لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیره اسماعیل خان کې دپولیسو په پوسته دترهګرو برید کې درې عسکر ژوبل شوي


دخېبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې ترهګرو دپولیسو په پوسته دسپکو اؤ درنو وسلو برید کړی چې پکې لږ تر لږه درې پولیس عسکر ژوبل شوي دي.

پولیس وایي دا برید دزیارت اؤ جمعې په منځ شپه کې د ډيره اسماعیل خان دکلاچي پولیس تاڼې په ټکواړه پوسته شوی چې دغلته ترهګرو دپولیسو په پوسته د دریوؤ اړخونو څخه د سپکو وسلو ترځنګ د راکټ لانچرو ډزې کړې دي اؤ هم یې دپوستې په ودانۍ لاسي بمونه غورځولي دي.

د ډيره اسماعیل خان د ضلعي پولیسو دمشر یا ډي پي او ددفتر نه دخپور شوي بیان له مخې دترهګرو دبرید په مهال پولیسو په کامیابۍ سره دترهګرو مخه نیولې اؤ ورسره یې لږ تر لږه دوه نیم ساعته اوږده مقابله کړې ده.

پولیس وایي چې د دوي په ډزو کې ترهګرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو وایي ترهګر په تېښته بریالي شوي اؤ خپل وژل شوي اؤ ژوبل شوي ملګري یې هم د ځان سره وړي دي.

پولیس وایي چې دې برید کې درې عسکر ژوبل شوي چې د علاج لپاره په سمدستي توګه روغتون ته رسول شوي دي.

د ډيره اسماعیل خان پولیسو ضلعي مشر یا ډي پي او محمد شعیب ویلي د ډيره اسماعیل خان په تاریخ کې دا دترهګرو تر ټولو ستر اؤ منظم برید ؤ اؤ دوي غوښتل د پولیسو ودانۍ ته په ننوتلو سره ستره تباهي رامنځته کړي خو پولیسو په مړانه سره دترهګرو مخه نیولې اؤ دهغوي برید یې پشا تمبولی دی.

ډي پي او محمد شعیب چې پخپله یې هم دترهګرو دبرید تمبولو لپاره په کارروایۍ کې برخه اخستې ،خبریالانو ته یې ویلي چې دکلاچي په ګډون په ټوله ضلعه کې امنیتي ګامونه پراخه کړل شوي اؤ پولیس به په هیڅ صورت ترهګر خپلو ناوړه پلانونو کامیابولو ته پرې نه ږدي.

په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په نزدې وختونو کې د خیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په پوځ اؤ پولیسو څومره بریدونه شوي هغې کې د دزیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده.

تر دې پېښې وړاندې هم د زیارت په ورځ د پښتونخوا د کورمې ضلعې په اراولي سیمه کې ترهګرو سره په جګړه کې درې پوځیان وژل شوي دي.

په دې وروستيو ورځو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې زياتې شوې دي او تېره ورځ د پوځ د مشر عاصم منیر په مشرۍ د کور کمانډرانو په غونډه کې پوځ د ترهګرۍ د ځپلو لپاره پر "خپله کلکه" اراده ټينګار کړی وو.

د روانې اوونۍ په پیل کې د بلوچستان په کاهان سیمه کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ښخ کړل شوو چاودیدونکو موادو په چاودنه کې پینځه پوځیان وژل شوي وو.

د هغه برید ذمه واري د بلوڅانو یوې وسلوالې ډلې بلوچستان لیبرېشن ارمي پر غاړه اخیستې وه.

په پاکستان د رهګرۍ بریدونو وروسته له هغې زیات شوي دي چې ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان په تېره نومبر میاشت کې له حکومت سره خپله میاشتنۍ ډزبندي ختمه کړه.

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د غیررسمي شمېرو له مخې وایي، د 2021م کال د اګست له 15م د 2022م کال د اګست تر 14 پورې د ترهګرۍ پېښې 51 فیصده زیاتې شوې دي.

وایي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په تېر شاوخوا یو نیم کال کې په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ په 250 بریدونو کې 433 کسان وژل شوي او 719 تنه ټپیان شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG