واشنګټن ـــــ د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر چارواکو په وروستیو اوونیو کې په دې سیمه کې ګڼ شمېر هغه کورونه ضبط کړي دي چې له ناقانونه اعلان شوي تحریک جماعتِ اسلامي سره تړلي دي او له کبله یې د مسلمانانو په دې اکثریتي سیمه کې کړکېچ په زیاتېدو دی.
د جماعتِ اسلامي د کورونو د ضبط کولو وروستۍ څپه د شنبې- خالي په ورځ هغه وخت پیل شوه چې د ګڼ شمېر رپوټونو له مخې د پلټنو د سرکاري ادارې په سپارښتنه د هغوی لږ تر لږه 20 جایدادونه ضبط شول او د لسګونو نورو جایدادونو د ضبط کولو اټکل شوی دی.
چارواکي وایي دغه چاپې د هند د ترهګرۍ پلټونکې مهمې ادارې نېشنل انوسټیګېشن ایجنسۍ له خوا د پولیسو په مرسته تر سره شوې دي.
وایي ایس ای اې په سرینګر، منځنۍ ضلع بډګام او په جنوبي ضلعو پلوامه او کلګام کې په بېلابېلو ځایونو کې دغه کورونه محاصره کړي دي چې وایي د تلاشۍ پر مهال یې د راکړې ورکړې کاغذونه او داسې مواد هم ضبط کړي چې کېدای شي په مجرمانه چارو کې به ترې کار اخیستل کېده.
چارواکي وایي د جماعتِ اسلامي کوم کورونه چې ضبط کړل شوي دي، د هغوی ارزښت یو ارب 22 کروړه او 89 لکه روپۍ وو.
د دسمبر پر 20مه هم هندي ځواکونو د سرینګر په یوه محله کې د هغې دوه منزله ودانۍ د نیولو لپاره تیار ساتل شوي وو چې یو وخت پکې د کشمیر د جماعتِ اسلامي د یو مشر سید علي ګیلاني کور وو.
پاکستان پلوه سید علي ګیلاني د کشمیر د ازادۍ غوښتونکو یو مشر وو، چې «د کشمیر د جهاد پلار» بلل کېده او تېر کال په ستمبر کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه له 1953م تر 2004م کال پورې د جماعتِ اسلامي غړی وو، خو پر همدې کال یې نوی ګوند «تحریکِ حریت جمو و کشمیر» جوړ کړ.
د ګیلاني د کورنۍ یو غړی چې د سرکاري غچ اخیستنې له ډاره یې د نوم نه ښکاره کولو په شرط له وي او اې سره خبرې کولې، د دې پوښتنې په جواب کې شکمن وو چې ایا د دې کور اصل مالک څوک وو:
"شاید دا جایداد د جماعت اسلامي وي، چې اوس ناقانونه ګڼل شوی تنظیم دی. موږ هلته لنډه موده و اوسېدلو".
د کشمیر د پولیسو یوه مشر وِجې کمار یوه هندي ټیلیویژن ډبلیو ای او این ته ویلي چې "پولیس به د هغو ټولو خلکو جایدادونه ضبط کړي چې د ترهګرو د پناه ځای په توګه ترې کار اخلي".
هندوستان د 2019م کال په مارچ میاشت کې د ترهګرۍ ضد قوانینو په بنیاد پر جماعتِ اسلامي د پینځو کلونو لپاره په دې تور بندیز لګولی وو، چې ګواکې له هند مخالفو وسلوالو ډلو سره نیژدې اړیکې لري او له ازادي غوښتونکو کشمیري ډلو سره کار کوي.
جماعتِ اسلامي دا تورونه رد کړي او ویلي یې وو چې د ټولنیز، سیاسي او مذهبي ګوند په توګه له هغې توندورۍ سره هیڅ تړاو نه لري چې له لسیزو راهیسې یې کشمیر ناارامه کړی دی.
ایس ای اې د دسمبر پر 18مه ویلي وو چې د کشمیر په څو سیمو کې یې د یو ارب روپیو په ارزښت د جماعتِ اسلامي جایدادونه ضبط کړي دي. ادارې ویلي وو، له جماعت اسلامي سره تړلي 188 جایدادونه یې په ګوته کړي چې یا "خبرتیا ورکړل شوې یا د نورو قانوني اقداماتو لپاره خبرتیا ورکول کېږي."
وي او اې هڅه وکړه چې په دې اړه په کشمیر کې د جماعتِ اسلامي له ځینو غړو سره خبرې وکړي او د هغوی نظر واخلي، خو ټولو د ریاستي غچ اخیستنې له ډاره له خبرو ډډه وکړه.
د قانوني چارو یوه څېړونکي د امنیتي ستونځو له کبله د خپل اصلي نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ته وویل، حکومت باید هر ډول جایداد وروسته له هغه ضبط کړي چې عدالت یې د یو غیرقانوني تنظیم ملکیت وګڼي.