:ډیورنډ کرښې ته څېرمه دپوځ اؤ ترهګرو نښته شوې،یو پوځي اؤ یو ترهګر وژل شوی،دوه عسکر ژوبل


دپاکستان پوځ وایي دبلوچستان په ژوب سیمه کې یې دترهګرو پرضد عملیات کړي چې پکې یو پوځي وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي اؤ دپوځ له لوري هم یو ترهګر وژل شوی دی.

داتوار په ورځ د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي دا عملیات د ژوب په سمبازا سیمه کې افغانستان سره په ګډه پوله دترهګرو د را اوښتو په خفیه اطلاع ترسره شوي دي .

پوځ ویلي په یاده سیمه کې یې دترهګرو پرله پسې څارنه کوله اؤ سهار مهال چې دترهګرو یوه ډله ودرول شوه نو هغوي په پوځ ډزې وکړې.

دپوځ په بیان کې ویل شوي چې په دغه مهال دترهګرو مرستیالانو د پولې دپورې غاړې څخه هم په پوځ ډزې کړي چې پکې دحق نواز په نوم یو عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي اؤ دپوځ په ډزو کې هم یو ترهګر وژل شوی دی.

دایي ایس پي ار له مخې ترهګرو غوښتل خېبر پښتونخوا ته ننوځي اؤ دغلته عام وګړي اؤ امنیتي ځواکونه په نخښه کړي.

پوځ وایي دسیمې ترهګرو نه پاکولو لپاره پوځي عملیات دوام لري.

تر دې وړاندې تېره ورځ هم دافغانستان دپولې ترڅنګ دبلوچستان ایالت په سرحدي سیمه چمن کې د وسله والو په برید کې یو عسکر وژل شوی و اؤ هم دایران دپولې ترڅنګ په کیچ ضلعه کې په امنیتي ځواکونو دترهګرو برید کې څلور عسکر وژل شوي وؤ.

د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه تېر کال اګست په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د پاکستان په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا ایالتونو کې په ترهګریزو بریدونو کې نزدې 51 فيصدي اضافه شوې ده او په دې وروستیو کې دپاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله هم ویلي وو چې تېر يو کال کې د ترهګرۍ 300 پېښې رامنځ ته شوې دي.

بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د کېدونکو بریدونو پړه زیاتره بلوڅ بیلتون غوښتونکې وسله والې ډلې،داعش اؤ تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي خو په خېبر پښتونخوا کې بیا په امنیتي ځواکونو د زیاترو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان قبلوي.

پاکستان تور لګوي چې تحریک طالبان پاکستان وسله وال په افغانستان کي ځالې لري او د افغانستان مځکه د پاکستان خلاف حملو له کاروي خو په افغانستان واکمن طالبان دا تورونه ردوي او وايي دوى د دوحې د تړون لاندې ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد ضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او د امنیتي چارو شنونکی ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود د ډيوه خبریال ارشد حسین ته ویلي دتحريک طالبان پاکستان وسله وال د پاکستان ضد د افغانستان مځکه کاروي او افغان طالبان په داسې کولو سره پاکستان د فشار لاندې راوستل غواړي چې په رسمي ډول ومنل شي.

هغه وايي دی ويني چې ډېر زر به د ټي ټي پي پرضد د پاکستان دننه پوځي عملیات پیل کړی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG