لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د پوځ پر پوسته ځانمرګي برید پینځه پوځیان ژوبل کړي، ذمه واري یې لا چا نه ده منلې


ډېره اسماعیل خان ــــ د افغانستان د پولې ترڅنګ د پښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزیرستان میرعلي کې د پوځ په یوه پوسته باندې ځانمرګي برید شوی دی چې پکې د پاکستان د پوځ پینځه عسکر ژوبل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې روانه دسمبر میاشت کې دا دریم ځان مرګی برید دی. له دې نه وړاندې دوه ځانمرګي بریدونه په میرانشاه کې شوي وو.

د شمالي وزیرستان پولیس دا ځانمرګی برید تاییدوي او وایي دا د شورو- چارشنبې په ماښام د میر علي تحصیل د ایپي او کجوري سیمو تر منځ د امنیتي عسکرو په پوسته باندې شوی دی.

د ميرعلي پوليس تاڼې وویل د لومړیو معلوماتو ترمخه یو ځانمرګي د بارودي توکو نه ډک موټر د پوځ پوستې سره ټکر کړی او چاودنه يې کړې ده.

پولیس چارواکي د برید سره سم پولیس او نور امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي. وایي د پېښې له ځایه چې کوم شواهد په لاس ورغلي د هغو په اساس به د پېښې پلټنې کیږي.

د دوی په وینا په پېښه کې ژوبل پوځي عسکر په فوري توګه میر علي سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي خو وایي په اړه یې پوځ دوی سره نور مالومات نه دي شریک کړي.

د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو په سیمه کې امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي ځانمرګي برید کې پینځه پوځي عسکر ژوبل شوي‌ دي.

سرچینې وایي په ژوبل عسکرو کې سپاهي محمد عثمان، سپاهي احسن نصیر، سپاهي محمد عثمان غنی، سپاهي ذاکر شاہ او سپاهي سجاد علي شامل دي.

په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري لا کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو تحریک طالبان پاکستان په ورستیو کې د یو شمېر نورو پېښو زمه وارۍ منلې دي.

تېره میاشت تحریک طالبان پاکستان حکومت سره تر اوربند ماتولو وروسته د بریدونو اعلان کړی وو او خپلو وسله والو ته یې امر کړی و‌ چې په هره سیمه کې باید امنیتي ځواکونو باندې بریدونه پیل کړي.

په شمالي وزيرستان کې سږ کال دا لسم ځانمرګی بريد دی، چې په زياترو بريدونو کې پوځ په هدف کړی شوی او د زياتو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان منلې دي.

په شمالي وزیرستان کې وروستی ځانمرګی برید د دسمبر په 19مه میرانشا کې شوی وو چې پکې د پوځ یو عسکر او دوه ملکي کسان وژل شوي وو.

له دغه برید پينځه ورځې وړاندې په 14م دسمبر په ميرانشا کې ځانمرګي برید کې د پوځ په وينا يو پوځي عسکر او يو لاروی وژل شوي او اته عام ملکي وګړي پکې ژوبل شوي وو.

په شمالي وزیرستان او پیوستو سیمو کې د ناامنۍ د پېښې چټک شوې او په تیره یوه اوونۍ کې د خېبرپښتونخوا په بنو، لکي مروت، جنوبي او شمالي وزیرستان ترڅنګ بلوچستان صوبه کې د پاکستان په امنیتي عسکرو یو شمېر بریدونه شوي چي پکې د پاکستان پوځ افسرانو په ګډون ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبلې اوختي دي.

خو د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د ګل- دوشنبې په ورځ 26 دسمبر د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې ډېره اسماعیل خان کې یوې د ستورې ته په وینا کې ویلي په څو ورځو کې به د قامي سلامتيا غونډه رابلل کيږي او د صوبايي حکومتونو او امنيتي ځواکونو په مرسته به د ترهګرۍ خطره ختم کړل شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG