لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امنيت د چين د افغان پاليسۍ مرکزي نقطه ده


واشنګټن ــــ د افغانستان نه د امريکا او نېټو ځواکونو د وتلو وروستو د چين لويه اندېښنه د ملکي امنيت ده او همدا وجه ده چې د طالبانو د حکومت سره چين اړيکې سېوا کړي دي.

چين ژمنې کړي چې د افغانستان سره تجارت سېوا کوي او سرمايه کاري به کوي خو د بيجينګ انديښنې دا دي چې چرته توندلاري د افغانستان نه د چين سينکيانګ صوبې ته ونه غځيږي، په سيمه کې د چين جوړ کړي انفراسټکچرز او منصوبې په خطر کې نه شي او چينايي وګړو ته په افغانستان کې څوک ضرر ونه رسوي.

اسلامک سټېټ آف خراسان یا داعش منلې چې په دوولسم ډسمبر د کابل په هوټل شوې حمله چې اکثر ورته چينايي وګړي ډېر ځي يادې ترهګرې ډلې کړې وه.

د پېښې وروستو چين خپل ملکي خلکو ته ويلي وو چې زر تر زره دې د افغانستان نه ووځي.

په يو پرېس کانفرنس کې د چين د وزارت خارجه وياند وانګ وېن بېن ويلي چين ته په ترهګر بريد ژوره صدمه رسېدلې او د طالبانو په حکومت يې غږ کړی چې په افغانستان کې د امنيت ټينکولو، د روانو منصوبو او د چيني وکړو د ساتنې د پاره دې کوټلي ګامونه واخلي.

د ترهګر بريد نه يوه ورځ وړاندې د طالبانو وياند عبدالقهار بلخي په ټوېټر ليکلي وو چې په کابل کې د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو امنيت د طالبانو د حکومت لومړيتوب دی.

بلخي ويلي وو چې د چين سفير په طالبانو غږ کړی په کابل کې دې د بيجينګ د سفارتي مېشن امنيت ته پوره پام وګرځوي.

بلخي زياته کړه چې چين ته يې باور ورکړی چا ته به اجازت ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد خلاف استعمال کړي.

په واشنګټن کې د څېړنيزې ادارې بروکېنکز انسټيټيوټ څېړونکې وانډا براون ويلي د چين په افغانستان کې د امنيت اندېښنې شته او په خصوصي توګه نه غواړي چې توندلاري د ويغور سيمې ته لاره جوړه کړي.

د طالبانو په وړومبۍ دوره کې يو شمېر بهرني تندلارې ډلې موجود وې چې يوه ډله پکې د ويغور بېلتون غوښتونکو هم وه. د ملګرو ملتونو د کال 2021 رپورټ وايي چې ويغور په افغانستان او شام کې اوس هم فعاله دي.

رپورټ وايي يو شمېر هېوادونه په دې همغږي دي چې ويغور غواړي د چين سينکيانګ صوبه په ازاد ويغور رياست بدله کړي.

مېرمن براون وي او ای ته ويلي د چين انديښنه يواځې د ويغورو نه ده بلکې په منځنۍ ايشيا او پاکستان کې د بېلټ اينډ روډ اينيشيټو (بي ار اي) د منصوبې خوندي ساتل هم دي چې په کال 2013 کې پرې کار پيل شوی.

د رپورټونو تر مخه د ويغورو ايسټرن ترکستان اسلامک مومنټ د ويغور مذهبي مشر حسن ماحسوم په مشرۍ کې په کال 1997 کې په پاکستان کې جوړ شوی وو.

د ډلې غړي به د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډيورنډ په کرښه دواړو خواو ته اوړېدل راوړېدل چې بيا يې مشر په يوه ډرون حمله کې په کال 2003 کې د پاکستان په پخوانۍ فاټا کې ووژل شو.

امريکا ياد تنظيم په کال 2020 کې د ترهګرۍ د نوملړ نه لرې کړو خو چين په دوامداره توګه وايي ياده ډله ترهګره ډله ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG