لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګاډو دنورو کمپنیو ترڅنګ "سوزوکي"هم پاکستان کې خپل پیداوار وتړلو


پاکستان کې تر ټولو زیات د ارزان قیمته ګاډو جوړونکې کمپنۍ سوزوکي د پنځوؤ ورځو دپاره خپل پیداوار په داسې حال کې تړلی چې په دغه هیواد کې د بهرنیو هیوادونو له خوا د راتلونکي خام مال د کمي له امله صنعتي کارخانې وړاندې څخه په بندیدو دي.

اقتصادي پوهان وایي پاکستان په درامداتو بندیزونه لګولي ترڅو دغیر ملکي اسعارو ذخیرې په کنټرول کې وساتي او د هغې له وجې صنعتي پیداوار هم کم شوی او روزګارونه به هم ورسره اغیزمن شي.

په پاکستان کې د ګاډو او موټر سایکلونو کمپنۍ سوزوکي راتلونکې میاشت د جنورۍ د دویمې نیټې نه تر 6مې نیټې پورې خپل پیداوار ودرولی دی چې بنیادي وجه یې د ګاډو د جوړولو دپاره د خام مال نشتوالی ښودلی.

تر دې وړاندې په پاکستان کې انډس موټرز د روانې میاشتې د20مې نیټې نه تر 30مې نیټې پورې خپله کمپني تړلې ده او هم دغه راز د بلوچستان ویلز په نوم کمپنۍ او ملت ټریکټرز هم خپل پیداوار تړلی دی.

اقتصاد پوهه وکیل رحمان وي او ای ډیوه ته وایي ددې بنیادي وجه داده چې د بهرنیو هیوادونو څخه درامدات نه کیږي، دا وخت د زرو پورې کنټینرې د کراچۍ په بندر ولاړې دي او پنڅه سوه نورې هم په لاره دي.

خو د مرکزي بینک له خوا ایل سيز نه پرانستل کیږي او دې سره پاکستاني صنعت ته هم نقصان رسي.

"خام مال بند شوی،د هغې په وجه صنعتونه اغیزمن شوي، د خلکو روزګار هم متاثره کیږي او په ولاړوکنټینرو کرایه هم زیاتیږي نو دې سره به قیمتونه هم زیات شي"

په پاکستان کې د شماریاتو اداره وایي د روان مالی کال په پنځوؤ میاشتو کې د غټو صنعتونو پیداوار 7 فیصدي نه زیات کم شوی چې بنیادی وجه یې د اقتصاد په قلاره کیدل او د توانایۍ د زیاتو بیعو له وجې په تجارت زیات خرڅونه دي.

مرکزي بینک وایي د بینک دغیر ملکي اسعارو ذخیره 6.1ډالره ده او د حکومت له خوا په‌درامداتو د کنټرول ساتلو وروسته تجارتي خساره په پنځوؤ میاشتو کې 30 فیصدي کمه شوې او په دې موده کې د 26 اربو ډالرو درامدات شوي خو بیا د پاکستان برامدات هم 3 فیصدي کمي سره نزدې 12 اربه ډالره دي.

د اقتصاد ماهر پروفیسر منظور علي وي او ای ډیوه ته وايي په پاکستان کې د درامداتو او برامداتو تر منځه فرق زیات دی دپاکستان خپل امدن کم دی او ترسیلات زر هم کم شوي او هیواد کې د درامداتو دپاره ډالر نشته او حکومت هڅې کوي چې ډالر بهر کم نه کم لاړ شي او هغې دپاره دوی ایل سيز نه پرانزي نو صنعتونه متاثره کیږي.

"کوم صنعتونه چې خام مال د بهر څخه را غواړي په هغوي اغیزې کیږي او د کومو صنعتونو انحصار چې په مقامي خام مال دی په هغوی به اثرات کم وي"

سوزوکي کمپني جاپانۍ کمپني ده او د تیرو 40 کالو راهسې یې په پاکستان کې په زرګونو خلکو ته روزګار هم ورکړی او د کال 2015م د شمیرو مطابق 2.5 اربه روپۍ پاکستان ته د مالیې په مد کی ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG