لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف: د صوبايي حکومتونو او امنيتي ځواکونو په مرسته به د ترهګرۍ خطره ختمه کړل شي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ګل/دوشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې ډېره اسماعیل خان کې یوې د ستورې ته په وینا کې ویلي په څو ورځو کې به د قامي سلامتيا غونډه رابلل کيږي او د صوبايي حکومتونو او امنيتي ځواکونو په مرسته به د ترهګرۍ خطره ختم کړل شي.

په تیره یوه اوونۍ کې د خېبرپښتونخوا په بنو، لکي مروت، جنوبي او شمالي وزیرستان ترڅنګ بلوچستان صوبه کې د باکستان په امنیتي عسکرو یو شمېر بریدونه شوي چي پکې د پاکستان پوځ افسرانو په ګډون ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبلې اوختي دي.

شهباز شريف په وروستيو کې په بنو کې د سي ټي ډي په مرکز په پېښه افسوس څرګند کړی او په كاميابو عملياتويې اېس اېس جي او نور امنیتي ځواکونه ستایلي او ویلي يې د عسکرو په دې قربانۍ به د هیواد نه د ترهګرۍ نوغی اوباسي چې ملکي وګړي په سکون سره ژوند وکړي.

په 18 دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړي او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې يې ګرفتار کړي وو.

پوځي وياند ویلي وو، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر هم وژل شوي وو. په 22 دسمبر پوځ ويلي وو د بنو په سي ټي ډي مرکز کې د عملياتو په مهال ژوبل شوي عسکر حليم خان د راولپنډۍ په پوځي روغتون کې د درملنې په مهال ژوند د لاسه ورکړی وو.

تحريک طالبان پاکستان په 19 دسمبر د ګل په ورځ ميډيا سره په شريک کړي خبر کې دعوه کړې وه چې د سي ټي ډي په جېل کې بندي کسانو کې ځینې د دوی غړي هم شامل دي او دوی د امنيتي عسکرو نه وسله اخستې او يرغمال کړي يې وو.

هم په 18م دسمبر د بنو سره جوختې پرتې لکي مروت ضلع کې په يوه پوليس تاڼه وسله وال بريد شوی چې پکې څلور پوليس اهلکار وژل شوي او څلور ژوبل کړی شوي وو.

په 19 دسمبر په میرانشا کې د پوځ په قافله ځانمرګی بريد شوی یو عسکر او دوه ملکي وګړي پکې وژل شوي وو. دغه بريد په شمالي وزیرستان کې سږ کال نهم ځانمرګی بريد وو، چې په زياترو بريدونو کې پوځ په هدف کړی شوی او د زياتو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلي دي.

تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د ډز بندۍ ختمولو وروسته يې بیا د ډېرو بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

وزیر اعظم د ډيره اسماعيل خان سفر په مهال د یو شمیر ترقیاتي پروژو بنیاد کېښود چې پکې د سي پېک د غربي لارې د ډیره اسماعیل خان يارک نه تر سګو پورې د 50 کلوميټره موټروې کې پراختیا، د چشمه رايټ بنک کنال جوړول، د ټانک زام ډيم جوړول، چشمه هايډل پاور پروجيکټ بيا رغول شامل دي.

هغه د ګومل پوهنتون د پهاړپور کیمپس پرانسته، د ټانک او پیزو تر مینځ سړک جوړول، ډیره اسماعیل خان کې بل ګریډ سټیشن جوړولو پرانسته وکړه او د خېبر نه تر کراچۍ لویې سړک غځولو، په ډیره اسماعیل خان کې هوایي ډګر او انډستریل سټیټ جوړولو یادونه یې هم وکړه.

وزیر اعظم زیاته کړه چې دغه سیمه به د صنعتي او زراعتي فعالیتونو مرکز جوړ شي.

هغه د عمران خان په تير حکومت تور پورې کړو چې قومي معيشت يې تباه کړى وو او حتی د چين او سعودي په ګډون يې ملکري هېوادونه ناراضه کړي وو هغه وویل چې هیواد یې د تیلو او ګېس په واردولو کې له ستونزو سره مخ دی ځکه چې د روسیې او اوکراین د جګړې له امله په نړیوالو بازارونو کې د دغه توکو بیې لوړې شوې دي. .

شهباز شريف د ډېره اسماعيل خان په سېلاب ځپلو سیمو کې د برېښنا د خدمتونو د سړکونو او د ودانیو د بیارغونې په برخه کې برخه اخستونکو ستاینه وکړه. او وويل، وروستي سېلابونه يو طبيعي آفت وو، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې کورونه ، فصلونه اودکرنې ځمکې له منځه وړي دي.

هغه وويل د سېلاب ځپلو په بيا رغونه څه د پاسه 90 اربه روپۍ لګولی شوي دي او وفاقي او صوبايي حكومتونو او ادارو د مقامي خلکو سره په ګډه د سېلاب ځپلو سيمو بنيادي مسلې حل كړې خو اثرات لا هم پاتې دي كوم چې يوازې وفاقي حكومت نه شي حل كولی.

نوموړي وویل په جینوا بین المللي كانفرنس كې به نړيوالې ټولنې ته وويل شي چې پاكستان د پرمختللو هېوادونو د كاربن اخراج له وجې له تباهۍ سره مخ دی كوم كې چې د هغې ونډه يو فيصده هم كمه ده.

هغه ژمنه وکړه، چې ایتلافي حکومت به د صوبو په مرسته ټول سیلاب ځپلي په خپلو کورونو کې مېشته کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG