لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان: په 2022 کې د پاکستان اقتصادي ستونزې نورې هم سېوا شوې دي


اقتصاد پوهان او خپله سرکاري شمېرې هم وايي په پاکستان کې روان کال 2022 کې ملکي اقتصادي مشکلات نور هم سېوا شوي او د سېلابونو له امله د پاکستان اقتصادي پرمختيا اغېزمنه شوې چې له امله يې په عام ولس منفي اثر شوی، بې روزګاري او ګراني سېوا شوې او غېر ملکي زرمبادله ذخيره کمه شوې او پاکستانۍ روپۍ ورځ تر بلې بې قدره کيږي.

د اقتصاد پوهانو په خبره د سياسي بې ثباتۍ له امله د خېبرپښتونخوا اقتصاد هم سخت اغېزمن شوی او صوبايي حکومت د ديواليه کېدو څخه بچ کېدو دپاره پرمختيايي فنډونه تړلي او په سرکاري تنخاګانو ورکولو کې مشکلات لري.

اقتصاد پوهه سجاد احمد وايي، په نړيواله کچه د روس لخوا په اوکراين د جګړې له امله سپلايي چېن يا سامانونو رسد متاثره شوی او د طلب د زياتوالي سره سره د ډالر په مقابله کې د روپۍ بې قدره کېدل داسې علتونه دي چې په پاکستان کې يې ګراني يو په دوه سېوا کړې ده.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، په پاکستان کې د توانايۍ د زياتو بيعو له امله په عامه ولس بدې اغېزې شوي او دا مشکلات به د راتلونکي کال جون د میاشتې پورې روان وي.

د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک اف پاکستان] روان کال د ګرانۍ شرح د نهه نه تر 11 فيصده پورې ټاکلې وه خو د پاکستان د شمېرنې اداره وايي روان کال په نومبر کې د میاشتې ګرانۍ رفتار 26 فيصدو ته زیات شوی وو.

د پاکستان د اقتصادي سروی مطابق په ملکي کچه په مجموعي مالیه کې زياتوالی راغلی خو مالياتي خساره د قامي امدنۍ يا جي ډي پي د درې فيصدو نه درې اعشاريه اته فيصدو ته زياته شوې ده.

د پاکستان په اقتصادي سروی رپورټ کې ويل شوي چې په مالي کال 2021 او 22 کې اقتصادي پرمختيا پينځه اعشاريه 79فيصده ريکارډ کړی شوې وه چې پکې 4.4فيصه زراعت، 7.1فيصده صنعت او 6.1فيصد د خدماتو په مد کې پرمختيا شوې وه.

خو د روان کال 2022 په وروستيو پينځه مياشتو کې د شمارياتو د ادارې ترمخه صنعتي پرمختيا اووه فيصده راکمه شوې، ترسيلات زر نهه فيصده کم شوي، او غېر ملکي نېغ په نېغ پانګونې 52 فيصده راکمې شوي دي.

اقتصاد پوهه طاهر امين وايي، نړيوالو ادارو موډيز او پيچ د نړيوالې درجه بندۍ ادارو هم د پاکستان اقتصادي پرمختيا راکمه کړې ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د سېلابونو له امله زراعت او صنعت ته نقصان رسېدلی او امکان لري د پاکستان اقتصادي پرمختيا د درې فيصده نه هم راکمه شي او په بې روزګارۍ کې هم د درېو نه څلور فيصده پورې د اضافې امکان دی.

اقتصاد پوهان وايي په پاکستان کې د سياسي بې ثباتۍ له امله هم د مرکزي او صوبايي حکومتونو ترمنځه د تاو تریخوالي په وجه د صوبو اقتصاد هم متاثره شوی دی.

د خېبرپښتونخوا حکومت دعوه کوي چې مرکزي حکومت د صوبې حکومت ته 179 اربه روپۍ نه دي ورکړي.

اقتصاد پوهه محمد فهيم وايي، د مرکزي حکومت لخوا د پېسو د نشتوالي او سېلابونو له امله صوبايي حکومت خپل پرمختيايي فنډونه تړلي دي او په تاريخ کې په لومړي ځل صوبايي حکومت په روان کال کې تنخاګانې ورکول ودرولې وې.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، صوبايي حکومت د موجوده بجټ يا روانو خرڅونو پوره کولو دپاره د خدماتو د څانګو نه سرکاري نوکرانو ته تنخاګانې ورکوي.

د پاکستان د منصوبه بندۍ وزارت وايي، مرکزي حکومت ترقياتي فنډونه 38 فيصده کم کړي چې بنيادي علت يې په ملک کې مخ په زیاتي مالیاتي خساره او د غېر ملکي زر مبادله ذخيره کمی ښودل کيږي.

اقتصاد پوهان وايي د پاکستان مالیاتي خساره د 800 اربه روپو نه زیاته ده چې له امله يې د نړيوالې مالیاتي ادارې [ايي اېم اېف] څخه د پور ترلاسه کولو کې پاکستان د مشکلاتو سره مخ دی.

د اقتصاد پوهانو په خبره راتلونکي کال پاکستان ته د قرضونو د واپسۍ دپاره د اته اربه ډالرو ضرورت دی او پاکستان تمه لري چې دا رقم به ورته د چین، سعودي عرب او متحده عرب اماراتو لخوا ترلاسه شي، خو پوهان وايي چې دا رقم د ايي اېم اېف د پروګرام سره تړلی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG