لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:میرعلي اؤ میرانشاه کې دطالبانو بېرغونه لګي: ترهګرو ته ولې په پېښو پریوتې؟دبلاول ځواب


دپاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان ویلي میرعلي اؤ میرانشاه کې دطالبانو بېرغونه پورته کیږي اؤ وایي هغه دپوځ پخواني سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه ته ویلي هم وؤ چې ترهګري سیوا کیدای شي ،محتاط به پاتې کیدل وي.

خو دهیواد خارجه وزیر اؤ دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري بیا هیواد کې دترهګرۍ د پېښو زیاتېدو پړه په عمران خان اچولې اؤ پوښتنه یې کړې چې چا دې (عمران خان) لوبغاړي ته اجازه ورکړې وه چې دترهګرو پښو ته پریوځي اؤ مذاکرات ورسره پیل کړي،

بلاول بوټو دا پوښتنه هم کړې ده چې دا( ترهګر) چا له بنده خوشې کړي دي؟

دیو پاکستاني ټي وي چینل سره پخپله یوه مرکه کې عمران خان ویلي "مونږ پخپلو امنیتي قواؤ باوري یو خو ولې دیوې بلې جګړې لپاره پیسې نه لرو"

هغه پوښتنه کړې چې کله دافغانستان په پوله لګیدلی ازغن تار ماتول کیدو،ایا مونږ پرې نه وؤ خبر؟ خو وایي "هغه مهال زمونږ ځواکونه په سیاسي معاملو کې بوخت کړل شوي وؤ"

عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې دټي ټي پي له لوري پاکستان سره د اوربند ماتولو له اعلان وروسته پاکستان کې یو وارې بیا دترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ دبمي چادونو اؤ بریدونو ترڅنګ اوړمه ورځ په ټولنیزو داسې ویډيوګانې هم خپرې شوي چې پکې لیدل کیږي پاکستاني طالبانو دشمالي وزیرستان په میرعلي بازار کې خپل بېرغونه لګولي اؤ ګزمې کوي.

څېړونکي وایي پروسکال چې دعمران خان په حکومت کې کله پاکستان دافغان طالبانو په منځګړتوب ټي ټي پي سره افغانستان کې دسولې مذاکرات پیل کړل نو ددغو مذاکراتو په نتیجه کې د ټي ټي پي وسله وال پاکستان ته راننوتلي اؤ اوس یې حکومت دقابو کولو په چل نه پوهیږي.

عمران خان ویلي هغه جنرال باجوه ته ویلي وؤ چې دترهګرۍ پېښې زیاتېدای شي اؤ باید مونږ محتاط پاتې شو، اؤ نن دادی په میرعلي اؤ میران شاه کې دطالبانو بېرغونه لګول کیږي.

خو دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري بیا هیواد کې دترهګرۍ د روانې څپې پړه بیا په پخواني وزیراعظم عمران خان ور اړولې ده اؤ وایي هغه ته چا اجازه ورکړې وه چې ترهګرو ته باید پښو پریوځي اؤ مذاکرات ورسره پیل کړي.

دسیند په ګرهي خدابخش سیمه کې دخپلې مور اؤ‌ پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو دپینځلسم تلین په اړوند راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې ښاغلي بلاول بوټو په عمران خان سختې نیوکې وکړې اؤ وي ویل "ترهګر چا له زندانونو خوشې کړي دي؟"

هغه زیاته کړه چې هیواد کې دترهګرو دبیا راستنېدو لارې تړل شوې وې ،دضرب عضب په ګډون ګڼ عملیات په بریالي ډول سرته رسیدلي وؤ خو نوموړي له عمران خان نه پوښتنه وکړه چې ایا نیول شوي ترهګر دده په قید کې وؤ که دکوم بل هیواد ،اؤ که نه چرته پټ شوي وؤ؟

هغه وویل په ترهګرو کې همت نه ؤ پاتې چې پاکستان ته په خیرنو سترګو وګوري خو عمران خان حکومت کې ورسره خبرې پیل شوې اؤ ترهګر بیا زړور شول.

بلاو بوټو زرداري وویل عمران خان چې دترهګرو لپاره کومه تګلاره جوړه کړې وه مونږ ته به هغه پرېښودل اؤ دپاکستان ځواکمني ځائ ته راوستل وي.

نوموړي وویل دترهګرو اؤ تندلارو دمقابلې لپاره به ټول قام ته خپلو کې یو موټي کیدل پکار وي.

د پېښور پوهنتون د صحافت دڅانګې استاد او ليکوال ډاکټر عرفان اشرف وي او ای ډیوه ته ویلي،چې په افغانستان کې د طالبانو د راتګ سره او دتحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو دوران کې ددغې وسله والې ډلې دغړو پاکستان ته دننوتلو له امله د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي دي۔

نوموړی وایي" ټي ټي پي پاکستان ته نه ده راغلې بلکې دا د فيض حميد د فارمولې د لاندې هغوی ته اجازت ورکړل شوی چې تاسو پاکستان ته راشئ او افغانستان پرېږدئ او دلته پاتې کېږئ، نو دا چې پاکستان غواړي چې دوی دلته پاتې کېږي نو دا وسله والې ډلې به هم هغه کارونه کوي چې د کوم په بنياد دا ډلې جوړې شوې دي"

ډاکټر عرفان اشرف زیاتوي په پاکستان کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره به رياست ته په دې اړه خپله تګلاره بدلول وي.

دهغه په وینا"د رياست اړخ ته پکار ده چې مونږ وګورو چې د رياست حکمت عملي څه ده چې ايا ترهګري ختمول دي يا د ترهګرۍ په بنياد هغه پرېکړې کول دي کومه چې زمونږ د جرنېلانو يوه پالسي پاتې شوې ده، که چرې دا پالسي جاري وي نو په دې سيمه کې به بدلون هغه شان نه راځي څنګه چې مونږ غواړو"

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ نه د زیات اغېزمن ګوند عوامي نیشنل پارټۍ صوبایي سکتر اؤ په صوبایي اسمبلۍ کې پارلیماني مشر سردار حسین بابک دنهې په ورځ د ډیوه خبریالې سعدیه قاسم شاه سره خبرو کې ویلي ویلي داسې ښکاري چې خيبر پښتونخوا طالبانو ته سپارل شوې ده او حکومت ورته واک او اختیار ورکړی دی او داسی نه بریښي چې ګنې خیبر پښتونخوا هم د پاکستان برخه ده .

"مونږ دنیا ته څه پیغام ورکوو چې په وزیرستان کې واک د چا په لاسو کې دی او دا د ریاست په فعالیتونو یوه لویه پوښتنه ده او دا ډېره د افسوس خبره ده "

خو د خیبر پښتونخوا حکومت شمالي وزیرستان کې دفعالیتونو دفعالیت تورونه رد کړي اؤ وایي مخالفه سیاسي ګوندونه ددې نه سیاسي ګټې تر لاسه کوي.

ډیوه سره خبرو کې دبیرسټر سیف وینا وه دې کی شک نشته چې حالات خراب دي خو داسې نه ده چې په وزیرستان کي حکومتي عملداري نشته .

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG