لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان:دترهګرۍ په ختمولو،دپولې په انتظام ښه کولو اؤ نورو مهمو مسلو افغانستان سره خبرې کوؤ


پاکستان کې دترهګرۍ د سیوا شوي بهیر نه وروسته ددغه هیواد دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې ممتاز زهره بلوڅ ویلي پاکستان افغان چارواکو سره دګډې پولې دښه انتظام،د ډپلوماټانو دامنیت پراخولو اؤ دترهګرۍ دمخنیوي په ګډون په یو لړ مهمو ستونزو خبرې اترې کوي.

د پنجشنبې یا زیارت په ورځ اسلام اباد کې مطبوعاتو ته داحوال ورکولو په مهال دخارجه دفتر ویاندې ویلي افغانستان پاکستان ته ځېنې بارونه ورکړي دي اؤ هیله ده چې خپلې کړې ژمنې به سرته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو په وار وار دعوې کړي چې ټي ټي پي دپاکستان پرضد دافغانستان زمکه کاروي اؤ تېره ورځ دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي وؤ په افغانستان کې دطالبانو دحکومت رامنځته کېدو سره وسله واله ډله ټي ټي پي نوره هم پیاوړې شوې ده.

خو په افغانستان واکمن طالبان اؤ پخپله ټي ټي پي دپاکستان دا دعوې ردوي چې ګنې دپاکستان پرضد فعالیتونو لپاره پاکستاني طالبان دافغانستان دخاورې نه استفاده کوي.

دبهرنیو چارو ددفتر ویاندې زهره بلوڅ ویلي پاکستان مدام دیو پرامنه،خوشحال اؤ پیاوړي افغانستان ارزومند پاتې شوی اؤ خواهش لري چې افغانستان باید په سیمه کې دتجارتي اؤ انرژۍدتماسونو لپاره دلارې په توګه راڅرګند شي.

تېرکال چې داګست په میاشت کې طالبانو دافغانستان واک ترلاسه کړو نو پاکستان کې دهغوئ واک ته په رسیدلو دخوښۍ جشنونه شوي وؤ اؤ هغه وخت دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې افغان طالبانو دغلامۍ زنځیرونه مات کړل.

څېړونکي وایي پاکستان هیلې درلودلې چې افغان طالبان به ټي ټي پي دپاکستان پرضد دفعالیتونو څخه منعې کړي خو برعکس په دې نزدیو کې دپاکستان دننه دترهګرۍ پېښې نورې هم زیاتې شوې اؤ ددې پېښو ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي.

د څېړنيزو ادارو د رپورټونو ترمخه تېر کال اګست کې په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راپديخوا د پاکستان په خېبر پښتونخوا، پخوانیو قبایلي سیمو او بلوچستان کې په ترهګریزو بریدونو کې نزدې 51 فيصدي اضافه شوې ده .

روانه میاشت واشنګټن کې مطبوعاتو سره دخبرو په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي وؤ "مونږ افغان طالبانو ته مخکې هم دا پیغام ورلېږلی، زما په فکر پکار ده چې بیا هم ورته اووایو، چې پاکستاني طالبان زمونږ لپاره سره کرښه ده"

بلاول بوټو زرداري زیاته کړې وه "که چرې دويي (پاکستاني طالبانو) ته د افغانستان لخوا کومې مرستې یا سهولت رسیږي نو دا به(افغانستان سره) زمونږ په اړیکو بد اثر پرېباسي"

په افغانستان کې واکمن طالبان پرله پسې دپاکستان اؤ نورې نړۍ دا تورونه ردوي چې افغانستان دترهګرو لپاره یوه خوندي ځاله ده اؤ دریځ لري چې دافغانستان له خاورې ګاونډیانو اؤ نړۍ ته هیڅ خطر نه دی ورپیښ.

د پېښور اسلاميه کالج پوهنتون د سياسياتو د څانګې استاد ډاکټر شاه نواز مشال وي او ای ډیوه ته وایي،چري د پاکستان رياست په هېواد کې ترهګري په مکمله توګه ختمول غواړي نو په افغانستان کې به د خپل حمایتي حکومت د ملاتړ لپاره د سټراتيجي ژورتيا پاليسي بدلوي.

د ډاکټر شاه نواز مشال په خبره، پاکستان چې د افغانستان لپاره د انګرېزانو په وخت کې د سټرېټیجک یا تزویراتي ژورتیا په نوم کومه پالیسي جوړه کړې وه، دهغې تسلسل اوس هم روان دی، چې پکې تر ټولو غټه خبره دا ده چې په افغانستان کې به د خپلو لاسپوڅو قوتونو او دهغو ډلو ملاتړ کوي چې د دوی په کار راځي او آلې به یې وي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG