لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دپوځي کورکمانډرانو کانفرنس دترهګرو پرضد دبې توپیره ګامونو اخستو هوډ ښودلی


په پاکستان کې دترهګرۍ دچټک شوي بهیر څخه وروسته دپاکستان پوځي مشرتابه هوډ ښودلی چې دترهګرو په ضد به د ولس دهیلو په اساس پرته له کوم توپیر ګامونه اخستی اؤ ترهګري به له مینځه وړلی شي.

دپوځ دمطبوعاتي څانګې ایي ایس پي ار ترمخه دترهګرۍ پرضد دبې توپیره ګامونو اخستو دا هوډ دپوځي سر لښکر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ ترسره شوي دپوځ دکورکمانډرانو 254وم کانفرنس کې ښودل شوی .

ایي ایس پي ار ویلي دغه کانفرنس چې د 27م نه تر28م دسمبر په جنرل هیډ کوارټر راولپنډۍ کې ترسره شوی پکې دپوځ دمسلکي اؤ تنظیمې چارو ارزونه شوې ده.

دپوځ په لنډ بیان کې نه ده واضحه شوې چې دترهګرو پرضد به اخستل کیدونکي ګامونه دکوم نوعیت وي خو په دې بیان کې په څرګند ډول ویل شوي چې پوځي مشرتابه د ولسي هیلو په اساس دترهګرو اؤ ترهګرۍ په ضد ګامونو اخستو ته ژمنتیا ښودلې ده.

په پاکستان کې دترهګرۍ د سیوا شوؤ پېښو سره سم په پوځ دې نیوکو زور نیولی چې دپوځ لخوا ترهګرو سره دمذاکراتو په نتیجه یو ځل بیا ترهګر پاکستان کې منظم شوي اؤ خپل ترهګریز بریدونه یې زیات کړي دي.

په پوځ دانیوکې هم کیږي چې دترهګرو په اړوند یې توپیري تګلاره خپله کړې اؤ څه طالبان د"غوره "اؤ څه د "بد" په نوم یادوي.

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې دترهګرۍ پرضد د ولسي پاڅونونو په مهال سیاسي اؤ مدني مشرانو غوښتنې کړې دي چې دترهګرو پرضد باید پرته له کوم توپیر یو رقم ګامونه واخستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تحريک طالبان پاکستان د تېر نومبر میاشت کې د پاکستان سره ترسره کړې ډزبندي ختمه کړې او د خپلو حملو لړۍ یې تر سرښار اسلام اباد رسولې ده.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير په 23م دسمبر شمالي وزیرستان ته سفر کړی ؤ اؤ دغلته یې ویلي وؤ چې د پوځ ټوله توجو په امنیتي حالاتو ده او هوډ یې څرګنده کړی ؤ چې د ترهګرۍ مخه به نيسي او د هغوى د سهولت کارو ترمنځ به جوړ جاړی ماتوي.

د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه تېر کال اګست په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د پاکستان په خېبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او بلوچستان کې په ترهګریزو بریدونو کې نزدې 51 فيصدي اضافه شوې ده او په دې ورستو کې د کورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناالله هم ویلي وو چې تېر يو کال کې د ترهګرۍ 300 پېښې رامنځ ته شوې دي.

د شمالي وزیرستان څخه د قامي اسمبلۍ غړی او د قامي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وي او ای ډيوه ته وایي ستونزه دا ده چې پاکستان په ښکاره يوه خبره کوي او په عمل کې بل څه کوي او تر څو چې دترهګرۍ په ضد په تګلاره کې روڼتيا نه وي راغلې ترهګري اؤ ناامني به لا پسې سېوا کېږي.

د ډیوه خبریال ارشد حسین سره خبرو کې ښاغلي داوړ ویلي،اوس هم د افغانستان طالبان په پاکستان کې حضور لري او د دوي په ضد پاکستان له يوه واضحه تګلاره جوړول پکار ده.

د پاکستان د پوځ پخواني افسر او د امنیتي چارو څېړنګار ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود تېره اوونۍ ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ،دی ويني چې ډېر زر به د ټي ټي پي پرضد د پاکستان دننه پوځي عملیات پیل کړی شي.

ښاغلی مسعود وايي د پاکستان د پوځ د اوسني مشر ټول پام دامنیت ټينګښت ته دی او تاسو به وګورئ چې پوځ به د امنیت په دې تازه معامله غلی پاتې نه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG