لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ: د طالبانو کونسل جنرل وايي 1568 افغانان، خو سيند حکومت وايي 129 ښځې او 178 ماشومان بندي دي


د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي افغان مېرمنې او ماشومان

د پاکستان د سیند صوبې حکومت ويلي، په ټولنيزو رسنیو چې د افغان ماشومانو د جېل کوم عکس خپور شوی دا په سيند صوبه کې د یو جېل عکس هم نه دی. دغه عکس پرون په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې او نورو کسانو په ټويټر خپور کړی وو. ملګرو ملتونو په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ کې د افغانانو ښځو او ماشومانو نيولو او بندي کولو باندې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سيند صوبې د اطلاعاتو وزير شرجيل مېمن په خبري غونډه کې په سيند صوبه کې د بندي افغان مېرمنو او ماشومانو شمېرې وويلي.

دی وايي "په غېر قانونه توګه راغلي مهاجرين زمونږ د سيند حکومت سره 129 ښځې دي او دا ټولې افغان مېرمنې دي چې غېر قانونه مهاجرين دي او دوی د ايين او قانون لاندې نيول شوي څوک چې هم په کوم ملک کې په غېر قانونه توګه پاتې کيږي نو هر حکومت يې پرضد کارروايي کوي".

هغه وويل، "د دغو ښځو سره 178 ماشومان دي، خوا ماشومان نيول شوي يا بندي کړی شوي نه دي بلکې دوی د مياندو سره پاتې کيږي".

شرجيل مېمن وويل، په ټولنيزو رسنيو چې کوم عکس خپور شوی چې دا د کراچۍ په جېل کې د افغان مېرمنو او ماشومانو دی نو دغه عکس د سيند د کوم جېل نه دی خو دا يې نه دي ويلي چې دا عکس د کوم ځای دی.

ياد عکس د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين هم په ټويټر خپور کړی او بيا ورته د سيند صوبې د وزيراعلا هاوس د ټويټر اکاونټ نه ځواب شوی خو د وزیراعلا هاوس ټويټ بيا لرې کړی شوی دی.

منظور پشتين ورته په ځواب کې ويلي که عکس د کراچۍ د زندان نه وي هرې سزا ته تيار يم.

خو پرون په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل سید عبدالجبار وي او اې ډیوه ته ويلي وو، دا وخت چې په سيند صوبه کې ټول 1568 افغانان په جېلونو کې دي، په دوی کې 321 د حېدر اباد په جېلونو کې او نور د کراچۍ په جېلونو کې دي.

هغه ويلي وو د جون د میاشتې راهسې په سيند صوبه کې د افغانانو نيولو او ځورولو لړۍ پېل شوې ده.

نوموړي هم د بندي او بيرته لېږونکو کسانو شمېرې شریکې کړې وې چې دا وخت "د حېدر اباد نه د 190 او کراچۍ نه د 176 کسانو بيرته افغانستان ته د لېږلو امر شوی دی، او په بندي کسانو کې د کراچۍ په جېل کې 192 ښځې او 247 ماشومان دي او 508 سړي دي، د حېدر اباد په جېل کې 177 سړي، 65 ښځې او ماشومان 79 دي".

هغه دا هم ويلي وو چې په بندي افغانانو کې زيات ناروغان وي په قانوني اسنادو راځي، په دوی کې دوه مړه شوی د يو جسد بيرته لېږل شوی او بل اوس هم په مرده خانه کې پروت دی.

د عبدالجبار په خبره، په پاکستان کې د جون د میاشتې راهسې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې خو د ستمبر په مياشت کې په ايشیا کرکټ کپ کې د پاکستان او افغانستان د سيالۍ وروسته دا لړۍ سېوا شوې ده.

خو شرجيل مېمن وايي، "په بندي افغانانو کې يو تن هم د حکومت په خوښه په جېل کې نه دی بلکې په غېر قانونه توګه راغلي کسان پولیس نيسي عدالتونو ته يې بوځي او د عدالتونو په امر دوی بيا جېل ته لېږل کيږي".

د ملګرو ملتونو په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د افغانانو، ښځو او ماشومانو په نيولو او بندي کولو ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] ويلي، اداره په نړيواله کچه په رياستونو غږ کوي چې په زوره افغانان بيرته خپل هېواد ته نه ستنوي څو پورې چې په افغانستان کې امنيت، د قانون سر لوړي او د بشري حقونو حال ښه شوی نه وي.

پرون په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې په ټويټر ويلي وو، په پاکستاني چارواکو غږ کوي چې "په پاکستان کې د میشتو او مسافرو افغانانو، خصوصا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداندي کول او ځورونه، خورا دردوونکې ده، د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نلري. پکار ده چې دغه شته بندیان ژر ترژره خوشي او دا لړۍ پای ته ورسیږي".

د پاکستان مرکزي حکومت دغه بيان ته په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ويلی.

د نومبر په وروستيو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره د امنیت، تجارت او تعلیم په شمول په یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي سره د طالبانو پلاوي "د افغان بنديانو د خلاصون، یوبل هیواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې د سهولتونو د را منځته کولو" په تړاو هم خبرې کړې وې.

خو په 29 نومبر د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د حنا رباني کهر د کابل د سفر په اړه جاري بیان کې د افغان کډوالو په اړه څه نه وو ويلي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي، په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG