لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

UNFPA په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز پرېکړه غندلې


AFGHANISTAN-CONFLICT/WOMEN-PROTEST
AFGHANISTAN-CONFLICT/WOMEN-PROTEST

د ملګرو ملتونو UNFPA ادارې په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز پرېکړه غندلې.

د ملګرو ملتونو د وګړو وجهي صندوق اجرائیوي مدیرې ناټالیا کانم د دوشنبې په ورځ ناوخته د ډسمبر په ۲۶مه ویلي چې دا ډول پرېکړې له نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړوني دي.

هغې زیاته کړه:
"زه د طالبانو هغه وروستي فرمانونه په کلکه غندم چې په حقیقت کې د چارواکو لخوا ښځو ته د لوړو زده کړو او د کورني او نړیوالو بشري سازمانونو سره د کار کولو منع کړي دي. دا پرېکړې د بشري حقونو له نړیوال قانون څخه سرغړونه کوي او په افغانستان کې ښځې او نجونې د خپلو انتخابونو او پرېکړو له ازادۍ او وړتیا څخه بې برخې کوي، دوی له خپلواکۍ او د بشر په توګه له خپلو حقونو محروموي."

اغلې وییلي چې‌ د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې د حق په ردولو سره، واکمنه چارواکي د هیواد په ملي پرمختیا، اقتصادي وده او ثبات کې د نیم افغان نفوس له ونډې څخه انکار کوي.

اغلې کانم زیاته کړې: "د تیر کال په جریان کې، هغوی (ښځینه کار کوونکو) او ټولو شریکانو د ملګرو ملتونو دوګړو له صندوق سره مرسته کړې ده تر څو ۴.۳ میلیون افغانانو ته د امیندوارۍ اړین روغتیايي خدمات، مور، نوي زېږېدلي ماشوم، او همدارنګه له یو میلیون کسانو سره د رواني او ټولنیزو خدماتو زده کړو او ژوند مهارتونو په برخه کې مرسته وکړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د امداد دفتر (یوناما) نګران مشر د ګل/دوشنبې په ورځ په طالبانو غږ وکړ چې په غیردولتي ادارو (اېن جي اوز) کې دې د ښځو کارکوونکو په کار باندې لګول شوی بندیز، بېرته لېرې کړي.

یوناما په یو بیان کې ویلي چې اوس مهال د میلینونو په شمېر کې افغانان بشري مرستو ته ضرورت لري او دې لارې کې د خنډونو لېرې کول ضروري دي.

پس د هغه چې طالبانو په افغانستان کې په غیردولتي موسسو (اېن جي اوز) کې د ښځو په کار بندیز ولګولو، تر اوسه دې ته په غبرګون کې، لږ تر لږه څلورو خارجي موسسو خپل کارونه بند کړي دي. څلور موسسې، سېف دې چلډرېن، نارویجین ریفیوجي کاونسل (اېن آر سي)، کېئر انټرنشنل (پاملرنه موسسه)، او انټرنشنل ریسکیو کمیټي (آی آر سي) شاملې دي.

طالبان دعوه کوي چې ګني په بهرنیو امدادي ادارو کې کارکوونکو افغانو ښځو، د اسلامي حجاب خیال نه ساتلو.

افغانستان کې د طالبانو د خوا په ښځو د یونیورسټۍ د زدکړو او بیا د غېر دولتي‌ادارو سره په کار کولو د بندیز پرخلاف په افغانستان کې دننه او په نړيواله کچه سختې نیوکې کيږي او غوښتنه ترې کيږي‌ دغو پرېکړو ته بیا کتنه وکړي خو طالبانو دې پرېکړو ته د بیا کتنې کومه خبره نه ده منلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG