لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مردان کې یو بل نرښځی وژل شوی


دخېبر پښتونخوا په مردان سیمه کې د محمد عمیر په نوم یو نرښځی چې لعل مشهور ؤ،خپلو ملګرو په ډزو وژلی دی.

دا پیښه تېره شپه په مردان ښار کې دچارسدې په لویه لاره رامنځ ته شوې ده،پولیس وایي د وژل شوي نرښځي د ددوؤ ملګرو ممتاز علي او افتخار علي په ضد یې ددې وژنې مقدمه درج کړې ده خو تر اوسه یې دپېښې په تړاؤ څوک نه دي نیولي.

په مقدمه کې ویل شوي چې د وژل شوي نرښځي محمد عمیر او د هغه د ملګرو تر منځه څو ورځې وړاندې تاؤ تریخوالی پیدا شوی ؤ‌.

په خیبر پښتونخوا کې د بشري حقونو فعالانو او د نرښځیانو دحقونو لپاره کارکونکو په مردان کې د یو نرښځي د وژنې غندنه کړې او د حکومت څخه یې غوښتي دي چې باید د بېګناه نرښځیانو د تحفظ دپاره قانوني ګامونه واخلي او هغوی ته انصاف ورکړی شي.

په پېښور کې د نرښځيانو د اتحاديې د مشر ارزو خان په وينا مردان کې دعمير په نوم دنرښځي وژل کېدو سره د روان کال په اوږدو کې دخېبر پښتونخوا بيلابيلو سيمو کې د وژل شوو نرښځيانو شميره 11ته رسېدلې ده ـ

ډيوه سره خبرو کې ارزو خان وويل د روان کال تر جولاىي مياشتې صوبه کې اووه نرښځيان وژل شوي وو او پينځه نرښځيان له جولايي راپديخوا وژل شوي دي

ارزو خان وايي دتېر کال په پرتله سږکال خېبر پښتونخوا کې د نرښځيانو د وژنو کچه لوړه شوې ده ـ

هغه وايې دوي سره موجودې شميرې ښايي چې پروسکال پښتونخوا کې شپږ نرښځيان وژل شوي وو خو سږکال دا شمېره 11 ته لوړه شوې ده

د نرښځیانو د حقونو تنطیم وایي د کال 2018م راهسې په پاکستان کې د نرښځیانو د پرمختیا او حقونو دپاره په بجټ کې کومې پنګې نه دی بیلې کړل شوې خو بیا د پولیس له خوا د کمزورو پلټنو او د نرښځیانو له خوا کیسونو کې د مرستې نه کیدو په وجه هم ملزمان د سزا نه بچ شي.

د بشري حقونو فعاله نصرت آرا په مردان ښار کې د خواجه سرا د وژنې غندنه کړې او وایي چې خواجه سرا یا نرښځیان په ټولنه کی ځورول کیږي او د خپل مور او پلار له خوا هغوي د کورونو نه ویستل کیږي .

میرمن نصرت ارا وایي دا د ریاست ذمه واري ده چې دوي نرښځیانو ته تحفظ ورکړي او د دوي دپاره قانون سازي وکړي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغې زیاته کړه چې دنرښځیانو دحقونو په معامله کې مور او پلار هم خپلې ذمه وارۍ نه ترسره کوي.

د نرښځیانو د حقونو لپاره دکارکونکي تنظیم بلیو وینز مشر قمر نسیم وي او ای ډيوه ته وایي لاندیني عدالتونه که دنرښځیانو په وژنو اؤ ځورونو کې ککړو ملزمانو ته سزا ګانې ورکړي هم دي خو بیا اکثره برنیو عدالتونو کې ملزمان خوشې شوې دي .

دهغه په وینا دنرښځیانو د ځورونو په کیسونو کې دککړو کسانو ضمانتونه له دې امله دعدالتونو څخه منظوریږي چې یو خو د پولیسو پلټنې کمزورې وي اؤ بل د نرښځیانو ټولنه له هرې پېښې وروسته احتجاجونه خو وکړي خو بیا د پلټنو او سزا ګانو په وخت پولیس او عدالتونو سره مرسته هم نه کوي.

دقمر نسیم په وینا کله خو داسې وشي چې د نرښځیانو خپل خپلوان له مقدمو پشا شي او روغه جوړه وکړي چې له وجې یې ملزمان د سزا نه بچ پاتې شي.

د کال 2018م نه وروسته په پاکستان کې یو صوبایې حکومت هم د نرښځیانو دپاره په بجټ کې پنګې نه دي ایښودې.

په خیبر پښتونخوا کې د نرښځیانو دتنظیم ټرانس ایکټ د شمیرو تر مخه په صوبه کې د کال 2015 راهسې 85 خواجه سرا وژل شوي او د 2000 نه زیات ژوبل شوي دي خو تراوسه دې پېښو کې یو ملزم ته هم سزا نه ده ورکړل شوې.

په کال 2018م کې د نرښځیانو دحقونو دپاره یو قانون هم جوړ کړی شوی خو دغه قانون بیا د مختلفو سیاسي او مذهبي تنطیمونو له خوا په شرعي عدالت کی چیلنج شوی دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG