لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رانا ثناالله ویلي د اسلام اباد ترهګریز برید کې ککړ تنان اؤ دهغوئ سهولت کاران نیول شوي


دپاکستان دکورنیو چارو وزیر ښاغلي رانا ثناء الله دعوه کړې ده چې پلازمینه اسلام اباد کې په 23م ستمبر ترسره شوي ترهګریز برید کې ککړ تنان اؤ دهغوي همکاران نیولی شوي دي.

په ټولنیزه رسنۍ ټویټر خپل یو بیان کې رانا ثناء الله ویلي چې برید کوونکی د خیبر پښتونخوا دقبایلي ضلعې کرمې نه د راغلی ؤ چې وړومبی په راولپنډۍ کې پاتې شوی اؤ بیا دیو مهم هدف په نخښه کولو لپاره اسلام اباد ته ننوتلی ؤ.

هغه وایي اسلام اباد کې پولیسو دبرید کوونکي هدف ناکامه کړی ؤ اؤ دپلټنو نه دا هم معلومه شوې ده چې په دې برید کې دټیکسي ډرایور هیڅ لاس نه لرلو.

دکورنیو چارو وزیر که هرڅو داسلام اباد ترهګریز برید کې دککړو کسانو دنیونې دعوه کړې ده اؤ دهغوئ پیژنګلو یې نه ده په ډاګه کړې اؤ نه یې دا ویلي دي چې دنیول شوؤ کسانو تړاؤ دکومې ترهګرې یا وسله والې ډلې سره دی خو تر دې وړاندې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان ددې برید پړه پغاړه اخستې ده.

په 23دسمبر دپلازمینې اسلام اباد په سیکټر ایي ټين فور کې په ټیکسي موټر کې ناست یو ترهګر دپولیسو دپوستې ترڅنګ ځان پسې تړلي بارودي مواد چولي وؤ چې پکې دیو پولیس عسکر په ګډون درې کسان وژل شوي اؤ 10 نور ژوبل شوي وؤ.

مطبوعاتي رپورټه وایي چې په دغه برید کې وژل شوؤ کسانو کې د ټیکسي ډرایور هم شامل ؤ خو دکورنیو چارو وزیر ویلي چې ټیکسي ډرایور په پلټنو کې بېګناه ثابت شوی اؤ ترهګر هغه دکاډي سره په کرایه راوستی ؤ.

دپېښې نه سمدستي وروسته د اسلام اباد د پولیسو ډي ايي جي اپرېشن سهېل ظفرچټه د پېښې په ځای کې مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي وؤ، د لومړو معلوماتو ترمخه په ګاډي کې يو سړی او يوه ښځه سواره وو.

په دې وروستیو کې چې تحریک طالبان پاکستان حکومت سره د اوربند ماتولو اعلان کړی نو په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو ګڼ شمیر بریدونه شوي خو په پلازمینه اسلام اباد کې دا وړومبی برید ؤ چې دامنیت په اړه یې دخلکو اندېښنې رابرڅېره کړې دي.

تر دې برید وروسته په اسلام اباد کې کلک امنیتي ګامونه اخستل شوي اؤ انتظامیې دفعه ۱۴۴ پځائ کړې ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG