لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکې وروسته سعودي هم خپلو وګړو ته په پاکستان کې د احتیاط کولو ویلي


د امریکې او برتانیې وروسته امریکې هم خپلو وګړو ته په پاکستان کې لارښوونه کړې چې په دغه هېواد کې د ترهګرۍ سېوا کېدو د خطرې له امله دې په ګرځېدو کې احتياط وکړي او ګرځېدل دې کم کړي.

په اسلام اباد کې د سعودي عرب سفارتخانې په ټویټر ويلي، د سعودي عرب نه پاکستان ته راتلونکي او دلته موجود سعودي وګړي دې بې د ضرورته د بهر وتلو څخه ډډه وکړي.

له دې وړاندې په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو کارکوونکو ته په پلازمینه اسلام اباد کې د رخصتیو په جریان کې مېریټ هوټل ته د تللو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې "نامعلوم کسان په امریکایانو د برید پلان لري".

سفارت د اتوار، يکشنبې، په ورځ په خبر پاڼه کې ټولو امریکايانو ته ويلي، چې د رخصتیو په جریان کې اسلام آباد ته له "غېر ضروري، غېر رسمي سفر" څخه ډډه وکړي، په یادولو سره چې پاکستاني چارواکو ښار په "ریډ الرټ" ایښی دی او د امنیتي اندیښنو له امله یې په ټولو عامه غونډو بندیز لګولی دی.

د امريکايي سفارت تر خبرداري لږ وروسته، د اسلام اباد پولیسو هم د دیسمبر په 25مه په اسلام اباد کې د لوړ خبرداري يا های الرټ اعلان وکړ. پولیسو پر ټويټر ليکلي چې په ريډ زون کې یې د امنيتي لپاره تدابیر سخت کړي دي. ريډ زون هغه سیمې ته وايي چې پارليمان، د وزيراعظم او ولسمشر دفترونه، وزارتونه او سفارتونه پکې دي.

په اسلام اباد کې د برتانیې او اسټريليا هايي کمېشنو هم خپلو وګړو د احتیاط لارښوونه کړې ده.

په 23 دسمبر د اسلام اباد په ايي ټېن علاقه کې ځانمرګې چاودنه شوې وه، د اسلام اباد پولیسو په وينا په چاودنه کې یو پولیس اهلکار وژل شوی او د پولیسو په ګډون نور شپږ تنه ژوبل شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د پاکستان پوځ د اتوار/ یکشنبې په ورځ په جنوب لویدیځ بلوچستان ایالت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د یوه افسر په ګډون د پنځو پوځیانو د وژل کېدو تاييد کړی وو.

د دغه برید زمه واري د بلوڅ بېلتون غوښتونکو یاغیانو منلی دی.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف پرون د ګل/دوشنبې په ورځ [26 دسمبر] د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې ډېره اسماعیل خان کې یوې د ستورې ته په وینا کې ویلي په څو ورځو کې به د قامي سلامتيا غونډه رابلل کيږي او د صوبايي حکومتونو او امنيتي ځواکونو په مرسته به د ترهګرۍ خطره ختم کړل شي.

تحریک طالبان پاکستان په 28 نومبر د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او له دغې وروسته یې بريدونه سېوا کړي دي.

په شپږم دسمبر د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د خېبرپښتونخوا د خېبر ضلعې تيراه سفر کړی او ويلي يې وو،

"په سيمه کې رياستي عملداري د قبايلي سيمې د خلکو او امنيتي اهلکارو په نه هېرېدونکو قربانۍ په ځای کړی شوې ده او د تل پاتې امن پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه دوام لري".

د پوځ مشر ويلي وو، "چاته به اجازه ور نه کړي چې امن خراب کړي او لاس ته راوړنۍ ګډې وډې کړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG