لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور د پېسو کاروباريان وايي، افغانستان ته له پاکستانه ډالر نه ځي


په خېبرپښتونخوا کې د پېسو د کاروباريانو د اتحاديې مشر ملک عبدالله خان وايي، افغانستان ته د پاکستان نه ډالرې نه ځي، دغه خبره نوموړي په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحاديې مشر ملک بوستان د هغه دعوې په غبرګون کې کړې چې ملک بوستان ويلي د پاکستان نه په غېر قانونه توګه افغانستان ته ډالرې ځي ځکه په ملک کې د ډالرو کمی دی.

ملک بوستان پرون په يوه خبري غونډه کې دعوه کړې چې د پاکستان د زر مبادله د ذخیري د کمېدو يو علت افغانستان ته د ډالرو قاچاق دی.

هغه ويلي وو په افغانستان کې چې کله طالبان واکمن شو هغه يو ډالر په 155 پاکستانۍ روپۍ وو او د پاکستان د زر مبادله ذخيرې 22 اربه ډالرې وې خو اوس په پاکستان کې په انټر بېنک مارکيټ يو ډالر په 225 روپۍ دی او د زر مبادله ذخیره 6.7 ډالره ته راکمه شوې او دا د اته کالو ریکارډ کمه کچه ده.

نوموړي دعوه کړې چې د پاکستان نه د ورځې په سر 150 کروړه ډالره افغانستان ته په قانوني توګه ځي او د ورځې په سر د پاکستان نه 15000 کسان افغانستان ته سفر کوي.

خو ملک عبدالله د ملک بوستان دعوې ته دورغجنه وايي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ملک عبدالله وویل، په پاکستان کې ډالر ګران دی او په افغانستان کې ډالر ارزان دی نو څنګه او ولې د پاکستان نه څوک افغانستان ډالر ته يوسي.

هغه زياته کړه، د ډالر په غېر قانونه توګه کارولو يا زيات قيمتونو کې اېکسچېنج کمپنۍ او کمرشل بېنکونه لاس لري او دوی ته چې د سټېټ بېنک نه کومې ډالرې راځي هغه مارکيټ ته نه را اوباسي ځکه په مارکیټ کې د ډالرو کمی وي او د ډالر بيعه سېوا کيږي.

هغه وویل دلته په مارکيټ کې د ډالرو کمی دی د نشت برابر دي، دلته يواځې هغه ډالر راځي چې د بهر نه يا د افغانستان نه يې څوک راوړي.

ملک عبدالله وویل که حکومت يا کمپنو مارکیټ ته ډالرې را اوېستې نو ډالر به ورسره ارزان شي.

خو ملک بوستان د خپلې دعوې دليل وړاندې کوي چې په پاکستان کې په انټربېنک مارکیټ او خلاص مارکیټ کې د ډالر بيعې بدلې دي او د بهر نه چې کومې ډالرې راځي هغه په غېر قانونه توګه راځي او د دغه مارکيټ نه کاروباريان ډالرې اخلي او د افغانستان سره پرې تجارت کوي.

هغه بيا وايي، کاروباريان بيا د افغان ټرانزټ ټرېډ د لارې سوداګانې کوي او د هغې دپاره د پاکستان نه ډالر ووځي.

د سرحد چېمبر اف کامرس مرستيال مشر شاهد حسېن وايي، پخوا به داسې کېدل چې د افغانستان په نوم به سوداګانې کېدې هغه به افغانستان ته تلې او بيرته به پاکستان ته قاچاق کېدې خو دغه لړۍ اوس د 95 فيصده پورې ودرېدلې ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، هغه د ملک بوستان د خبرې سره تر يو حده اتفاق کوي خو د دې سره اتفاق نه کوي چې د پاکستان نه ډالر افغانستان ته ځي.

هغه وویل دا د دواړو هېوادونو د ادارو کار دی چې د غېر قانونه پېسو يا ډالرو د انتقال مخه ونيسي.

خو په پاکستان کې اقتصاد پوهان وايي په ملک کې د سیاسي بې ثباتۍ له امله اقتصادي اشارې منفي اړخ ته تللي دي او د اقتصادي مشکلاتو له امله ګراني سېوا شوې د روپۍ قيمت راکم شوی دی د بهر څخه پانګونې نه راځي او ترسيلات زر هم کم شوي چې له امله د پاکستان اقتصاد د ګڼ شمېر چلېنجونو سره مخ دی.

د پاکستان مرکزي بېنک وايي روان کال د اپرېل د مياشتې راهسې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بيعه د 180 روپو نه 225 روپو ته رسېدلې او د روان مالي کال 2022/23 په لومړو څلور میاشتو کې د جولايۍ نه تر نومبر پورې غېر ملکی ترسيلات زر نزدې 10 فيصده راکم شوي او دغه رنګه د سياسي بې ثباتۍ له امله په څلورو مياشتو کې نېغ په نېغه غېر ملکي پانګونې 52 فيصده راکمې شوي دي.

د پاکستان مرکزي بېنک وايي غېر ملکي زر مبادله ذخيره شپږ اربه ډالره ته راکوزه شوې او په پاکستان کې د ډالرو کمی دی.

اقتصاد پوهان وايي که په ملکي کچه سياسي بحران جاري وي نو په راتلونکې کې به د پاکستان اقتصاد نور هم د مشکلاتو سره مخ شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG