لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزي د ښځو د تعلیم او کار په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اندېښنې سمې بللې او هرکلی یې کړی


واشنګټن ـــــ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم ادارو د بندولو او په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه شدیده اندېښنه ښکاره کړې ده، طالبانو لا غبرګون نه دی ښکاره کړی خو حامد کرزي د امنیت شورا د دریځ هرکلی او تایید کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دسمبر پر 27مه په یوه اعلامیه کې د طالبانو د حکومت هغه پرېکړې د بنیادي ازادیو او بشري حقونو په زیان بللې دي، چې د ښځو پر تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې یې د هغوی پر کار د بندیز په اړه یې کړې دي.

د امنیت شورا 15 غړو په غیرسرکاري کورنیو او نړیوالو ادارو کې له کار کولو د ښځو د منع کولو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې او وایي د طالبانو دا پرېکړه له افغانانو سره د دوی د کړو ژمنو او د نړیوالې ټولنې د هیلو خلاف کار دی:

"دا به د ملګرو ملتونو په ګډون په هیواد کې د بشري مرستو پر فعالیتونو ژور او سمدستي اغېز ولري، د مرستو رسولو لړۍ او روغتیایي کارونه به ورو کړي".

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اعلامیه کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه هم اندېښنه تکرار کړې ده او په ټولنه کې یې د ښځو او نجونو د بشپړ، برابر او معنالرونکي ګډون غوښتنه کړې ده.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې ژر تر ژره د نجونو بند سکولونه خلاص کړي او په دې برخه کې خپل چلند بدل کړي.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا اندېښنو ته تر اوسه رسمي جواب نه دی ویلی، خو تر دې مخکې یې په پوهنتونونو کې د ښځو د تعلیم او په غیرسرکاري ادارو کې د کار د ځنډولو د پرېکړو ملاتړ کړی او د دواړو پرېکړو سبب یې د ښځو له خوا د حجاب نه عملي کول ګڼلي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دریځ سم بللی او هرکلی یې کړی دی. حامد کرزي پر خپلو رسمي فېسبوک او ټویټر پاڼو په لنډ بیان کې د طالبانو پر حکومت ږغ کړی چې د هېواد د پرمختګ او ګټو په خاطر دې ژر د نجونو تعلیمي ادارې پرانیزي. په بیان کې راغلي:

"د هیوادوالو د اقتصادي ستونزو د حل او د کورنیو د ژوند د حالاتو د ښه والي لپاره له سرپرست حکومته غواړم چې د میرمنو د کار په مسئله کې پر خپله پریکړه له سره غور وکړي او په هیواد کې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي".

په افغانستان کې د نجونو د سکولونو او پوهنتونونو د بندېدو په اړه د طالبانو پرېکړې په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه پارولي دي او د امریکې، سعودي او پاکستان په ګډون ګڼو نړیوالو ادارو او د اسلامي همکارۍ سازمان له طالبانو غوښتي چې په دې اړه خپله پرېکړه بیرته واخلي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم د طالبانو د بندیزونو د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ګوتیریش د نهې- سه شنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې پر ښځو د طالبانو وروستي محدودیتونه له بشري حقونو سرغړونه ده او هیڅ جواب نه لري باید بیرته واخیستل شي. ښاغلي ګوتېریش لیکلي:

"[له ولسي ژونده] د ښځو او نجونو د ایستلو او د هغوی د غلي کولو کارونه د افغان ولس وړتیاوو ته د ډېر زیات زیان او خنډ سبب کېږي".

د طالبانو حکومت د 2021م کال په ستمبر کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند کړل او د 2022م کال د دسمبر پر 20مه یې په ټولو سرکاري او شخصي پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو زدکړې "تر بل امر پورې" وځنډولې.

د طالبانو د کانونو او پیټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور ویلي، د راتلونکي کال په مارچ میاشت کې به د نوي تعلیم کال په شروع کېدو سره په افغانستان کې د نجونو د پوهنتونونو او سکولونو د خلاصولو په اړه جدي پرېکړه وشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG