لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اياز صادق: د عمران خان په حکومت کې د ټي ټي پي سره د خبرو په نتيجه کې ترهګرۍ دوام موندی


د پاکستان د اقتصادي چارو مرکزي وزیر ایاز صادق ويلي، "عمران خان هغه تن دی چې ویل به يې د طالبانو سره خبرې وکړئ نن د هغو خبرو په نتيجه کې په خېبرپښتونخوا کې وینې بهيږي".

پخواني سپيکر د پاکستان تحریک انصاف ګوند په مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان تور لګولی چې "د هغو [تحریک طالبان پاکستان] سره يې خبرې وکړې چا چې د 60000 نه زيات پاکستانيان وژلي دي".

مطبوعاتو سره په خبرو کې هغه ويلي، "د پاکستان امنیتي ځواکونه، د سکول ماشومان، جماتونه او ټول هر څه په نخښه شوي علماو د ترهګرۍ پرضد فتوې ورکړي".

خو عمران خان په خپل حکومت کې د ترهګرو سره د خبرو اجازه ورکړې چا چې ماشومان وژلي، نوموړي د پېښور په ارمي پبلک سکول د تحریک طالبان پاکستان د بريد يادګېرنه کړې ده.

عمران خان چې وزیراعظم وو تير کال د اکتوبر په میاشت کې يې ويلي وو، د وسلوالې ډلې تحریکِ طالبان پاکستان له ځینو ډلو سره یې په کابل کې د واکمنو طالبانو په مرسته د روغې جوړې خبرې روانې دي.

د ترکي له ټیلیویژن ټي آر ټي ورلډ سره په مرکه کې عمران خان ويلي وو "د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي، هغه یې په جواب کې ويلي وو "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

هغه وخت د عمران خان په حکومت نيوکې شوې وې چې عمران خان پارلیمان په اعتماد کې نه وو اخستی او خبرې يې پېل کړې وې.

د تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو په مهال د روان کال د مې د میاشتې راهسې ټي ټي پي ډز بندي کړې او ورسره د خبرو په لړ کې د پاکستان نه د ملاکنډ ډويژن او قبايلي مشرانو دوه جرګې کابل ته تللې وې او په کابل کې و اکمنو طالبانو هم منلي وو چې د دوی په مينځګړيتوب کې دغه خبرې کيږي.

خو دغه خبرې چې روانې وې په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې د بدامنۍ پېښې هم ورسره کېدې، ټي ټي پي به يې زمه واري نه منله او بيا روان کال په دويم ستمبر ټي ټي پي د دفاعي حملو په نوم د بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړې وې.

ټي ټي پي بيا په 28 نومبر په رسمي ډول د ډز بندۍ ختمولو ويلي او بريدونه یې پېل کړي دي.

د څيړونکو په وينا ټي ټي پي د ډز بندۍ په مهال ځان پياوړی کړی او ځان سره يې نورې ډلې هم يو ځای کړي دي.

ټي ټي پي چې په وروستيو کې د زياتو بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي، وزيراعظم شهباز شريف ويلي، حکومت به يې د ترهګرۍ نوغی اوباسي.

په شپږم دسمبر د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې تيراه سفر کړی او ويلي يې وو،

"په سيمه کې رياستي عملداري د قبايلي سيمې د خلکو او امنيتي اهلکارو په نه هېرېدونکو قربانۍ په ځای کړی شوې ده او د تل پاتې امن پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري".

د پوځ مشر ويلي وو، "چاته به اجازه ور نه کړي چې امن خراب کړي او لاس ته راوړنۍ ګډې وډې کړي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG